د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي نن ورځ د دې ولايت د ګرشک ولسوالۍ د آب پاشک په سيمه کي د يوې نښتي په پايله کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل سو . د چارواکو په وينا چي نوموړى هغه وخت ووژل سو چي کله پوليسو خپلي پوستې ته اکمالات کول چي د نوموړي او ملګرو د لوري ورباندي بريد وسو چي په پايله کي يې د حکومت د لوري دوه پوليس ووژل سول ، يو تن ژوبل سو او د وسله والو طالبانو د لوري د هغوى يو قوماندان ووژل سو .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .