2011/05/14
د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د احمد شاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ په لړ کې چې د افغانستان د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي، د بند امير او مس عينک زونونو لوبډلې پاى لوبې ته ووتل.
دغه درې ورځنۍ سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتيا لوړولو او تجربو زياتولو په موخه د پېښور په ښار کې په لاره اچول شوې چې پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هېواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عينک، سپين غر او بند امير) لوبډلو ګډون کړى دى.
ددې سياليو وروستۍ لوبه د سپين غر او بند امير لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.
د سپين غر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچولو يا بالنګ پرېکړه وکړه.
د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز)کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٣٥١ منډې وکړې، ددوى له لوري شهزاد محمدي ١٢٣ او احمدشاه ٥٥ منډې جوړې کړې.
د سپين غر له لوري سميع الله شينواري٦ او کريم صادق ٢ وېکټې واخيست.
د سپين غر زون لوبډلې پخپل لومړي وار کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٣ مڼدې جوړې کړې، ددوى له لوري سميع الله شينواري تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٦١ منډې يې جوړې کړې، د بند امير له لوري حمزه هوتک شپږ لوبغاړي وسوځول.
ددې لوبې په لومړي وار کې د بند امير لوبډلې پر سپين غر لوبډلې ١٤٨ منډې و رزياتې کړې، بند امير پخپل دوويم وار کې ٢٠٤ منډې جوړې کړې او دغه راز يې د لومړي وار له ١٤٨ منډو سره يو ځاى يې سپين غر ته د ګټلو لپاره د ٣٥٣ منډو هدف وټاکه.
د سپين غر لوبډلې پخپل دوويم وار کې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٨٦ منډو وسوځېدله او دغه راز د بند امير لوبډلې دغه لوبه د ٦٥ منډو په توپير سره وګټلو.
د بند امير له لوري حمزه هوتک شپږ لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
سبا به د بند امير او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ ددې سياليو پاى لوبه ترسره شي.