د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلې ليکي چي تېره ورځ يې د افغانستان په لوېديځ کي د ماين چاودني يو عسکر وواژه خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل .
دا د يادو ځواکونو دوهمه خبرپاڼه ده چي د خپلو دوو سرتيرو د وژل کېدو خبر د افغانستان په لوېديځ کي ورکوي .
د مى د مياشتي په روانو لسو ورځو کي دا شپږم بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند د لاسه ورکوي .