کور / سياسي / دبهرني فوځیانووتل دفوځي کودتاه لپاره لارهواروي

دبهرني فوځیانووتل دفوځي کودتاه لپاره لارهواروي

ډارونکې ولی دژورغورکولوسرلیک می په Information d.1.maj.2011 ډنمارکي ورځپاڼه کې ترسترګوشو، اړینه مې وګڼله چې پورته مضمون وژباړم. ستاسوپاملرنه ژباړڼې ته راګرځوم:
دلویدیزوهیوادونوډیره پاملرنه په افغانستان کې دقوي فوځ دجوړولولپاره کیداي شي دفوځي کودتاه لپاره لاره هواره کړي. دڅارګروادارودپټورپوټونوپربنسټ څرګندیږي چی همدااوس دولسمشرحامدکرزي خپل مرستیال دکودتاه پلان دحکومت پرضدلري. 
لویدیزکارپوهان وایي چې: ناټواوانډیوالانویي ډیرې هڅې کړیدي چې په افغانستان کې یو قوي فوځ جوړکړي ځکه کیدای شی چي بهرني فوځونه په (۲۰۱۴زکال) کې افغانستان یوازې پریږدي. ولی کمزوري سیاسي کنترول پرفوځ باندي دکودتاه خطررامنځته کوې. پورته ورځپاڼه ادعالری چی دامریکایې څارګرواداروپټومعلوماتونوته چې دافغانستان د جګړې په اړونددویکیلیکس له لاری خپاره شوي دي، لاره موندلي ده. په معلوماتوکي څرګندیږي چې دافغانستان پخوانی ددفاع وزیراودولسمشراوسنی مرستیال فهیم خان د طالبانوسره دهغه حکومت پرضدچې نوموړی یي غړی هم دی، ګډکارکوي. دکودتاه په اړونددفوځي کارپوهانونظرونه توپیرلري.
ددولتي چاروکارپوه Viggo Jakobsen خپل نظرداسی وړاندې کوې:
کله چی بهرني فوځیان دافغانستان څخه ولاړشی، افغانستان دفوځ اوسیاسې اداری پواسطه بایدوچلیږی.داچې فوځ توانمنددی اودبهرنیوځواکونوترزیاتې پاملرنې لاندې دې ولی سیاسې اداره تراوسه هم ډیره کمزورې ده. نوځکه دفوځي کودتاه خطره شته.
دډنمارک دفوځی اکاډمی دافغانستان په فوځی چاروکې کارپوه Peter Dahl Thruelsen خپل نظرداسی وړاندی کوې:
زموږتروتلووروسته په (۲۰۱۴ زکال) کی به ملی فوځ سره وپاشل شی ځکه له یوی لورې په ملی فوځ کی بیلابیل قوتونه ځای لری اودبلې لورې ملی اردواوسیاسی واکمني ډیره کمزوری ده نوځکه دکودتاه توان په ملی فوځ کې نه لیدل کیږي.
دکودتاه په اړوندمعلوماتونه د(۲۰۰۶زکال) دهغوپټواسنادوڅخه لاسته راغلې دې کوم چی فهیم اودشمالي ټلوالې نورومشرانوپه ګډه غونډه کې موافقه کړې وه چې بایددوخت څخه په ګټې اخیستوسره خپل سرتیري په اسلحه مجهزکړې اودجنرال فهیم امرته انتظاروباسی ترڅو چی دفوځی عمل په پایله کې اوسنی حکومت بدل اوپه عوض یي دمجاهدینوحکومت رامنځته کړی. کیدلای شی چی دامعلوماتونه غلط وی ولی دتعجب ځای ځکه نه دې چه داوسنی وخت مشران دستونزودحل لپاره دډیالوګ په بدل کی دزوراستعمال ته ترجیح ورکوی. 
په ورځپاڼه کې دپټواسنادواومارشال فهیم په اړوندډیرمطالب شته. زه یی په څوټکوکي رالنډوم: فهیم ترواک نه مخکی دامریکایانواوانګریزانوپه ګډوعملیاتوکی دجمعیت دګوندد فوځی مشر په حیث وځلیدی نوځکه یي په (۲۰۰۱زکال) کی دطالبانوپه ټکولوکی اغیزمند رول درلودي. نوموړی په پیل کی دکرزی دحکومت ددفاع وزیرونوځکه په فوځ کي ځانته ملاتړي لري. په وروسته کې دحامدکرزی لخوادواک څخه ګوښه شوولی داسی معلومه شوه چی کرزی داړتیاپه صورت کی دوباره خپل دمرستیال په توګه په دوهم ځل ټاکنوکی معرفی کړی اواوس دولسمشرمرستیال دی. فهیم ځان دجمعیت غړی نه بولی چی داخبره رښتیانه ده. ځکه نوموړی دلوري په بدلولوسره مشهوردی.
