کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك

د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك

د لراوبر يادونه : دنظر له خاوندانو په درناوي هیله کېږي چي ددې موضوع په اړه د متن په پای کي خپل نظر څرګند کړي .


 په اخر هم فارسي ژبى تلويزيون په افغانستان كې د پخوا په پرتله په يو ډول اصولي لارو د ايران د لاسوهنو په مو خه د همدې هيواد لخوا د تاجكستان له دريڅې خپرونو ته چمتو شو.


د فارسي ژبي ټولنې د غړيتوب په پرېكړليك لاسليك، د افغان ولسمشر كرزي يو داسې ناوړه كارو، چې د دغه هيواد وګړي به يې تر ډېره په ياد ولري او وبه يې نه زغملى شي.


د ولسمشر كرزي وروستۍ دوره لا روانه ده؛ خو ډېر زر به د تېرو دورو په څېر پاى ته ورسېږي؛ خو ايران ته يې په افغانستان كې د لاسوهنې داسې سند په لاس وركړ، چې مخنيوى به يې د روانو حالاتو په نظر كې نيولو سره افغان ملت ته تر ډېره ناشونى وي .


په دې وروستيو كې د ځينو ايراني رسنيو لخوا خبرونه خپاره شول، چې د ايران  تاجكستان او افغانستان ګډ ټلويزيوني چېنل (فارسي ژبى تلويزيون) نشر ته چمتو شوى او نږدې راتلونكي كې به په خپرونو پيل وكړي.


فارسي ژبى تلويزيون خپرونو ته چمتو شو


د ايران د فارس نيوز د انګليسي ويبپاڼې د راپور له مخې د تاجكستان د راډيو تلويزيون رييس د ۲۰۱۰ په جنورۍ كې اعلان وكړ، چې دا هيواد له دوو نورو فارسي ژبو هيوادونو، افغانستان او ايران، سره د ګډ فارسي تلويزيون خپرونو ته چمتو شوى دى.


د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې رييس اسدالله رحمانوف فارس نيوز خبري اژانس ته وويل((د فارسي ژبو لپاره د ايران، افغانستان او تاجكستان په شراكت د يوه ګډ تلويزيون د خپرونو د پيلولو چارې بشپړې شوې دي)).


د هغه په وينا دا تلويزيوني خپرونې به يوازې د دغو درېواړو هيوادونو لپاره د فارسي ژبې د ودې او د دريوو هيوادونو تر منځ د همكاريو د پراختيا لپاره خپرونې كوي.


ده همدا راز وويل چې دا ګډ تلويزيون به د ايران، افغانستان او تاجكستان خلك له هغو مهمو موافقو او تړونونو خبروي، چې د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همكاريو لپاره يې لاسليكوي.


د رحمانوف په وينا د دې تلويزيون د پيلولو لپاره ټول تخنيكي او قانوني اسناد برابر شوي او د پروګرامونو د خپرولو او د كاركوونكو لپاره يوه ودانۍ ځانګړې شوې ده.


د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې ريس د ايرانيانو، تاجكانو او افغانانو تر منځ كلتوري، تاريخي، سيمه ييزو، دوديزو اوو ديني ګډولو (اشتراكاتو) ته په اشارې وويل، چې د درېو خواوو تر منځ د اړيكو پراختيا د دغو هيوادونو لپاره ډېره مهمه او ضروري ده.


فارسي ژبى تلويزيون كه د ايران سياسي پروژه:


دغه تش په نامه د همژبو هيوادونو تلويزيون د خپرونو ځاى ځكه تاجكستان ټاكل شوى، چې ايران ته د كلتوري يرغل په برخه كې د افغانستان په پرتله مناسب ځاى دى.


د همژبو كليمه په لومړي ځل په ۱۳۸۵ لمريز كال كې و كارول شوه، چې بنسټ اېښودونكى يې د همدغو دريوو هيوادونو د كلتور وزيران وو، وروسته دى لړۍ دوام وكړ او د ۲۰۰۶ زيږديز كال په جولاى مياشت كې د ياد تلويزيوني چينل د جوړېدو طرحه په رسمي توګه د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، تاجك ولسمشر امام علي رحمانوف او افغان ولسمشر حامد كرزي لخوا لاسليك شوه.


كه په ژوره توګه د دغو دريوو هيوادونو مذهبي، كلتوري، تاريخي او ژبني جوړښت ته نظر وكړو نو په پوره باور ويلى شو، چې دا درې هيوادونه همژبې نه دي.


لكه څنګه، چې تاريخ په دې ګواهي وركوي، چې ايران تل هڅه كړې په سيمه كې خپل كلتوري او مذهبي ښكېلاك ته لاره پرانيزي؛ نو ښكاره خبره ده، چې دا لوبه هم ايران روانه كړې او په دې ډول غواړي په سيمه كې خپل نفوذ زيات كړي.


بله مهمه خبره داده، چې ايران غواړي د افغانستان په سياسي او ټولنيزو چارو كې د پښتنو رول كمزورى كړي، ځكه چې د پښتنو پايښت د متعصبو ايرانيانو په مغزو كې د فارس د امپراتورۍ د بيا راژوندي كېدو خيال پلو كمزورى كوي.


د ايران له اهدافو څخه يو دا هم دى، چى غواړي له افغانستان څخه د غرب پر ضد د يوې وسيلې په توګه كار واخلي او په دې ډول د جګړې سنګر په افغانستان كې ټينګ وي.


پر ۱۳۸۸ لمريز په لندن كې د افغانستان په اړه يو كنفرانس ترسره شو، چې نږدې د ۷۰ هيوادونواو موسيسو استازيو په كې گډون كړى وو.


د غونډې بنسټيزه موضوع په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او په سيمه كې د تلپاتې سولې د راوستو خبره وه، چې ايران په كې له گډون كولو څخه ډډه وكړه.


موږ د كنفرانس په اړه نه غږېږو خو دومره بايد ووايو، چې ايران ولې له گډون كولو څخه په شاشو؟


ايرانيو چارواكو د خپل نه ګډون په اړه ويلي، چې له امريكې سره د ښو اړيكو نه درلودو د دې كنفرانس له ګډون كولو څخه په شاكړل.


له دې څخه دا جوتېږي، چې ايران اوس په داسې موقف كې ولاړ دى، چې په سيمه كې هر ګام خپلو هدفونو ته د رسېدو په موخه پورته كوي، نو دهمدې تلويزيون په جوړېدو به په سيمه كې د خپلو غربي دښمنانو پر ضد د يو سنګر په توګه  كار واخلي.


د دې پروژې عملي كېدل به د پخوا په څېر يو ځل بيا د افغانانو په زړونو كې د نفاق تخم وشيندي او ايرانيان به په بيا بيا خوند ترې اخلي. ځكه چې د دې پړي سر به د ايران سره وي، چې د اقتصاد له پلوه په افغانستان او تاجكستان ډېر پياوړى دى.


ايران به د دې چينل په جوړېدو په اسانۍ سره خپل هغه پلان، چې له كلونو، كلونو څخه يې د عملي  كېدو خوبونه ليدل عملي كړي.


د شيعه مذهب پراختيا، د فارسي ژبې خپرول او د افغانستان په نوم د يو خپلواك هيواد د نوم نفي كول د ايرانيانو هغه پلانونه دي، چې له ډېر پخوا راهيسې يې د عملي كېدو په لټه كې دي.


د لوبې بل لوبغاړى تاجكستان دى، چې غواړي په سيمه كې په يو نوي بڼه ځان مطرح كړي. كه څه هم تاجكستان د روس تر اغېز لاندې هيواد دى او په كوم طرف چې روس ورته د تللو اشاره وكړي، نو دوى په هماغه لار ځي، نو داسې هيواد چې د نورو په خوښه كار كوي او له نورو امتيازات اخلي هغه بيا په اسانه خپل كلتور او فرهنګ د نورو لپاره كارولى شي.


