کور / سياسي / اسلام که اسلام اباد؟

اسلام که اسلام اباد؟

 د روسانو سره د افغانانو د ملي جهاد پر مهال ، پنجابي حکمرانانو په پټه د سي ای يې سره په درو ټکو کي یو تړون لاسلیک کړی وو:
۱- د افغانستان د ازادۍ له پاره باید د افغانانو ویني توی سي،
۲- افغانان باید ټوټه ټوټه  او بې اتفاقه سي او پرې نه ښوول سي چي یو موټی او متحد سي   ( اووه جهادي ګوندونه)
۳- دا د پاکستانیانو کار دئ چي د روسانو تر وتلو وروسته له افغانانو سره څه کوی،
دا اوس زموږ د معاصر غمجن تاریخ یوه برخه ده او موږ يې دلته ځکه ذکر کوو چی د ننني اوضاع سره په عجیبه توګه ورته ده.که د طالبانو ځانمرګي حملې د حکمتیار ، رباني ، سیاف او نورو د راکټ بازۍ معادل وکڼو، نو په هغه وخت کي به چی موږ د نن روځي په شاني د پنجابیانو د شوم نیت په
باب څه وویل او شک به مو څرګند کړ او یا به مو د افغانستان د ملي منافعو په باب څه ولیکل او یا وویل ، عکس العمل کټ مټ همدغه وو لکه نن روځ : ښکنځل او بې ځایه تهمتونه…..
په هغه وخت کي هم مجاهدینو د اسلام پر ځای اسلام اباد غوره ګاڼه ، لکه د نن روځی طالبان ، نو د دوی سرنوشت به هم هغه نه وي لکه د پخوانیو مجاهدینو؟ او که داسي وي نو بیا څه باید وکړو؟