د طالب ځواکونو يوه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د تيري ورځي عمليات چي د بدر په نامه د نومول سوو عملياتو يوه برخه ده نن هم دوام لري ، خبرپاڼه ليکي چي د طالبانو وياند وايي چي د تيري ورځي د بريدو په ځايو کي ناست وسله وال اوس هم ژوندي دي او د حکومت سره په جنګ بوخت دي . د نوموړي په وينا چي د بريد په ځايو کي يې د وسله والو سره اړيکي نيولي او نوموړو ورته ويلي چي سيمه د دوى په کنټرول کي ده او حکومت نه سي کولاى چي مخي ته راسي ځکه چي د دوى د سخت غبرګون سره مخ کيږي .
د يادوني وړ ده چي د ملي امنيت پر شاوخوا اوس يو ځل بيا د ډزو ږغونه واورېدل سول او پر شاوخوا يې الوتکي هم ګزمه کوي .
په دې اړه د لراوبر سره اوسئ .