كوم همژبي هيوادونه


كه لږ فكر وكړو كوم همژبي هيوادونه؟


ايا ايران، تاجكستان او افغانستان همژبي دي؟ ايا د دوى كلتوراو مذهب ګډ دى؟ نه، هېڅ منطقي دليل نشته، چې دا درې هيوادونه دې يو وښيوو او بله دا چې هيڅ ايرانى به دې ته حاضر نه وي، چې د افغان دري ژبه او د ايراني فارسي ژبه يوه وگڼي او يا هم د ايران او تاجكستان د وګړو ژبې توپير نه لري؟


يو بل څه هم ددې طرحې د بنسټ اېښودونكو كمزوري را په ګوته كوي، هغه دا چې دوى وايي دغه چينل به په دري ، تاجكي او فارسي ژبو خپرونې كوي. كه د درې واړو هيوادونو ژبه يوه واى بيا دې وېش ته څه اړتيا وه، چې د هرې ژبې لپاره يې معين وخت ټاكلى، د همژبو مانا خو داده، چې په يوه ژبه وغږېږي او پرې ليك لوست وكړي، خو كه وګورو په حقيقت كې داسې نه ده د افغانستان په اساسي قانون كې پښتو او دري ژبې رسمي دي د ايران په اساسي قانون كې فارسي او د تاجكستان رسمي ژبه تاجكي ده، چې هره يوه ځانته بېل ليك دود لري.


له بل پلوه افغانستان څنګه، چې له نوم څخه يې جوتېږي يو فارسي ژبى هيواد نه دى د دې هيواد نږدې ۸۰ سلنه كسان په پښتو او نورو ژبو خبرې كوي، چې غوڅ اكثريت يې پښتانه دي.


د افغانستان په تېر اساسي قانون كې پښتو د ملي ژبې په نوم نومول شوې وه، چې په اوسني اساسي قانون كې بيا دا تورى نه تر سترګو كېږي، خو يو څه چې بيا هم د پښتو ژبې پر مليتوب دلالت كوي هغه دا دي، چې ملي سرود به په پښتو ژبه وي او همداسې تل به په بانكنوټونو كې په پښتو ژبه ليكل شوي وي، نو په داسې يو حالت كې د دغه هيواد ولس څرنګه د خپلې ملي ژبې سره دومره ستر خيانت وزغمي؛ خو بيا هم ښاغلي كرزي صيب ته ګوته نيسو، چې تر كومې به دا ولس د دې ښاغلي د ملي تېر وتنو ښكار وي، چې د هيواد په برخليك منفي اغېز كوي.


سربېره پر دې  د درېواړو هيوادونو بېل مذهبونه دي : ايران يو سخت دريزه شيعه هيواد دى، چې په سيمه كې د نورو هڅو تر څنګ غواړي شيعه ييزم هم خپور كړي دا چې د افغانستان ټولنه يوه سني مذهبه ټولنه ده؛ نو څنګه به دا ومني، چې ايرانيان دې د دوى د مذهب جرړې و باسي او دوى دې لاس تر زنې ورته ناست وي.


تاجكستان خو لا له پخوا په وړوكي مسكو مشهور دى او پكې د ښځو نڅا ته د عزت په سترګه كتل كېږي او حكومتي نظام يې سيكولر په مذهب نه ولاړ نظام دى، چې د ايران او افغانستان سره په مذهبي برخه كې ځمكه اسمان توپير لري. كه چېرې د فارسي ژبي تلويزيون پر پرده نيم لوڅه او سكسي تاجكۍ ښكاره شي، نو د ايران اخوندان او د افغانستان ملايان به يې ومني؟
له دې ټولو خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې يوازې او يوازې دا يوه سياسي لوبه ده، چې د ايران لخوا پر لاره اچول شوې ده او هسې يې كرزي صيب ته د خپلو لاس پوڅو په مرسته سياسي دوكه وركړې، چې لا به د دې ډول غږ سبا واوري ياني ايران يې د بوسو لاندې او به تېرې كړي دي.


نو د پورته يادو شويو زيانونو په نظر كې نيولو سره افغان ولسمشر په يوه داسې مسله كې د ټولو افغانانو په اړه فيصله كړې، چې واك يې له ده سره نه بلكې له لويې جرګې سره وو.


دا دى ايران په نره خپل ټاكلي هدف ته ورسېد او د فارسي ژبي تلويزيون د خپرونو د پيل اعلان يې وكړ چې زمونږ د كلتور وزير لا له پخوا ورته نغارې وهلې.


د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك


را به شو دې ته، چې ا افغانستان حكومت په دې اساس وخت كې دې پروژې ته څه اړتيا درلوده؟ د دې ځواب ممكن هغو كسانو مخكې له مخكې جوړ كړى وي، چې په ښكاره د افغانيت ادعا كوي، خو په اصل كې يې ځانونه د څو مادي ارزښتونو په بدل كې پر نورو پلورلي او د هغوى په اشارو روان دي، خو يو كس چې په هيڅ ډول ځان نه شي خلاصولاى هغه افغان ولسمشر حامد  كرزى دى، چې د دې پروژې په عملي كېدو به د افغانانو لاس وي او د ده ګريوان.


