کور / تازه خبرونه / طالبان : په نهر سراج کي درنه جګړه روانه ده

طالبان : په نهر سراج کي درنه جګړه روانه ده

طالبانو په خپله ويب پاڼه کي خبر ور کړ چي نن سهار شاوخوا شپږ بجې د هلمند ولايت په نهر سراج کي د امريکايانو سره درنه جګړه پيل سوې او تر اوسه دوام لري د ويب پاڼي په وينا چي جګړه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله امريکايان د خپلو الوتکو څخه په دې سيمه کي راکښته سول . طالبان وايي چي تر راکښتکېدو وروسته د دوى د ملګرو سره مخ سول او هغوى ورسره جګړه پيل کړې چي تر اوسه دوام لري .
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي .