له كومه مهاله چې په عربي هیوادونو کې دملي پاڅونونو بهیر پیل شوی دی ، او په ولسونه كْې د استبدادګرو نظامونو په خلاف همغږي پیدا شوې ده ، د افغانستان په سياسي کشاله باندې د نړیوالو مطبوعاتو په ډګر کې پرده اچول شوې وه . که څه هم چې د افغانستان سیاسي کشاله یوه نړیواله کشاله ده ، او په نړیوالو مطبوعاتو کې ئې د عربي هیوادونو د ملي پاڅونونو نه وړاندې تر ټولو نورو کشالو مهمه کشاله ګڼل کیده ، خو له کومه ځایه چې د عربي هیوادونو ملي پاڅونونه خورا ارزښتناک او مهم بدلون د نړۍ په کچه رامنځ ته کړي او هیله ده ، چې رامنځ ته به ئې کړي ، نو نړیوال مطبوعات د دغه پاڅونونو د څرنګوالی او په نړیوال سیاست باندې ئې د اغیزې په څیړلو بوخت وو . هر لوری د خپل تصور او اند په چوکاټ کې دغه پاڅونونه ارزول ، او له کومه ځایه چې مطبوعات د هیوادونو د سیاسي دریځونو او غبرګونونو د انعکاس هنداره ده ، نو موږ په دغو هندارو کې دغه پاڅونونه په بیل بیل ډول ګورو . هر لوری د خپل طرز تفکر سره سم ورباندې رڼا اچوي . څوک ئې د اسلامي امت لپاره په نیک شاګوم نیسي ، لکه هغه اسلامی حرکتونه چې د استبدادګرو نظامونو په لمسون لویدیځ د سیاسي برخلیک څخه محروم کړي وو ، او په خپلو هیوادونو کې ئې د سیاسي مبارزې حق نه درلود ، که څه هم چې د خپلې مبارزې په اوږدو کې ئې په مسالمت آمیزه چلند ټینګار کاوه . ښايي دا د ولسونو همغږي او ملي پاڅونونه د همدغو حرکتونو د مبارزې ثمر وي ، چې نن ئې د اسلامي هیوادونو د عامو وګړوسیاسي شعور او احساس سویه دې حد ته رسولې ده ، چې ټول د اسلامي نظام د نفاذ غوښتونکی دي ، داسې ښکاري چې په تیرو دریو لسیزو کې د ځوانانو سیاسي شعور په هغو هیوادونو کې چې د پیړیو راهیسې د استعمار تر بربریت او وحشت لاندې پاتې وو ، ډیره وده کړې ده ، اود استعمار سره د مبارزې هغه شونې لیارې ئې موندلې دي ،چې د دوی په هیوادونو کې په دیموکراتیکه توګه بدلون را منځ ته کړي ، داسې بدلون چې د استعمار تالي څټي نور پردوی د خپل هوس پالنې لپاره حکومت ونه کړي . که پرون استعمار او د استعمار پلویانو د اسلامی حرکتونو مبارزې ته د تروریزم رنګ ورکړی ؤ ، او هر راز استعمار ضد حرکت او پاڅون ئې د تروریزم او سختدریځۍ تر نامه لاندې ځاپه ، په اسلامي هیوادونو کې ئې د تروریزم د ځپلو په پیلمه خپل تالي څټي واک ته رسولي وو ، خو نن هماغه لویدیځ د دغه استبدادګرو نظامونو له حمایت څخه لاس په سر شوی او نه شي کولای چې د ملتونو د دغه قهر او غضب په چاپیریال کې له خپلو دغو لاسپوڅو څخه دفاع وکړي . او څوک هڅه کوي چې دغه پاڅونونو ته ژر تر ژره د پای ټکی کیښودل شي ، او دغه د ظلم او ستم نه ډکې واکمنۍ ادامه ومومي ، پرخپلو ملتونوباندې ئې خونړی او دوحشت نه ډک تاریخ نور هم وغزول شي ، او ملتونه ئې د لویدیځ په استعماري منګول او د دوی د ظلم او جبر په کړۍکې همداسې پاتې وي ، پرې ئې نه ږدي چې د هغو ثروتونو څخه چې الله تعالی وربښلي دي ګټه پورته کړي ، په خپل هیواد کې سوکاله او د سعادت نه ډک ژوند ولري .
څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ، چې رسنۍ او په عام ډول مطبوعات د هیوادونو د سیاسي دریځونو او د پیښو اړوند د غبرګونونو هنداره ده ، چې له تیرو دریو څلورو میاشتو دا رسنۍ او مطبوعات عموما د عربي هیوادنو د پاڅونونو په کشاله باندې بوخت وو ، او هغه کشالې او سیاسي کړکیچونه چې تر دې پاڅونونو وړاندې خورا مهم وو ، لکه د افغانستان او عراق کشالې ئې له پامه غورځولي وو . او له کومه ځایه چې د عربي هیوادونو پاڅونونه په داراماتیک ډول مخ په وړاندې روان دي ، او ښايي چې له وړاندې د دغو پاڅونونو د مخنیوی اړوند د لویدیځ په شیطاني استخبارتي دستګاه کې پلان شوې طرحه نه وه ، نو ځکه د لویدیځ دسیاست کور تر هر څه وړاندې په دې بوخت شو ، چې د دغو پاڅونونو ثمر هم پخپله ګټه څرنګه تمام کړي ، که ئې په زیان وي په یوه ډول نه يوه ډول ئې مخنیوی وکړي ، او که ئې پکې دګټې ځای لیدلی وي ، هغه تقویه او شونی کړي .
ښايي یو دا پورتنی علت وي ، چې د افغانستان کشاله په نړیوالو مطبوعاتو کې نه څیړل کیده ، او په مطبوعاتو کې د یوې سیاسي کشالې د نه څیړلو کیدو مطلب هم دا دی ، چې د سیاسي پریکړو په ډګر کې هم و نه څیړل شي ، خو د امریکا په سیاسي اداره کې د باراک اوباما وروستي بدلونونه ، چې د افغانستان د کشالې سره تړاو لري ، او په افغانستان او پاکستان کې دا وروستې تحولات په دې دلالت کوي ، چې د امریکا سیاسي اداره د افغانستان کشاله له پامه نه شي غورځولی ، او د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د وروستو بدلونونو څخه داسې اټکل کیدای شي ، چې لویدیځ غواړي د نړیوالو مطبوعاتو او سیاسي ادارو توجه او پام د عربي هیوادونو د ملي پاڅونونو څخه بل لوری ته واړوي ، نو ځکه په دې سیمه کې دا دراماتیک بهیر ګړندی شو ، په افغانستان کې د “ستراتیژیک ټړون ” خبرې هم کیدای شي آخري پړاو ته رسیدلې وي ، د مخالفینو سره د خبرو او مصالحې بهیر ته هم خاصه پاملرنه پیل شوې ده ، خلاصه د باراک اوباما سیاسي اداره په هر حالت کې غواړي چې د افغانستان په هکله کوم بنسټیز بدلون د خپلې ادارې په ګټه رامنځ ته کړي ، تر څو وکولای شي له یوه لوری د خپلې سیاسي ادارې راتلونکی څه نا څه تضمین کړي ، او له بل لوری د ملي پاڅونونو بهیر هم شنډ کړي ، چې حتما د استعماري شبکې له مصلحتونو سره سمون نه لري ، او د یوه داسې بدلون زیری له ځانه سره لري ، چې د استعمار لاسوهنې ته به د پای ټکی کیږدي .
په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه لاسته راوړنه به همدا وي ، چې وتوانیږي په افغانسستان کې د دایمي اډې ( ستراتیژیک تړون ) موافقت نامه لاسلیک شي ، که موږ د امریکا د نظامي یرغلونو تاریخ په نړۍ کې وګورو ، نو په ګڼ شمیر هیوادونو کې دا نظامي یرغلونو د اقتصادي مصلحتونو لپاره چې عموما تر ځمکه لاندې په ذخایرو او شتمنیو باندې د تسلط له لارې تامینیدای شي په لاره اچول شوی دي او د پای لاسته راوړنه هم دا دایمي اډې دي ، چې په شتون کې ئې د دغو اقتصادي مصلحتونو څخه څارنه او د خپلې ګټې په اساس ورته ښې لارې چارې کتي شي . له کومه ځایه چې بشپړ نظامي اشغال ډیر مادي لګښت او ځاني مرګ ژوبله ایجابوي ،او له کومه ځایه چې افغانستان یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده ، چې له یوه لوری لدې ځای څخه دټولې سیمې څارنه ډیره په ښه توګه ممکنه ده ، او له بل لوری افغانستان پخپله تر ځمکه لاندې ډیر ذخایر او شتمنۍ لري او له دې لحاظه یو غني هیواد دی نو امریکا او استعماري هیوادونه به ضرور هڅه وکړي ، چې لدغو ذخایرو څخه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په حساب کټه پورته کړي ، امریکاد تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې ده چې خپل هرنظامي اشغال په پای کې په نظامي اډه باندې واړوي . او داسې ښکاري چې دابهیر اوس په افغانستان کې ګړندی شوي ، او دبشپړیدو په درشل کې دی .