ايا ولسمشر ته د ګاونډيو شوم پلانونه نه و مالوم، چې بيا يې هم له هغوى نه د ملګرتيا تمه وكړه؟


ايا ولسمشر د خپل هيواد تاريخ نه دى لوستى، چې همدا اوسني ايران يې له خلكو او هيواد سره څه لوبې كړي؟


ولسمشر ته په كور دننه غمونه نه و بس، چې ده بيا د فارسي ژبي مثلث بې منطقه طرحه لاسليك كړه بل دا چې ښاغلي ولسمشر په كوم ډاډ دا ومنله، چې د تلويزيون په جوړېدو به د افغان په فرهنګ لوبې نه كېږي، په داسې حال كې چې ايران ورته په كور دننه رسنۍ هڅوي، چې د ده او ولس پر ضد يې تبليغات وكړي، چې ښې بېلګې يې طلوع، تمدن او نورين تلويزيونونه دي، چې د هيواد د ملي ترمينالوژۍ د وركولو هڅې كوي.


د دې پروژې يو تن فعال بنسټ اېښودونكى او د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين د ۱۳۸۸ د سلواغې په مياشت كې له رسنيو سره د مركې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې پر افغانستان له هر لوري كلتوري يرغلونه كېږي او ددې د مخنيوي لپاره افغانان څه وكړي، چې د خبريال اشاره د ايران لاسوهنو ته وه.


رهين په لنډو ټكو كې له مسلې تېر شو، يوازې دومره يې وويل، چې په دې وروستيو كلونو كې ځيني انګريزي كليمې افغاني فرهنګ ته راننوتي، چې بايد مخنيوى يې وشي.


كه له يو منطقي نظره د رهين ځواب ته ځير شو نو خپله به ووايو، چې په اوس مهال كې انګليسي دومره د افغانانو كلتور ته مضره نه ده، لكه ايرانۍ فارسي.


او له بله اړخه دا چې كله هم د يو هيواد كلتور ته زيان متوجه كېږي، هغه ډېر د ګاونډيو لخوا وي.


نوموړي ته پكار و، چې د ايران او تاجكستان د كلتوري يرغل د مخنيوي يادونه يې كړې واى، چې ورځ په ورځ زموږ ملي ترمينالوژي له منځه وړي، چې په اساسي قانون كې يې د ساتلو حكم شوى دى.


په داسې حال كې، چې زمونږ د اطلاعاتو او كلتور وزارت د هغو ايران پلوو تلويزيونونو، چې همدې وزارت ورته د كار كولو اسناد په لاس وركړي دي، د دې هيواد د كلتور او ژبې د وركاوي په برخه كې په ازاده توګه كار كوي او دوى يې مخه نشي نيولى، ملي ترمينالوژي هره ورځ زموږ په ډېرى تلويزيونونو كې يوه هېره شوې مسله ده، هره ورځ افغانان د همدې تلويزيوني چينلونو له لارې د افغاني ژبويوه كليمه هېروې او پر ځاى يې يوه ايرانۍ كليمه ذهن كې اچوي.


نو د فارسي ژبي تلويزيون له لارې خو به په نېغه توګه د دې هيواد په كلتور او ژبو باندې تېرى كېږي او مخه به يې هم نشي نيولى، ځكه چې د كار كولو اسناد ورسره دي.


د وروستۍ خبرې په توګه له ښاغلي ولسمشر كرزي څخه د افغان په توګه غوښتنه كوو، چې د دې پروژې د عملي كېدو مخه دې ونيسي، ګني خداى مكړه هيواد به مو له يو داسې فرهنګي ګذار سره مخ شي، چې خداى مكړه خپل هويت به له لاسه وركړي.


ولسمشر ته:


ښاغلى ولسمشر صيب هغه ورځ دې يادېږي، چې د هيواد د هر اړخيزې ساتنې لپاره دې لوړه (قسم) وكړ، نو افغان ولس د هماغې لوړې د پرځاى كولو هيله درڅخه كوي، فارسي ژبى تلويزيون زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو په موخه د ايران سياسي پروژه ده، مخه يې ونيسه لا هم وخت تېر نه دى. 


