په کندهار کي د دهلې بند د کانالونو د پاکېدني او رغوني ترڅنګ به د ٦٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت نوري پروژې هم پلي سي
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير چي په تخنيکي چارو کي د ولسمشر کرزي د سلاکار وزير انجينير يوسف پښتون سره يې يو ځاى کندهار ته سفر کړى وو وويل چي کندهار کي به د ٣ کلونو په اوږدو کي د ٦٠٠ ميليونو امريکايې ډالرو په ارزښت نوري پروژې پلي کړي.
د افغانستان داوبو او انرژۍ وزيرستر جنرال الحاج امير محمد اسماعيل خان او په تخنيکي چارو کي د افغان ولسمشر سلاکار وزير انجينير يوسف پښتون نن غرمه د کندهار د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي د ولايت مقام د سرپرست مرستيال انجينير محمد قادري سره يو ځاى په ګډه خبري غونډه کي ګډون وکړ.
د اوبو او نرژۍ وزير وويل چي ياد ٦٠٠ ميليونه امريکايې ډالره به د ٣ کلونو په اوږدو کي د کندهار د دهلې بند پر رغونه او د کندهار ښار لپاره د برېښنا د شبکې فعالولو او همدا رنګه د نويو sub-stations د جوړېدو ترڅنګ د کابل څخه د برېښنا د لين تمديدول کندهار ته او د څښاک د پاکو اوبو برابرولو باندي ولګوي.
هغه وويل دامهال کار کوي څو په کابل هغه ٢ سوه ميګاواټه برېښنا چي ورته اړتيا نه ليدل کيږي او زياته ده کندهار، زابل، اروزګان ،غزني پکتيا او نورو سهيلي ولايتونو ته د برېښنا لين وغځوي ورکړي.
امير اسماعيل خان وويل چي په نوې پروژه کي به د دهلې بند چار چارپېره ديوال له ٥ څخه تر ٨ مترو پوري لوړ کړي او په دې ډول سره به د دهلې په بند کي د اوبو ځايولو ظرفيت نور هم زيات سي.
نوموړي وويل چي ددو ى د وزارت د سروې له مخي جمعاً د کندهار په ولايت کي ١٩کوچنيو د اوبوبندونو ته اړتيا سته او دوى به له دغو بندونو څخه پر هغو يې سرمايه ګزاري وکړي چي لومړيتوب لري.
هغه زياته کړه چي د دهلې بند د پروژې د کار په لړ کي تر دې دمه ١١٠ کانالونه او د اوبو بندونه پاک او جوړسوي دي چي هم پکښي خلکو ته کار پيدا سوى او هم مځکه والو زياتي اوبه تر لاسه کړي دي.
اسماعيل خان د خبري غونډي په لړ کي وويل چي د کجکي بند کي د برېښنا جوړېدنه يې اولويت دى او ددې پروژې لپاره ٢٢٠ ميليونه بودجه هم لري خو يوازينۍ ستونزه چي د يادي پروژې مخه يې نيولې هغه د امنيت نه شتون دى او له دې خاطره دوى نه سي کولاى ياده پرژه پلې کړي.
د کندهار ولايت مقام سرپرست مرستيال انجينر محمد قادري کندهار د هيواد په کچه يو له مهمو ولايتونو څخه دئ او په دې وروستيو کي يې زياته وده کړې چي له همدې امله بايد ورته زياته پام وسي په خاص ډول په هغو برخو کي چي ډيري اړيني دي.
نوموړي وويل چي دامهال کندهار يوازي ٢٦ ميګاواټه برېښنا لري خو په وينا يې چي دغه اندازه برېښنا د ښار لپاره کفايت نه کوي.
د او بو او انرژۍ وزير او په تخنيکي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار وزير وروسته د کندهار د سرپرست والي او د رسنيو د استازو سره يو ځاى د دهلې بند ته ولاړل او هلته يې د دې بند د رغوني چارو څخه د نژدې ليدنه وکړ او وروسته يې په ارغنداؤ ولسوالي کي د آب ګردان بند پرانستنه هم وکړه چي د دهلې بند پروژې په لړ کي جوړ سوى و.