کور / هراړخیز / په لراوبر کي د يوه راپور په اړه

په لراوبر کي د يوه راپور په اړه

دوی ورځی پخوا می په لرو بر کی د ښاغلی وحید راپور ولوسته چی ویلی وو د افغان ملت ګونډ په دری ډلو ویشل شوی، د انورالحق ډله،د شمس ډله او د واکمن ډله ماته دا جالبه وه چون د افغان ملت یو نوم پاتی وو او فعالیت یی نامحسوس د ملت د سرنوشت په اکله وو خو بیا هم په افغانی ټولنه کی یو رسمی ګوند ده، مګر یو ټولنپال ولسواک ګونډ او دری ډلی او دری مشران؟؟؟؟


په نتیجه د یو بحث ښاغلی واکمن د افغان ملت ګوند په اړه وفرمایل:


په دی ورځو کښی د فیسبوک په مخونو کښی یو لړ خبری نشر شوی چی باید حقایق څرګند شی!


دی وویل چی حزب په دری ډلو ویشل شوی نه ده یواځی د ګوند د بی تکلیفی په باره کی اختلاف شته.


دی وویل: دتیر میلادی کال د دسمبر په ۱۵  او  ۱۶ له ټول افغانستان نه په کابل کښی ۱۴۴ تنه د ګونډ ملګرو ګوندی جرګه وکړه او د ګونډ په باره کښی یو لړ پریکړی وکړی. ښاغلی احدی بر طرفه شوی نه ده بلکه د هغه څلور کلنه دوره پای ته رسیدلی وه او هغه ونشو کولایچی لویه غوڼډه (کنګره) دایره کړی


نور د دی دپاره چی ګونډ بی سرپرسته پاتی نشی یو موقتی۲۵  کسیزه عالی شورا وټاکله او داکتر امین واکمن یی د موقتی مشر او عبدالعلی اریمل یی سر منشی وتاکه.


واکمن وویل: هر کله چی ګوندی لویه غونده (کنګره) دایره شی بیا به د ګونډ د رهبری کدر تاکل کیږی


د مرحوم شمس ډلی یو شمیر غړی له نوی جریان سره یو ځای شوی یواځی په ګتو شمیر کسان یی تر اوسه له جریان سره یو ځای شوی نه دی، هیله ده چی ژر هغوی هم سره یو ځای شی.


زمونږ مشکل دادی چی احدی د کرزی د حکومت وزیر وو او په هیڅ ملی موضوع باندی نظر نشو سرګندولی ،له دی امله په ملی او بین امللی موضوعاتو کښی ګونډ هیڅ دریځ نه درلود، یو ملی ګونډ باید


په ټولو موضوعاتو کی کلک او روښانه دریز ولری.


ښاغلی واکمن اضافه کړ او وویل: کمونستانو زمونږ د ګوند ۱۲۰۰تنه غړی شهیدان کړ،او یوازی د کراړی په قتل عام کی د کونر بندی خانی نه ۲۵ تنه افغان ملتیان وویستل شول او قتل عام سول ، همدا راز  حکمتیار، مولوی خالص او آی اس آی زمونږ ګند شمیر ملګری شهیدان کړل.


واکمن صاحب په آخر کی وویل: مونږ دیر قربانی ورکړی او او ګوند بی سرنوشت نشو پریدلی،دا یو ملی ګوند دی او باید فعاله ګوند وی او د ملت په سرنوشت کی باید برخه ولری.


په درناوی