دامریکی پخوانی ټاپ ډیپلومات Mathew Hoh په (۲۰۰۹زکال) دامریکادبهرنیوچارو وزارت داعتراض په نامه پریښودی. نوموړی خپل اعتراضونه داډول بیان کړی وه: ډیر متأثره یم چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کی سیاسی واک جنګي قوماندانانو، دنشه ای توکو قاچاق وړونکو، دبشردحقوقوناقضینواوجنګي مجرمینوته په لاس ورکړی دی.
Mathew Hoh دامنی چی د(۲۰۰۱زکال) په پیل کی دااړینه وه چی دجنګي قوماندانانو سره ګډکاروشی ولی لویه غلطې داده چې ډیرپخوابایددغه جنګي قوماندانان دواک څخه لیری شوی وای. په خواشینې بایدووایوچی اوس داچاره ستونزمنه ده. 
همدااوس USA, FN, EU, NATO امریکا، ملل متحد، ګډبازاراوناټونه غواړی اوباورهم نه لری چی داچاره شونې ده. جنګی قوماندانان دبیلګې په توګه فهیم خان داکارپه سوله ایزه توګه نه کوی.
دافغانستان په چاروکې سیاسی کارپوه Conrad Schetter د Bonns دپوهنتون څخه وایی چی: دافغانستان په سیاسی سیستم کی امکانات ډیرمحدوددی نوموړی علاوه کوی چی حامد کرزی په پیل کې هڅې وکړې چی دجنګي قوماندانانواغیزه اوواک محدودکړی. کله چی کرزی، فهیم ددفاع وزارت څخه ګوښه کړی نودفهیم عزت اوحیثیت ته سخت زیان ورسیدی ولی یوه لاروه چی نوموړی بیرته په واک کی ګډکړی یاهغه ووژني.
په افغانستان کی Jorrit Karringa, Afghanistan chief i InternationalCouncil on Security and Development, ICOS وایی چی: همدااوس دبل انتخاب امکان نشته بیله دې څخه چې جنګی قوماندانانوته رهبری مقامونه ورکړه شی. لویدیزدپیل څخه جنګی قوماندانانواوسیمه ایزوتوپکیانوته اړووچی دهیوادپه لویه برخه کې هم دوي امنیت وساتي. که موږداکسان دواک څخه لیری کړودزیاتوستونزودرامنځته کیدواویاهم دکورنې جګړې خطره شته. 
نوځکه دابه ښه وې که نه دغه جګړه ماران به ډیرقوی اپوزیشن رامنځته کړی اود مخالفینوسره به یوځای شی.
دژباړن تبصره :
پوښتنه داده چی ولی په داسی حال کی چی دافغانستان اوامریکی حکومتونه دامریکاداوږده مهاله فوځي مرکزونوپه اړوندمذاکرې کوې اوهم دروان کال په درشل کی امنیتي مسولیتونه افغانی لورې ته سپارل کیږی، دکودتاه په اړوندپه لویدیزومطبوعاتوکې  داډول لیکنې خپریږې. کیدای شی یودلیل داوی چی لویدیزدامریکاپه اشاره همدااوس تبلیغاتی کمپاین پر مخ بوزی تر څوچی دافغانانوپه مینځ کی دډارچاپیریال رامنځته کړی چی په ډیره اسانی سره دامریکی د فوځی اډو(پایګاو)په هکله موافقه وکړی.
داهم دامکان څخه لیری نه ده چی شمالی ټلواله دپخواڅخه په تلاښ کی وه چی دافغانستان د حکومت واک په بشپړډول پلاس کی ولری. که څه هم دلسوکالوپه درشل کی ددولت ټولې حساسی چوکي ددوی په واک کې دی، پرولسی جرګې زیات نفوذلری. دواک دنیولولپاره مختلف هیوادونوته منډی اوترنډی وهی.
په لیکنه کې ځینې ښه ټکې هم ترسترګوکیږی. دخوښی ځای دی چی لویدیزکارپوهان هم لکه دافغانستان خلک دپیل څخه پوه ووچې جګړه ماران اوتوپکوال دافغان ولس دستونزوحل کوونکې نه دی بلکه په اوږده موده کی نورې ستونزې منځته راوړی. ولی دخواشینی ځای بیادادی چی لویدیزهیوادونه په لوی افغانستان کی نورامکانات نه وینی اوځان اړبولی چی دهمدغوجګړه ماروموجودیت ته ددولت په لوړومقاموکی سرټیټ کړی په داسی حال کی چی ددوی دویناله مخی ورسره همږغی هم نه دی. 
بایدلویدیزاړوندوهیوادونوته په څرګندډول ورپه ګوته شی چی په افغانستان کی قحط الرجال نه دی. که پخوانی سیاستوال هم دپامه وغورځول شی دکډوالی په دوران کی ډیروافغانانی زلمیانولوړې زده کړې ترلاسه کړی دی چی په بشپړباوردهیواددرهبری ترعهدی وتلای شی. پای