پاى


ماخذونه


۱- پسرلى مجله(فارسي ژبي تلويزيون ته ځانګړې ګڼه)
۲- بېلابېلې ويبپاڼې

تبصره نسته

  1. محترم جاويد واک صاحب، ستاسي له ليکني څخه دځينو هغو افغانانو په ډول خوشبيني يا بد بد بيني څرګنديږي چي د افغانستان د اوسني نظامي اوسياسي بهير په اړه سم مالومات نه لري. محترمه په لنډو تورو کي به دا درته ووايم چي دبون تر يرغل وروسته دپښتنو دټکولو ، اقليت کولودپاره ټوله غرب کمپاين پيل کړ او دغه اساسي قانون چي ته يادوې دا ددې کار اصلي سند دی. نو زړګيه ته يې يوازي دفارسي ټلوېزون په غم نيولی يې.
    دپښتانه پر کور واويلا ګډه ده اوته د يرغلګرو د اساسي قانون او فارسي ژبي ديرغلي خبره کوې. يرغل يوازي نظامي نه وي څو ډوله وي.
    مذهبي وي،کلتوري وي، تبليغاتي وي اونور ډولونه هم لري.

    غم خو دادی چې دپښتنو روشنفکر ان هم په دې نه پوهيږي چې په دوی څه کيږي. لار يې دا ده چې پښتانه اوسنۍ کرزی نظام، پارلمان او تش په نامه اساسي قانون رد کړي اوتر ازادۍ وروسته په دې هکله خبري وسي چي دپښتنو ګټي په څه کي دي. يا هو!

  2. د ولسمشر څخه دهمدی تمه کیژی نور به پښتون قوم ته نور څه وکړی . پښتانه یی دخپل غلط سیاست د مصلحت قربانیان کړل او هره د پښتون په کور باندی بمبارونه کیژی او پښتانه ځوانان یی زندانونو ته ولیژل او هزاره ګان او تاجکان یی پوهنتونونو ته ا و د اسی کسانو ته یی لقبونه ورګړل چی تاریخ یی دنوم له یادولو څخه شرمیژی او فکر کوم دا ناورین به نور هم دوام ولری، او د کرزی دا کړنه به د پښتونو زړونه به نور هم زخمی کړی او د کرزی دد کار څخه جوتیژی چی ښاغلی کرزی نه پښتون دی نه هم افغان او په مسلمانی کی هم شک لرم
    په درنښت

  3. ګرانو دوستانو!
    ښاغلي کرزي د پښتون په نوم په پښتنوباندي د يو الهي افت په څير نازل دي ځکه نوموړي د خپلي واکمني په دوران کي تر نهايي حده پښتانه وځپل او د ملي مصلحت په نوم يي د پښتنو به وړاندي لږکي په ځانګړي ډول تاجکان او هزاره ګان د دولت به لوړو چوکيو کښينول چي نتيجه يي همدا اوس مونږ او تاسي ګورو.

  4. grana wrora salam o aliakum
    Da kho deera ghamjena khabera da che deer lez pashtane pe da pohedully de che pashtoo khowar a zalel keeze. deer pashtana la ter wosa laham pe khoob de. pashtoo zaher shaw ter peshow lande kra. hagha dawo che de pe kabul ke dafater pohantoon aw tola rasmiat pe farse ker aw pe afghanistan ke ye parse pe dare che tesh pe name na asel lery aw na sanad badala kra oos pe afghanistan ke 10% pashtana pe khepla moranezeba khabre nashe kawaly. pe karze ghonde khalik ch pashtoo wayel werta nangk shkare koma ghela neshta.allah mp they la har raz asarat tha khlase kre

  5. Grana wrora salam tasi ham wosh ta sarenda zhaghawai…harsa shaori rawan de da plan sara sam rawan de faqat mozh kho ya na pohezho ya sar na khlasa wo…
    zama da nazara yee dadi aw de ta wata masalo hal serf aw serf da LOY AFGHAN ta da syasi wojood muftaker aw mubtaker KHUSHAL BABA hagha sheer dai che wayee…. YA TAKYA PUR YAWA KHUDAI DA YA POR TOORA *** BELA TORI KHLASAI INASTA PA BAL CHAAR

