د امريکا استخباراتي ادارې وايي چي د القاعده د کنټرول يا هغوى ته د لارښوونو تر ټولو لوى مرکز د د هغوى د مشر اسامه بن لادن کور و او هغه د مرګ تر ساعته پوري پر دې ډلي واک درلود .
د امريکا د استخباراتي ادارو دا دريځ د هغه دريځ څخه توپير لري چي يادو ادارو به ويل چي اسامه بن لادين نور د القاعده ډلي مشري په غاړه نه لري ، هغوى يې د خپل مشر په حيث نه مني . او نوموړى د يوه نوي پناه ځاى په لټه کي دئ . او نور د القاعده په سمبالښت کي هيڅ ډول کنټرول نه لري .
د دې ادارو کارکوونکو د امريکا د دفاع په وزارت کي رسنيو ته ويلي چي اوسامه بن لادن اوس هم د القاعده مشري په غاړه لرله او د هغه استوګنځاى د القاعده تر د سمبالښت تر ټولو لوى مرکز و .
نوموړي کارکوونکي وايي چي نوموړي يوازي د دې ډلي جنګي لارښووني په غاړه نه لرلې بلکي د خپلو سنجول سوو پريکړو کتنه يې هم کوله .