لیکوال : اریک مارګولیس
ژباړن : نثار احمد صمد
امریکایان پر خپل « ملګری » پاکستان باندی په ایبټ آباد کی د اسامه بن لادن د ځالی په کشفولو سره چی د پوځ تر پزی لاندی یې شونډان چړپول ، ډیر په قهر دي . د امریکا خښمېدلیً حکومت ، دولتی چارواکي او پارلمانی استاځي پاکستان په دوه مخۍ ، درغلۍ او بې ایمانۍ سره ترټی .
د ویکی لیکس په تازه رسواینه کی یو امریکایی دیپلومات د پاکستان استخباراتی شبکه یعنی آی اس آی یو « تروریسټی جوړښتون » بللی دی .
هو ، پاکستان په رښتیا هم په یو سرځوړیزه حالت کی قرار لری . د زرداري حکومت او پاکستانیً پوځ په دې متهم دي چی د بن لادن په هکله یا خو بې کفایته او یا هم دوه مخه دي . نو ځکه خپلو ډبولو ته دوام ورکوي .
امریکایان خو د بن لادن د وژلو د خبر په اورېدو سره په کوڅو او واټونو کی د خوشالۍ نڅاوی کوی ، خو داسی ښکاری چی هغوی د دغه سړي پر ضد د خپل هغه څه کم لس کلن جهاد څخه ښه خبر نه دي چی امریکا ته په ۱٫۳ ټریلیونو ډالرو تمام سوی او هېواد یې په دوو نیمو جګړو کی را ګیر کړی دی [ چی یوه د افغانستان او دوهمه د عراق او نیمه هم د لیبیا جګړه ده ـ ژباړن ] .
په ۱۹۹۰ لسیزه کی د بن لادن هغه لوړه او قسم چی ویلی یې وه امریکا به مفلیسه او ډېوالی کوی ، تر ډیره حده عملی هم سوه . د ده هدف په اسلامی نړۍ کی تر لویدیځی پالنی لاندی دیکتاتورانو نسکورول او د سیمی څخه د امریکا شړل و .
د واشنګټن دا جشن د خپلو هغو درواغو له امله ډیر ژر بدمرغه سو چی ویې ویل بن لادن بې وسلې و او بل دا چی د مافیا غوندی یې د هغه جسد په سمندر کی ډوب کړ .
دا تقریبأ د منلو وړ نه ده چی پاکستان دي د نړۍ تر ټولو ډیر مطلوب سړي څخه چی د هغوی پوځی اکاډیمۍ ته نږدې پټ و ، خبر نه درلود حال دا چی سي آی اې له شکه وتلې په خبره وه .
د غرنیو ناوړه سیمو له پاسه په کښته پرواز کی د امریکایی هلیکوپترونو په کشفولو کی د پاکستان د هوایی دفاع ناکامۍ دوې کلیدی پوښتنی را پیدا کړي دي : آیا پاکستاني پوځ د بن لادن د نیولو لپاره امریکا ته شین څراغ لګولی و ؟ مهمه لا دا چی آیا امریکا یا هند به وکولای سی چی په کټ مټ برېښنا ډوله هوایی حمله سره د پاکستان اټومی وسلې تباه کړی ؟ که څه هم واضح نه ده ، خو د تیری اوونۍ امریکایی زړه وري حملې وښوول چی هغه خوږېدونکی یا د یرغل وړ دی .
واشنګټن ادعا کوی چی موږ بن لادن د هغه د یو ډاګي یا احوال وړونکي په تعقیبولو سره پیدا کړ . خو داسی راپورونه هم سته چی د بن لادن دغه کور اصلأ د افغان استخباراتو لخوا معلوم سوی و چی د پخواني کمونیسټی خاد شبکې د تاجکو ایجنټانو په تسلط کی دی . دا ځکه چی بن لادن د هغوی اتل یعنی احمد شاه مسعود چی د شوروی پټه « سرمایه » وه ، وژلی و نو ځکه دﺉ هم د هغوی د انتقام وړ اول نمبر هدف سو .
د آی اس آی د اوږدې مودې یو کارمند چی پاکستان ته به زما د هر ځل ورتګ معلومات د خپلو آمرانو لخوا ورکول کېدل ، د دې تیاره او مبهم کاروبار یو بل اړخ هم واضح کړ .