  6. كرانه وروره السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ترجو جه دغه دري كاونديان(فنجابستان_ايران_تاجكستان)زمونزه فه كران هيوادكي لاسوهني بندي نكري نو لوي افغان(فشتون)به داسي لوتي لوتي وي اوفه برخه ليك به ئي خائنان لوبي كوي او فه سر به ئي تش فه نامه فشتانه ناست وي لكه تيرظاهر او اوسني كرزي جه غلامان ئي وزيران كرل او وزيران ئي غلامان. الله ج دفشتون قوم سره خيانت كوونكي هلاك كري.

  7. گرانه وروره:
    اول تاسو ته سلام وایم. زه فقط دومره وایم چی دافغانستان، ایران او تاجکستان ژبی سره یو دی. زه ددی لپاره دلیل لرم. د ژبو فرق هله کیدای شی چی دتفهیم لپاره ترجمی ته ضرورت وی اول بل داچی دالفبا حروف سره فرق ولری. که خبری دلحجی وی دومره تفاوت خو د قندهاری او پکتیاوال اویا د جلال ابادی او خوستی په خبرو کی هم شته. نوزه فقط دومره تاسو ته وایم چی دا خبری په افغانستان نوری بدبختی پیداکوی. اوس هم دافغانستان دیر خلک د ایرانی کتابونونه استفاده کوی چی استفاده هم اسانه ده او هم پیدا کول یی . داففانستان اکثر خلک خو په نورو ژبو پوهه نلری او د نورو ژبو زده کول هم دیر وخت غواری. له بله خوا پشتانه خو دومر پوهه هم نلری چی مسلکی کتابونه ولیکی. او که تاسو د کلتوری یرغل خبری کوی نو اول بیا د امریکا و هند یرغل مخه ونیسی. یو کس که چیری انگلیسی او یا هندی الفاظ استعمالوی پروانکوی خو که چیری دری یا فارسی الفاظ استعمالوی نو بیا کلتوری یرغل بولی.
    مننه

  8. افغانستان پښتو ژبی هېواد دی او افغان پښتون ته ويل کيږي. نور قومونه بايد د هېواد ملي ژبه يعنې پښتو زده کړي. له دې لارې د دغسې دسيسو مخه نيول کېدای شي.

  9. د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی، افغان پښتون ته ويل کيږي، افغانستان پښتنو جوړ کړی دی، د افغانستان ساتونکي تل پښتانه وو او دي. پښتنو ته په کابل کې افغان غول ويل کېدل. پښتو په پخواني اساسي قانون کې ملي ژبه وه. خو افغانستان بيا هم فارسي ژپی ملک ګڼل کيږي؟ نه، هيڅکله نه. رهين او نور ستميان بايد افغاني پاسپورټونه بېرته ورکړي او خپلو ايراني همژبو ته پناه وروړي.

  10. به اول قدم كشي دلر او بر ويب باني خخه به مننه جه داسي ملي موضوع يي مطر ح كري او به هغه باندي يي خبله علمي بيان ليكلي ده او بياخبلو تولو افغانانو ته كه هغه بارسي زبان دي او كه بشتو زبان او كه هرخوك وي دا ويل غوارم جه مونزه بايد تر زبي خخه مخكي ديني اهميت به نظر كشي ولرو مونزه او ايران او تاجكستان هيخكله هم نشو سره يوه كيدي مونزه الحمد الله سوجه سنيان يوه او كه كوم شيعه ورونه لرو هغه هم هغه سخت دريزه له دينه وتلي نه دي لكه دايران شيعكان اوبل تاجكستان يوه غير اسلامي حكومت لري هلته هيخ اسلامي قوانين وجود نلري نو مونزه بايد خبلي ديني او مقدسي لاسته راورني به خبله به لوي لاس دي تباهي كندي ته ونه غورحه وه به يوه اواز بايد ددغه بي دينه او بي ناموسه او بي عزت دفحشاه ددسكاه جه دفارسي زبي تلويزون به نامه يي كار بيل كيزي كلك مخالفت وكرو او له حكومت وغوارو جه موزه اول مسلمانان بيا افغانان يوه نو خبل دين او وطن نه خرابه وه بايد جه دغه بند شي او دغه كار جي كرزي صاحب كري دا له اسلام او افغان ملت سره يوه نه بشونكي جفا ده او افغان مسلمان ملت له دغو حكمرانانو خخه بوشتنه وكري جه زمونزه ددي تقريبا2 مليونو شهيدانو دي وينو قيمت داشو جه تا به ملك كشي دفاحشي دسكاه وي نسب كري او به سياسي لحاظ كمان كومه جه ايران به لدي لاري خخه سخته بده استفاده به سياسي اوديني مسائيلو كشي وكري او نور اسلامي نري خاصتا" عرب ملكونه جه في الحاله له ايران سره به ديني لحاظ به بته جكره بوخت دي جه يوه مثال يي هم به بحرين كشي باخون وه له افغانانو خخه خفه كري نو زما به فكر افغان حكومت ته به كار ده جه دايران به حاي خبلي اريكي له عربي نري سره نزدي كري

