منبع: النخیل خبري اژانس
نېټه: ۱۶/۲/۱۳۹۰
ژباړن: محمد نسیم پسرلی
صدام حسین د سعودي عربستان پاچا ته په یوه لیک کې دا منلې وه چې د امریکا د لوبو آله وه.
د النخیل خبری اژانس د راپور له مخې، د عراق دیکتاتور صدام حسین په دې اقرار کړی وو چې امریکایانو له هغه سره د ايتلاف اعلان کړی وو خو دی د هغوی په لاسونو کې د هغوی د پروګرامونو د عملی کولو یوه وسیله وګرځېده.
صدام حسین په دغه لیک کې زیاتوي: ما د ۱۹۹۰ کال د جولای؟ په پنځه ویشتمه په عراق کې د امریکا له سفیر سره وکتل. امریکا د دغه سفیر پواسطه پر عراق د برید لپاره ما ته شین څراغ راکړ. سفیر مسکا وکړه او ما ته یې وویل: موږ له عربو سره ستا د ستونزو یا هم د کوېټ د ستونزې په اړه هیڅ نظر نه لرو. زه په دې پوه شوم چې زموږ او د امریکا ګټې یو دي.
د عراق دیکتاتور په لیک کې لیکي: ما ګومان وکړ چې زموږ او د دوی ګټې سره یو دي، یوه اونۍوروسته ما کوېټ اشغال کړ. خو دې (حرامیانو) خپل نظر ته تغییر ورکړ، دوی پر ما داسې برید وکړ چې په تاریخ کې نه وو لیدل شوی او بغداد یې په دوزخ تبدیل کړ. هغوی د العماره په نامه کلا په نښه کړه او هغه ښځې او ماشومان یې ووژل چې هلته یې ژوند کاوه. زموږ زېربناوې يې په پوره ډول ویجاړې کړې. بیا یې پر عراق اقتصادي بندیزونه ولګول او په سلګونو زره ماشومان یې په عراق کې ووژل او وروسته له هغه يې په ۲۰۰۳ کال کې عراق اشغال کړ او زه یې بندي کړم. عراق یې په کامل ډول زما دښمنانو ته وسپاره.
صدام زیاتوي: زه دا لیک ځکه یوازې تا ته لیکم چې د عربو په حاکمانو کې ته یوازې د دې وړ یې، ځکه چې د عربو نور حاکمان د امریکا په لاسو کې یوازې د لوبو وسیلې دي. نوموړی لیکي: عبدالعزیزه! زه تا ته د امریکا په اړه خبرداری درکوم، تا ولیدل چې امریکایانو له ما سره بدترین خیانت وکړ. نن ته له دوی سره په داسې یوه ايتلاف کې یې چې دوی ورته په هیڅ شي قایل نه دي، او هر کله چې دوی وغواړي تا به هم خپل دښمن وبولي او هماغه کار به درسره وکړي چې له ما سره یې وکړ، داسې چې ما وژني تا به هم ښایي ووژني، ستا خلک هم ښایي ووژني، ستا نفت هم غلا کوي او د ښځو عزت دې هم ښایي یوسي.
د دې لیک د لیکلو علت دا دی چې د عربو ځوانان په خپل واک کې لرې. دغه ځوانان جذب کړه تر څو که دښمن درباندې راځي چې دوی اماده اوسي. فساد مه کوه، دغه ځوانان ستا پر اوږو امانت دی، او دغه ځوانان هغه خزانه ده چې د عربو نور واکمنان يې نه لري.