کور / تازه خبرونه / فضل هادي مسلم يار: په افغانستان کي سوله د ګاونډيانو سره تړاو لري

فضل هادي مسلم يار: په افغانستان کي سوله د ګاونډيانو سره تړاو لري

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم يار وايي چي که ګاونډيان وسله والو ته ځايونه او تجهيزات ور نه کړي ، په افغانستان کي نوره ستونزه نسته او افغانستان به ډېر ژر د سولي خاوند سي . د مشرانو جرګې مشر وايي چي په پاکستان کي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د وسله والو ځاى څرګند سوى .
نوموړى وايي چي بهرنيان دي د عملياتو پر ځاى افغان فوج ته زده کړي ورکړي او تجهيز دي يې کړي تر څو خپله وکړاى سي د سرحداتو اوسيمو امنيت ونيسي .