د ۲۰۰۱ په وروستیو او د ۲۰۰۲ په لومړیو کی د وخت پاکستانیً ولسمشر پرویز مشرف امریکا په دې تهدید کړ چی که د امریکا اخطار ته پر ګونډو نسی : یعنی دا چی که امریکا ته کلیدی هوایی اډې او فضایی قلمرو او بندرو نو ته لاس رسي ورنکړی ، د خپل پوځ څخه ۱۲۰۰۰۰ کسان د امریکا خدمت ته وقف نکړی ، آی اس آی د امریکا په کنټرول کی را نه ولی نو پاکستان به داسی بمباري کړی چی « ډبرین عصر » ته به یې په شا بوزی . او ځنی وغوښتل سوه چی پر طالبانو یعنی په افغانستان کی به د پاکستان پر کمونیسټی ضد مؤکلینو حمله کیږی .
د پاکستان آی اس آی او د هغه پوځ د ټولو هغو لوړو افسرانو څخه تصفیه سو چی د پنتاګون په نظر ډیر اسلامپاله یا د امریکا د غوښتنو په وړاندی بې پروا وو . ځکه نو آی اس آی تر ډیره حده په سي آی اې پوری وتړل سو . ډیر پاکستانیان په دې فکر دي چی هېواد یې د سپټمبر تر حملې وروسته اصلأ د امریکا په اشغال کی و او همدا نن هم همداسی دی .
خو د دې سره سره د آی اس آی یو څو خورا دننه پټ واحدونه ، یعنی هغه چی په افغانستان کی یې د شوروی پر ضد اوږد مهاله پټ جنګ پر مخ بېوﺉ ، همداسی روغ پاته دي . زه د دې مخفی جنګ د دغو یونټونو څخه د لومړني لویدیځ خبریال په توګه هماغه مهال د آی اس آی لوی ریًس اختر عبدالرحمن خبر کړﺉ وم .
نو ښایی چی د هماغو پټو واحدونو څخه به یوه یې تقاعد سوﺉ اسامه بن لادن د افغانستان څخه د امریکا تر وتلو پوری ساتلی و . په دې قضیه کی به ښایی بن لادن هغه وسیله وه چی په ذریعه به یې پښتانه یعنی هغه قبایل راټولول چی زیاتره د جنګ د اتل په توګه د ده عزت کوی ، او همدا نن په افغانستان کی د هغو سنګر ناستو کمونیسټی تاجکو او ازبکو پر ضد جنګیږی چی د پېغور له مخی د امریکا ملګري سوي دي .
د آی اس آی لوړ افسران هیڅ په دې ګروهه نه دي چی د سپټمبر د یوولسمی حمله د بن لادن کار و ، بلکی د اسلامی نړۍ کی هغه پراخه مفکوره منعکسوی چی وایی دغه له جنایته ډکه حمله اسراییلو او پخپله د امریکا ښیً لاسو جمهوریت غوښتونکو طرح کړې وه . امریکا د درېیمی نړۍ ټول د پوښتنی وړ او شکمن جلا وطنه پخواني افراطیان په خپل کتابتون کی ساتلي دي . نو پاکستان ولی دغسی ونکړی ؟
یوه غټه « ولی دغسی ونکړی » هم د واشنګټن لخوا د پاکستان د سر غوښتنه ده . د پاکستان کمزوره او ضعیف حکومت مګر پیاوړﺉ او غښتلی پوځ یې کاملأ د امریکا په بلیونونو ډالرو مرسته پوری تړلي دي . امریکا د پاکستان سره دا ژمنه کړې چی که ښه رویه ولری ، نو په راتلونکو پنځو کالو کی به اووه نیم ( ۷٫۵ ) بلیونه ډالره ورکړی .
خو د امریکا کانګریس د دې غیبی خزانې د ختمولو ګواښ کړی دی . مګر د دې سره سره ، امریکا په افغانستان کی د پاکستان له مرستی پرته جنګ مخته نسی وړای . نو ځکه به د دې پیسو ستره برخه همداسی ور روانه وی .
هو ، د توپک په زور به د پاکستان سره د امریکا دغه واده لږ تر لږه د نورو دیرشو کالو لپاره دوام ولری . پای