کور / سياسي / په کندهار کې دبېړني (اضطراري حالت)داعلان امکان

په کندهار کې دبېړني (اضطراري حالت)داعلان امکان


د خبريال ويبپاڼي څخه په مننه

 په کندهار کې دبېړني حالت دجوړېدولپاره پر منصوبه په ۲۰۰۷ کال کې کار پیل شو. هغه مهال زه په کندهار کې دبي ،بي سي راډیوخبریال وم اوپه ځینو برخو کې ددغې منصوبې عیني شاهد پاتې شوی یم . پرېکړه داوشوه چې ددغې منصوبې پیل به له کندهاره کېږي او وروسته به په لومړي قدم کې سویل لوېدیځه حوزه اوبیا ډېري نوري(ناارامه) پښتني سیمي په بر کې نیول کېږي .


ټاکل شوې وه چې دبېړني حالت تر اعلان سمدستي وروسته به لومړی پر ټولو آزادو رسنیو بندیز لګول کېږي او بیا به دځینو مرستندویه ټولنو کارونه ځنډول کېږي .


اساسي قانون به لغوه کېږي او ټولي هغه پرېکړي به کېږي چې دبېړنیو حالاتو دقانون له مخي یا دمسئولو چارواکو له لوري دشویو پرېکړو پر بنسټ کېږي .


(ددغې موضوع ځیني پاخه اسناد هم زه په لاس کې لرم او که چېرته ضرورت شو له تاسو درنو لوستونکو سره به یې شریک کړم .)


خو دا هغه وخت وو چې ددغه فکر تر تخلیق وروسته په کندهار کې امنیت دلږ وخت لپاره سم شو او پر دغه منصوبه پیل شوی کار بیا وځنډول شو. هغه مهال مافکرکاوو چې ددغې منصوبې دځنډ کار ښايي دامنیت سره تړل شوی وي . خو اوس داسي ښکاري چې دبېړني حالت دنه اعلانېدو تر شا ځیني نوري پټې خبري هم وې چې اوس یې څرک لېدل کېږي .


ځیني شواهد ښيي چې په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په سویل کې دبېړني حالت داعلان لپاره لاره پرانیستل کېږي  . پیل به دتل په څېر له همدغه بې وزله کندهاري ولس نه کېږي او بیا که په کندهار کې داتجربه بریالۍ وه نو نورو ولایتونو ته به غځول کېږي .


دافغانستان داساسي قانون په دې اړه په (۲۴۳)ماده کې وايي:


«كه دجګړې، دجګړې د خطر، وخيم اغتشاش او طبيعى آفاتو او يا ورته حالت له امله د خپلواكۍ او ملي ژوند ساتنه له هغه بهير څخه چې په اساسي قانون كې ټاكل شوى، ناشونې وګرځي د جمهور رئيس له خوا د ملي شورى په تاْييد د هېواد په ټولو او يا ځينې برخو كې اضطرارى حالت اعلانېږي. كه اضطراري حالت تر دوو مېاشتو زيات دوام ومومى د هغه د اوږدولو لپاره د ملي شورى موافقه شرط ده.»


هوداسي ښکاري چې اوس په کندهار کې حالت دې ته جوړ شوي چې لومړی باید په دغه ښار کې بېړنی حالت اعلان کړل شي .


زه دکندهار امنیت ته ډېر ژور ځکه نه ځم چې لیکنه به پرتاسو درنو لوستونکو وغمېږي ،البته یوازي ددې تېرو څو نا امنه داسي پېښو یادونه کوم چې تر اوسه یې بېلګه په افغانستان کې نه ده لیدل شوې .


لومړی دا چې دکندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد چې په اصل کې هم ددغه ښار اوسېدونکی وو د(۲۰۱۱م کال داپرېل پر ۱۵ نېټه) په خپل دفتر کې یوه ځانمرګي برید کوونکي ووژلو . دا یو داسي قوماندان وو چې دپولیسو سره سره یې په کندهار کې دیوې لويي قبیلې نمایندګي هم کوله . په هر حال داچې دپولیسو قومانان وو نو دا اټکل په کندهارغوندي ښار کې ځکه لا له وړاندي کېده چې دکابل امنیه قواندان جنرال محمد اکرم خاکرېزوال هم په هم دغه خپل پلارني ښارکندهار کې د (۲۰۰۳کال دجون ۱ نېټه ) هم ووژل شو.


