د کندهار ولايت والي وايي چي د تيري ورځي په بريد کي چي د دې ولايت پر بېلابېلو امنيتي ادارو لکه کندهار ولايت مقام ، د ښاروالۍ رياست ، د ملي امنيت رياست ، پر لومړۍ امنيتي حوزه او په ميروېس مېنه کي د عامه نظم د پوليسو پر يوه پوسته ترسره سو په پايله کي يې دوه تنه چي يو يې حکومت او بل يې عام وګړى دئ وژل سوي ، ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چي د ژوبل سوو کسانو د جملې څخه لس تنه يې دولتي کارکوونکي دي او نور عام وګړي دي .
خو طالبان د دې بريد په پايله کي د درې بهرنيانو په ګډون د ١١٦ تنو د وژل کېدو تر څنګ د ١٩ حکومتي موټرانو د ويجاړېدو خبره کوي .