د پښتونخوا د چارسدې په ولسوالي کي د دوو چاودنو له امله شاوخوا ٨٢ پوليس وژل سوي او د شپېتو په شاوخوا کي ټپيان دي.
د پښتونخوا چارواکي وايي پېښه د چارسدې د شبقدر په علاقه کي هغه مهال رامنځته سوه چي په موټر کي ناست ځانمرګي د ايف سي پوليسو د ټرينينګ پر مرکز حمله وکړه.
د چارواکو په وينا په موټر بم پسې يوه بل ځانمرګي چي پر موټرسايکل ناست وو د پوليسو مرکز ته ننوتلى او هلته يې ځان وچاودئ.
راپور وايي تر پېښي وروسته د شبقدر بازار ټول تړل سوى او اضطراري حالت اعلان سوى دئ.
بلي خوا ته ډاکټرانو رسنيو ته ويلي چي په ټپيانوکي د ځينو کسانو حالت د اندېښنې وړ دئ چي ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېر سي.
حکومت وايي په ياد سوي مرکز کي ځوانانو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې او عامه نظم د ټينګولو زدکړي ورکول کېدې.
بلي خوا ته د قبايلي طالبانو وياند د دې حملې مسئوليت اخيستى او ويلي يې دي چي دغه حمله يې د اسامه بن لادن د غچ اخيستني په موخه کړې ده.