  11. ګرانو ورونو: دا دومره د تشویش خبره نه ده چی ایران تاجکستان او افغانستان د فارسی ژبی یو ګډ تلویزون جوړ کړی دی. که تاسی وګوری په افغانستان کی اکثره خلک د ډش او کیبل نه استفاده کوی چی هغه نه زمونږ د دین او نه کلتور سره برابر دی او بیا خو مونږ په دا خل کی داسی یو خود مختاره تلویزون هم نه لرو چی هغه دی په ریښتنی ډول د افغانستان نمایندګی وکړای شی. نو بهتره خبره خو داده چی په مستقیم ډول به فارسی ژبه نشرات وشی ښه خبره ځکه پښتانه ددی ظرفیت نه لری چی د نورو سره
    ځان سیا ل کړی. پاتی شوه د کرزی کارونه زه نه پوهیږم چی هغه به کوم بنیاد دغه فیصله کړی وی خو دومره ویلی شم چی تر څو پوری په دی طن باندی قندهاریان واکمن وی افغانستان په همدا سی د غرقیدو به طرف روان وی.

  12. یاره بسمله داهم ولوله
    وایی ځینی خلګ یوازی ځان شرموې او ځینی بیا نور شرموی ولی ښاغلی بسمل هم ځان وشرموی او هم نور دا دنوموړی لپاره مرګ دی چی ټول افغانان دی دیوه ماجرا جویه،احسا ساتی،متعصب او خود خوا انسان په صفت پیژنی او په سایتونو کی یی چټیات تر نشر وروسته حذب کیږې او یا هیځ نه نشریږې،رشتیاهم دخپلواکی په نعمت هغه څوک نه پوهیږي چی دنورو غلام وی او دافغانستان وحیثیت او اعتبار ته صدمه رسوی او خائن هغه ځوک دی چی دخپلواکی په معنا نه پوهیږی او دخپلواکی دلاری وپاکو شهیدانو او اتلانو ته توهین او سپکاوی کوې او همیشه بیله دهل اتڼ کوې افغانستان خبلواک او ازاد هیواد دی ولی دغوځینو احساساتی او متعصبو شخصیتونو افغانستان نن ورځ داور کندی ته اچولی دی چی ځینی یی د خرسان په نامه او ځینی یی بیا غواړی دپښتونستان په نامه ټو ټه کړې او دافغانستان استقلال یی دګواښ سره مخامخ کړی دې او لا هم هره ورځ پربل شوی اور باندی دهیواد له دباندی تیل پا شې او دومر جرایت نه لری چی یوځل دخپل پلارنی ټا ټوبی ځخه ځان خبر کړی چی هلته روز مره پرخلګو ځه تیریږې.دبسمل ښاغلی ځخه په احترام یوه وړه پوښتنه لرم چی دخلقیانو په دوران کی چی ته هم دهغو جملو ځخه یو یی افغانستان خپلواک هیواد وو او تا به کری ور ځ دحورا حورا ناری وهلی ولی نن خپلواک نه دې؟

  13. دګران هیواد افغانستان دازادی او استقلال دلاری وټول شهیدانو ته باید داحترام په ستر ګه وکتل شی افغانستان خبلواک هیواد دی او هیځوک دهغه خپلواکی ور ځینی اخستلای نه شی هر ځوک چی دا وایی افغانستان خپلواک نه دی هغ اصلا ځان افغان نه ګڼی

