لراوبر ته د ناټو ځواکونو يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په کندهار ولايت کي يې تر شپږو ټنو زيات نشيي توکي نيولي . خبرپاڼه زياتوي چي ياده کچه نشيي توکي يې د دې ولايت په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کي د يو شمېر چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو د لوري نن ورځ ترسره سول نيولي . خبرپاڼه وړاندي ليکي چي د نشيي توکو سره يې يو شمېر وسلې هم نيولي .
په خبرپاڼه کي د نشيي توکو او وسلو سره د تړاو په تور کوم کس د نيوني خبره نه ده سوې .