دروانوناامنیودځنځیر په کړیوکې د(۲۰۱۱م کال داپریل پر۲۵نېټه) وسله والو طالبانو په یوه داسي تخنیک دکندهار زندان مات کړو چې دا عمل بې ساری وو او دافغانستان په تاریخ کې دزندانیانو دداډول تېښتي او په دومره لویه شمېره چې شاوخوا ۵۰۰ کسان کېدل نه دي تر سترګو شوي . په هر حال تردې به هم ځکه تېر شو چې یوځل وړاندي هم دکندهار له زندان څخه په تقریبآ همدومره شمېره طالب زندانیان تښتېدلي وو خو فرق دادی چې هغه ځل طالبان دټوپک په زور او داځل دیوه ژور فکر او تخنیک په زور ووتل .


ښايي ددې پړه افغان امنیتي لوړپوړي چارواکي یوازي پر استخباراتو ورواچوي او وویايي چې استخبارات قوي نه وواو یا هغه ځیني نوري بهانې چې لا له وړاندي دوی یادي کړې دي .


البته داوسنۍ پېښي په اړه چې په کندهار ښار کې وشوه افغان امنیتي چارواکي څه دلیل لري ؟


ایا استخبارات کمزوري وو؟


که ځواب هو وي نو بیا ولي په دغو نورو پېښو کې داستخباراتو دقوي کېدو هڅي ونه شوې ؟


خیر استخبارات یا ملي امنیت یې کمزوری خودنړۍ والې ټولنې زورور ځواکونه چېرته وو چې په کندهار کې عملیات ترسره کړي ؟


بیا به هم درانه چارواکي وايي چې عملیات خو وشول او دکندهار دښاغلي والي توریالي ویسا په خبره دعملیاتو په ترڅ کې دښمن له مقاومته ولوېدو.


درنو لوستونکو!


ښايي په تاسو کې به ځینو دکندهار نه وي لیدلی . په اټکلن پنځه یا شپږ کیلو متره مربع دغه واړه ښار کې وسله والو طالبانو پر یوه وخت ولایتي ودانۍ ، دپولیسو دروزنې مرکز. په چاوڼۍ کې په افغانستان کې د(سي ،آی ،اې ) یوه لوی مرکز ته څېرمه چې دطالبانو دمشر ملا محمد عمرپه پخواني کور کې جوړدی پر امنیتي حوزه برید، همدارازدکندهار ترټولو پر حساسه اداره ملي امنیت برید خدای شته دچارواکو لپآره ډېر شرموونکي دي .


سمه ده بریدونه وشول ، جګړه ده داسي به کېږي هغه دچا خبره چې «په بازیو کې بنګړي ماتېږي» خو دا چې دا جګړې شا وخوا دېرش ساعته دوام وکړو دا دمنلو وړنه ده . پوره دېرش ساعته دکندهارښار په ګرین زون سیمه کې چې دملي امنیت له ریاست څخه شاوخوا دوه سوه متره ،دولایتي شورا څخه سل متره او دافغان ولسمشر حامد کرزي دکندهار له کوره ۴۰۰ متره لیري ده طالبانو مقاومت وکړو.


ایا دا بېړني حالات ته لارهوارول نه دي نو نور څه دي ؟


بېړنی حالت دڅه لپاره ؟


په بېړني (اضطراري )حالت كې ولسمشركولاى شي چې د ملي شورى، د سترې محكمې د رئيسانو تر تاْييد وروسته د اساسي قانون لانديني حكمونه وځنډوي او يا قيود پرې ولګوي :


۱. د اووه وېشتمې مادې دويمه فقره.
۲. شپږ دېرشمه ماده .
۳. د اووه دېرشمې مادې دويمه فقره.
۴. د اته دېرشمې مادې دويمه فقره.


بله دا چې په بېړني حالت كې ولسمشر ولاى شي د ملي شورى او د سترې محكمې له رئيسانو سره په مشوره د ملي شورى ځينې صلاحيتونه حكومت ته انتقال كړي.


دافغانستان اساسي قانون په ۱۴۷ ماده کې وايي :


«كه چېرې د جمهوري رياست دوره او يا دملي شورى تقنيني دوره د اضطرار په حالت كې پاى ته ورسېږي، د نويو انتخاباتو تر سره كېدل ځنډېږي او د جمهور رئيس او ملي شورى د غړيو د خدمت موده تر (څلورو) مياشتو پورې، تمديدېږي. كه اضطراري حالت ترڅلورو مېاشتو زيات اوږد شي، لويه جرګه د جمهور رئيس له خوا راغوښتله كېږي. د اضطراري حالت تر پاى ته رسېدو وروسته، د دوو مېاشتو په دننه كې انتخابات ترسره كېږي.»


اوس به تاسو ته داپوښتنه درپېدا شوې وي چې ټولټاکنوته خولا زیات وخت پاتې دی او اوس دستي دلويي جرګې درابللو ضرورت څه دی ؟


زما په نظر ضرورت دادی چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزی او دهغه نېژدې بهرني او کورني دوستان غواړي چې دافغانستان په اساسي قانون کې ځیني ژور بدلونونه راولي چې یو یې ورکي دولسمشرۍ دڅوکۍ هغه بندیز دی چې له مخي یې په افغانستان کې ولسمشر تر دوه ځله زیاته واکمني نه شي کولای . هڅه دا کېږي چې دا بندیز له مخي وایستل شي .ځکه دافغانستان اساسي قانون په ټینګار سره په دوه شپېتمه ماده کې وايي چې هيڅ شخص نشى كولاى له دوو دورو زيات د ولسمشر په حيث وټاكل شي. په دې ماده كې راغلى حكم د دولسمشرد مرستيال په برخه كې هم تطبيقېږي.


اوس به دې ته راشوچې لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي:


1. د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول.


2 . دافغانستان د اساسي قانون د حكمونوتعديل.


3 . داوسني اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول.


که څه هم تر اوسه لا په افغانستان کې دداسي شرایطو څرک نه لېدل کېږي چې ولسمشر محاکمه شي خو پورته لومړۍ او دوهمې نقطې ته کېدای شي اوس وخت رارسېدلی وي .


دلته خبره داده چې دکندهار ولس په هر ډول حالاتو کې دافغانستان دپاره دبېلا بېلو ښکار شوی او اوس داسي ښکاري چې یوځل بیا دیوې لويي ناڅرګنده تجربې سره مخامخ کېږي چې داساسي قانون له سیوري پرته به ژوند کوي .


دپښتو متل دی چې :


«په مرګ یې ونیسه او په تبه یې رازي کړه .» دکندهار له بې وزله ولس سره هم داډرامه روانه ده چې لا هم تر اوسه پر دغه بېچاره خلکونه وسله وال طالب رحم کوي او نه هم افغان حکومت . طالبان خو وايي چې کندهار ددوی لپاره اسانه هدف دی او که افغان حکومت یا پخپله ولسمشر حامد کرزی دکندهار داوسېدونکوسره یوڅه خواخوږي هم لري نو دا تجربه دي په کندهار کې نه کوي . که بېړنی حالت اعلانوي نو دي په ټول افغانستان کې اعلان کړي چې سبا یې بیا ترشا خپل ولس ودرېږي .


که ښاغلی کرزی دکندهاریانو همایت حاصلول غواړي نو بیا دي تر ټولو اول دکندهار لوړپوړي چارواکي له دندوګوښه او محاکمې ته معریفي کړي چې دنا امنیو دبې مثاله پېښو پلټنې ورڅخه وشي .