وټو لوته ورځ تر بلی روښانه کیږی چی امریکا یان او ددوی نور بین المللی دوستان خپلی بیستری تړی او په حرکت د وتلو کښی دی . خدای دی زموږ پر دی ملت ورحمیږی هیڅوک نه پو هیږی چی بیا به په دی ملک کښی د ټوپک سالارانو او غلو تر منځ کوم اړودوړ او بوز کشی شروع سی.
امر یکان او ددوی ملګری خو خپل هدف ته ورسیدل هغه هد ف چی د بن لادن دالقاعدی د تروریستی شبکی د مشر وژل وه هغه یی هم د امریکا د خلګو د قناعت او د اینده انتخاباتو د پاره دیوه ښه دلیل د پیدا کولو په خا طر او دخپلو وتلو دمحا ل ویش دپاره چی وخت یی نور هم په افغانستان کښی دخپلو وتولو دپاره راکم کړی؛ او دغه پروژه یی په کار واچول په دی خاطر چی نور نو د بن لادین دپاره کومه اړتیا نه وه . او له بل طرفه یی په جریان دلسو کالو کښی ډیر ښه تجارت هم زموږ د خلګو د وژولو له لاری وکړی هغه داچی ټوله هغه مصارف چی په نظامی ډګر کښی یی ولګول او هم داډول هغه مصارف چی یی وافغان دولت ته ددو لتی ساختار دجوړولو له پاره ورکړل دا ټوله پیسی دامریکا د خلګو دما لی پیسی وی چی هغوی د خپلو ګټل سویو پیسو څخه هر کال یوه اندازه و دولت ته د مالی په شکل ور کوی.
خو اساسی سوال دادی چی ددغه تجارت مهم ټکی او هدا ف پر څه وه او چا پدی کښی ګټی تر لاسه کړی؟ ؛ سالم عقل حکم کوی ؛ کوم وخت چی امریکا یانو بن لادین ۱۱/۹/۲۰۰۱ پر امریکا باندی د تروریستی حملی مسول وګنی او دهغه دپیدا کولو او یا وژولو په خا طر یی پر افغا نستان او اعراق باندی نظامی حملی تر سره کړی ؛ نو ددوی څخه پوښتنه ددی څوک کوی چی ایا پنځه کاله چی بین لادین په یوه داسی محفوظ ځای کښی ژوند تیر کړی چی هلته دی په ډیر مصون ډول سره بدون دکوم تحدیده او بدون دکوم تعقیب نه ژوند وکړی چی د هیچا هم ودی ته فکر نسی چی د نظامی اکاډ می و څنګ ته په اسلام آباد کښی په مصون ډول دیوه نظامی اوسیدونکی په شکل. آیا د امریکا هغه دوښمن چی امریکا یان په ټوله نړی کښی په هغه پسی لس کاله ګرځیدل؛ او بل اخیره یی هم هغه په اسلام آباد کښی دیوی نظامی اکاډومی سره نژدی پیدا او بدون دآی.سی.آی له اطلاع څخه هغه مړ او دهغه دمرګ اطلاع یی په مطبوعاتو کښی خپره کړه ؛ د ا د مکان څخه وتلی خبره ده چی د پاکستان دولت او د پاکستان د جا سوسی دستګاه دی پری خبره نوه ؛ حقیقت بل څه دی هغه داچی بین لادین یی دهمدی ورځی په خا طر سا تلی وه ددواړو مخفی دستګاو تر منځ په ډیره غټه پېمانه ا ړکی موجو دی وی په مطبوعا توکښی چی اوس دامریکی او پاکستان تر منځ ملامتیا پر یو اوبل لویږی دا تنها دعامه ذهنتو د موشوش کیدو به خاطر بل کوم دلیل وجود نلری. او دوهم حقیقت دادی کوم وخت چی امریکا یی دولت د بین لادین د محکمی غوښتونکی وه نوبین لادین خو په یوه موستریع ځای کښی ژوند کاوه ا وهلته خو دده سره داسی تصور او فکر هم نه ور لوېدی چی دی به په یوه داسی حالت کښی له منځه ځی ځکه چی بن لادین مسلحه نه وه نو هلته دخپل ځان مصون احساساوه او د سلاح ضرورت یی هم نه کاوه او دخپلو او لادو او ښځی سره یی یو ځای ژوند کاوه دا هغه دلاایل دی چی مستقم ددغه حا لت سره تړلی دی نو بیا یی د وژلو پر ځای احتمال د ژوندی نیولو ډیر درلودی نو بیا یی ولی مړ کړی؟ کیدای سوای چی د امریکی ددولت د وعدی سره سم چی پخوانی ریس جمهور جورج ډبل بوش د امریکی و خلګو ته ویلی وه او وعده یی ورکړی وه چی موږ به بین لادین ژوندی او یا مړی یی پیداکوه او محکمی ته به یی را حا ضره وه چی دهغو درو زرو امریکا یا نو دوژولو جواب ورکړی او محکمه کړاسی ؛ بین لادین یی په دی خاطر مړ کړی چی که بل فرض ژوندی یی نیولای وای احتمال یی زیات درلودی چی دمحکمی د تحقیق په جریان کښی هغه پټ رازونه او اسرار چی د سی.ای.آ او بین لادین تر منځ د۱۹۷۹ کال را په دی خوا بیا دده تر مرګ نه مخکی موجود وه هغه ټوله دتحقیق په جریان کښی رسوا سوی وای نو په دی خاطر یی بین لادین له منځه یوړی چی له یوه طرفه د امریکا یانو قناعت ور حاصل کړی او له بل پلوه په ملی او بین المللی سطحه دا وټولوته اعلان کړی چی زموږ وظیفه نوره په افغانستان کښی پای ته ورسیده بین لادین مو دادی اوس لمنځه یوړی. اوس واضع سوه چی امریکا یان د بین لا دین دپاره وافغانستان ته نه وه راغلی بلکی د هغو سرما یدارانو د مالو د خر څولو په خاطر راغلی وه کوم چی هغه مالونه په امریکا کښی د سرما یدارانو په فابریکو کښی تولید سوی وه او یا تولد د یږی چی هغه دمثال په ډول ټوله خواراکی ؛مواد البسه ؛ نظامی مهمات او نور تجهذات چی داټول دهغه ټکس په پیسو دسرمایدارانو څخه رانیول سول ټول مصارف چی دوی په مطبوعاتو کښی نشر کړل دوه نیم ټریلیونه ډالره کیږی دلسو کالو په جریان کښی د افغانستان په دغه جګړه کښی مصرف سول چی داهم داستعمار هغه شکل دی چی د جنګ له لاری خپلی منافع لاسته راوړی خو داچی دوی ولی دغه بازی پرنیمایی پریښودل او د امریکی ریس جمهور اوباما یو کال مخکښی دخپلو وتولو محال ویش تعین کړی هغه داخلی او خاریجی انګیزی لری؛ داخلی انګیزه داده چی به اوسنی دولت کښی دافغانستان نور توان ددی نه وینی چی نوره سرمایه ګذاری پکښی وکړی ځکه چی د خاریجی فشار عامل هم پر داخلی اوضاع مستقم تاثیر اچوی چی هغه عبارت ددی دی چی پخپله په داخل کښی هم یو تعداد عناصر وشمال او جنوب ته لمن وهی چی په نتیجه کښی خپله بین المللی ټولنه هم غیری مستقم ددغه نوع طرحی څخه دفاع کوی چی دا په نهایت کښی دا مانا لری دیوه طرفه غواړی چی خپلی ستراتیژیکی ګټی یی داینده دپاره ساتلی وی او دبل طرفه غواړی چی طالبان دجنګ نه لاس واخلی او ودولتی سیستم ته یی را ګډ کړی ؛ او دبل طرف نه غواړی چی دروسی خوا ور بده کړی؛ نو دا د امریکی هغه فیصله وه چی نور غواړی دافغانستان څخه دخپلو وتلو دپا ره قانونی لاره جوړه کړی چی بیا سبا څوک په ملی او بین المللی سطحه د شکست تحمت پر ونه لګوی.
لندن ۱۰/۰۵/۲۰۱۱