  14. دبسمل لیکنه دافغانستان وبحرانی وضعیت ته دلمن وهلو په معنا دې او داسی په زهرو ککړی لیکنی افغانستان دبربادی او نابودی کندی ته نور هم ټیله کوې،داخبره په مطلق ډول غلطه ده چی افغانستان په شمال،جنوب،غرب،او شرق باندی وویشل شې دا مفکوره غلطه ده که په شمال کی افغانان مړه کیږی باید خوشحاله شو او که په جنوب کی وژل کیږی باید خفه شو افغان په شمال او جنوب کی یو افغان دې ښاغلی بسمل په دغه لیکنه کی بیا هم داحساساتو ځخه استفاده کړی ده دافغانستان په شمال کی هم ډیرو بیکناه خلګ د خاوری ددښمنانو په توطیو او دسیسو کی قربانی شوی دی او روز مره قربانی ور کوې چرګی ځه چی حتی کلی او کورونه یی دجنوب په شانی دخاورو سره مخا مخ شوی دې، پورته ښاغلی صمد صاحب اشاره کړی ده فکر کوم کفایت وکړی که دشمال دغه نژدی تلفات حساب کړو ډیر وخت نیسې،بسمل ددی پر ځای چی قومی اختلافاتو ،قومی تبعیض او ژبنی تغصباتو ته لمن وهی باید دافغانستان یو والی او ملی وحدت ته کار وکړې دی ته باید دبسمل په ګډون هیځ افغان خوشحاله نه وی چی خدا نا خواسته افغانستان ټو ټه ټو ټه شې

  15. کاکړ صاحب هیله ده زما سلا مونه ومني،ستا داخبره در سره منم چی افغانستان باید په جلا جلا ټو ټو ونه ویشل شي ولی دپښتونستان داعیه دافغانانو حق دی چی باید ازاد شي،زه دداسی متعصیبونو لکه بسمل او یا هم حافیظ منصور له نظریاتو سره مخالف یم چی یویی دافغانستان استقلال نه منی اوبل یی وایی زه افغان نه یم،مونږ ټول که پښتانه،تاجک او یا نور ملتونو او قومونه باید دلوی افغانستان لپاره چی خښته یی لوی احمد شاه بابا یښي ده کار وکړو او دخپل استقلال ځخه چی غازی امان اله خان اعلان کړی دی په کلکه دفاع وکړو،دبسمل لیونی او حافیظ منصور لیونی خبری باید پرمو نږ افغانانو منفی تا ثیر ونه کړې

  16. زه هک حیران شوم چی یوه افغان دبسمل په نامه څرنګه لیکلی دی چی په شمال کی خو یو چرګ هم وانه لوزول شو دا ځه قسم وجدان دی چی له مرګه مزی اخلی او دشمالی خلګو په مر ګ خو شحاله کیږې ؟ایا د دهیواد دشمال خلګ انسانان او افغانان نه دی که څرنګه؟ای بسمل په ستر ګو ړوند او په غوږړ ګڼ یی دبغلان قند فابریکی بیښه دی دوه کاله مخکی له یاده ووتله چی تر ۲۰۰ زیاد تنکی دمکتب شاګردان په هغه کی شهیدان شول ایا هغه افغانان نه وو، یو کال مخکی دقندوز والی دجمعه دلمانځه پرمحال دګڼ شمیر نورو مسلما نانو سره شهید نه شو،هیله لرم په دغه چټله لیکنه دشمالی له خلګو معذرت وغواړی او که نه تاسی باید یو ځانګړی محکمی له لاری په دغه لیکنه محکوم شې.

  17. ba hama afghanha ehteram bayad shawad agar dar shamal ast wa ya ham dar jonob.

  18. پښتانه انتقام جویه نه دی،هر ځوک چی داسی لیکنی کوې او یاهم انعکاس ور کوی هغوی دپښتنو ستر دښمنان دي او دپښتنو دسپکاوی او بدنامی لپاره یی ملاوی تړ لې دې،انتقام جویه،احساساتی،متعصب او نژاد پرستان هیځ کله داصلو پښتنو په قطار کی نه حسابول کیږې،ځوک چی دپښتنو په نامه دځان په نفع شخصی ګټي پورته کوې هغه به همیشه شرمیدلی او مخ توری وې لکه چی شوی دې