کور / تازه خبرونه / هلمند : د ولايت مقام سره د ٢٧ عرادو موټرانو مرسته سوې

هلمند : د ولايت مقام سره د ٢٧ عرادو موټرانو مرسته سوې

د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په دې ولايت کي مېشت د ولايتي بيارغوني ټيم د هلمند ولايت مقام سره د ٢٧ عرادو موټرانو مرسته وکړه . ياد موټران د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د هلمند ولايت مقام ته وسپارل سول . په دې مراسمو کي د دې ولايت والي ګلاب منګل دا يو پر ځاى کار وباله او زياته يې کړه چي د ياد شمېر موټرانو څخه به اووه عرادې د عدلي ارګانو په واک او پاته نور شل به د دې ولايت نورو ادارو ته ورکړل سي .