د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړى چي د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن په راتلونکو ورځو کي پاکستان ته سفر کوي.
د بهرنيو چارو وزرات وياند ويلي مېرمن کلنټن پرون د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم او له لوى درستيز سره دپه دې باب خبري وکړې، خو د سفر دقيقه نېټه لا معلومه نه ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل آغلې کلنټن به له پاکستاني چارواکو سره د ستراتيژيکو اړيکو او تروريزم پر ضد جنګ په باب له پاکستاني چارواکو سره وږغېږي.