کور / تازه خبرونه / کندهار : جګړه تر ٢٤ ساعتو واوښته

کندهار : جګړه تر ٢٤ ساعتو واوښته

په کندهار کي د تيري ورځي د بريدو چي پر ولايت مقام ، د ښاروالۍ پر رياست ، په ميروېس مېنه کي د عامه نظم د پوليسو پر پوسته ، په چوڼۍ کي د پوليسو پر يوه پوسته او د ملي امنيت پر رياست تر سره سول شاوخوا يې څلېرويشت ساعته در شاه پرې ايښي او اوس هم دوام لري .د نورو سيمو بريدونه پاى ته رسېدلي او يوازي پر ملي امنيت لا جګړه روانه ده او چورلکي ګزمې کوي او پر وسله والو درنې ډزي کوي او همدا ډول وسله وال هم پر ملي امنيت او پر چارواکو د ملي امنيت پر مخامخ د پنځه پوړيزه ماڼې څخه د سپکو او درنو وسلو بريدونه کوي .
حکومتي چارواکي په تېر ٢٤ ساعتيز بريد کي يوازي د پنځو کسانو وژل کېدل او د ٤٦ تنو مړينه مني خو وسله وال بيا دا شمېره ١١٦ ښيي او وايي چي په دې بريد کي يې درې بهرنيان هم وژلي دي .
چارواکي همدا ډول وايي چي د تيري ورځي راهيسي ١٤ وسله وال وژل سوي ، ٤ ژوندي نيول سوي ، اوو تنو خپل ځانونه چاودلي او دوه لا اوس هم مقاومت کوي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چي د ملي امنيت رياست د دوى د ملګرو په کنټرول کي دئ او افغان حکومت او بهرنيان نه سي کولاى چي سيمي ته نژدې ورسي ځکه چي د دوى د سخت مقاومت سره مخامخ کيږي .
همدا ډول نن شاوخوا يوولس بجې په ميروېس مېنه کي يو کرولا ډول موټر هم چاودېدلى دئ چي تر اوسه يې په اړه بشپړ معلومات نسته .
په دې اړه د نورو جزئياتو دپاره د لراوبر سره اوسئ .