د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ويب پاڼي ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په دې ولايت کي يې يو شمېر وسلې د درو وسله والو سره يو ځاى نيولي .
خبرپاڼه ليکي چي يادي وسلې چي شمېر يې شاوخوا ٥٠ زرو مرميو او درو مخابرو ته رسيږي تېره ورځ د يو لړ عملياتو په ترڅ کي په يوه کرولا ډوله موټر د ملي امنيت د لوري نيول سوي دي .
خبرپاڼه ليکي چي نيول سوي کسان اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .