تحليګران او شنونکي په دې باوردي چي د اوسامه بن لاډن وژنه کوم چي د امريکې د پلان سره سم يوځل بیا ووژل سو، داسي فکر نه کيږي چي ګويا په نړۍ واله کچه به د ټروریزم کارنامې خاصتن په اسلامي هيوادو کي پای ته ورسیږي او يا لا اقل هغه به کمي سي . په اوسنيو حالاتو کي ځکه د بن لاډن دوژلو سناریو را میدانته سوه چي نه يوازي د امريکې عظیم نظامي او مالي لګښتونه چي د عراق او افغانستان غوندي نورو هيوادو کي د لاسوهنو په خاطر مصرف کيږي توجیه کړل سي، بلکي ددې دپاره هم وه چي د بن لاډن دغه اوسنۍ وژنه و بارک اوبا ما ته په راتلونکي انتخاباتو کي د بري يوه بهتره فضا را منځته کړي . او باما لا د اوسه د هغه څخه د سیاسي ګټي اخستل شروع کړي دي .
امريکې لا دوخته کولای سوای چي اسامه له منځه يوسي ، خو دا کار يې و يوه مناسب فرصت او زمانې ته پرې ايښی وو، د لاډن د مرګ د ډرامې نه وروسته واشنګټن اوس په عربي هيوادو کي و خپلي پراخي راتلونکو مداخلو ته لاره خلاصوي . نن سبا چي امريکې د خپلو ګټو په خاطر د روانو سیمه ئزه او نړۍ والو بحرانو اداره په خپل لاس کي نيولې ده او خاصتاً هغه وروستی پرمختیاوي چي په عربي هيوادو او هغه اقدامات چي د ناټو سره يې يو ځای په لیبیا کي تر سره کوي، په نړۍ واله سطحه د پرګنو د اعتراض او خښم سره مخامخ سوي دي . واشنګټن ددې دپاره چي خپل دغه ماجراجويانه کړني توجیه او عامه افکار بلي خواته واړوي د بن لاډن د مرګ خبر يې اعلان او د نړۍ پاملرنه يې و دې خواته را جلب کړل .
اوس ډېر په دې باور دي چي د اسامه په وژلولو سره به د القائيدې شبکه ضعیفه نسي ، دا ځکه چي نسي کېدلای د يوه داسي سازمان پر استقلاليت باندي څوک باور وکړي چي پر افغانستان باندي د شوروي د یرغل نه وروسته پخپله د سي آی اې لخوا جوړ او اوسامه يې هم د مشر په حيث د همدې سازمان لخوا وګمارل سو. نوموړي خپل ټول کارونه د امريکا د ګټو سره سم همآهنګه کړي وه .
که څه هم ويل کيږي چي ګويا اوسامه د سي آی اې او امريکا څخه ځان لير ي کړی وو، خو د هغه فعاله کردار چي نوموړي څه د پخواني شوروي لخوا د افغانستان د اشغال په کلو کي او که څه هم بیا را وروسته په ۲۰۰۱ م کال کي د امریکې د اشغال په اوسني دوران کي ادا کړ، د واشنګټن د جيو پوليټيکو ګټو سره سم پرمخ بیول کېدی . په واقعیت کي دا د واشنګټن سره د اوسامه مستقیمه وفاداري او تړاو وو چي نوموړي هم خپل ژوند او هم خپل مرګ د امريکې و ګټو ته وقف کړ .
د بن لاډن په مرګ سره په نړۍ کي د ټروريزم سره د مبارزې وضعه ځکه جدي بدلون نه خوري، ځکه چي په دې وروستيو کلو کي بن لاډن عملاً د القاعدې پر اجراآتو باندي کنترول د لاسه ورکړی وو او دا نور وه چي په دې سازمان کي يې خپل کردار ادا کاوه . امریکا عملاً د هغوی د نامه څخه استفاده کوله او د همدې القاعدې او طالبانو سره د مبارزې په نامه و افغانستان او د مرکزي آسیا و سیمو ته يې پښې را وغزولې. داخبره د امکان نه لیري ده چي القاعده او هغوی ته ورته ډلي به داسي ژر د سیمي څخه وزي ، داځکه چي نن د هغوی موجوديت او فعاليت د امريکا د اوږدمهاله ګټو سره غوټه سوی دئ، حتی که القاعده او طالبان نه وي، امريکا به ضرور يو بل دا سي څه جوړ کړي تر څو د هغوی د جيوپوليټکي اهدافو په لور ګام واخلي .
داسي معلوميږي که چيري د سیمي هيوادونه د لويو قدرتو د سیاسي او امنيتي ګټو په مسیر کي ځان را کښېباسي، يو دبل سره بې باوره کيږي او بې اختیاره به دبیګانه ګانو د ګټو د پاره به خپل کردار عياروي . نن که هغه ملتونه چي د تاریخ په اوږدو کي يې غیر له سیاسي زدوبندو څخه يو دبل تر څنګ دوستانه ژوند کړی وو، خپل اعتماد د لاسه ورکوي ، نو ددې کار مسؤلیت به د سیمي د جفا کاره دولتو لکه د ایران او پاکستان په غاړه وي او ددې کار منفي عواقب به قطعاً بیرته هغوی ته راجع کيږي ، درست لکه مفسده پاکستان چي نن يې لاسونه د خپلو خلکو او زموږ د هیواد د په میلیونو انسانانو په وينو سره دي .