اسامه بن محمد بن اواد بن لادن د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ كې په ۱۹۵۷ کال کې وزیږید. د اسامه مور د محمد بن لادن لسمه ښځه وه. کله چې اسامه وزیږید، دده مور او پلار ډیر ژر سره جدا شول، د اسامه مور بیا د محمد الاعطا سره واده وکړ، دوی څلور زامن درلودل، او اسامه په یوه نوې کورنۍ کې خپل ژوند پیل کړ،چې يوه سكه او درې ناسکه خورګانې يې درلودې. اسامه بن لادن د یوه دينداره وهابي په توګه رالوی شو.هغه له۱۹۶۸ نه تر۱۹۷۶م کال پورې د التغیر په نامه یو سیکولر ښوونځی ولوسته، لوړې زده کړې یې د شاه عبدالعزیز په پوهنتون کې د سوداګرۍ او مدیریت په برخه کې پای ته ورسولې . ځينې ریپورټونه وايي ،چې اسامه په ۱۹۷۹ کال کې د سیول انجينری په برخه کې سند لاسته راوړه، او په ۱۹۸۱ کال کې یې عامه اداره ولوستله، خو ځينې خلک بیا وايي چې اسامه پوهنتون په دریم ټولګي کې پریښوده. یوه سرچنه وايي ، چې اسامه یو زحمت کښه ځوان و، د پوهنتون په جریان کې اسامه مذهبي درسونو سره ډیره لیوالتیا درلوده، او ده به ډیر وخت د قران په ژباړه او په جهادي زده کړو تیراوه.
په ۱۹۷۴کال کې د ۱۷ کلنۍ په عمر ، کله چې دی یو تنکی ځوان و،له نجوا غمیم سره واده وکړ، نجوا له اسامه نه په ۲۰۰۰کال کې طلاق واخیست، اسامه له پنځو ښځو سره واده کړی و.
خدیجه شریف سره یې په ۱۹۸۳ کال کې واده وکړ، په ۱۹۹۰کال کې یې له خیریه صابر سره واده وکړ، او په۱۹۸۵کال کې یې له سیهم صابر سره واده وکړ چې،برخلیک یې نامالومه دی،په ۱۹۸۷م کال کې یې بل واده وکړ ، چې د هغې برخلیک هم مالوم ندی. داسې ویل کیږي چې له دغې میرمنې سره له واده کولو نه وروسته ډیر ژر جدا شو . او وروستۍ ښځه یې امل السده ده ، چې په ۲۰۰۰م کال کې یې ورسره واده وکړ.اسامه له دغو ښځو څخه د ۲۰ نه تر ۲۶ پورې لورګانې او زامن لري.
د اسامه پلار محمد بن لادن په ۱۹۶۷کال کې په ریاض کې د الوتکې د رالویدو له مړ شو.
د اسامه د پلار له مړينې نه وروسته سلمان بن لادن ، چې دده ناسکه ورور و، د کورنۍ مشري يې په غاړه واخیسته، چې نوموړی هم په ۱۹۸۸کال کې د امریکا د تیکزاس ښار کې د الوتکې د پریوتو له امله ومړ.
د ایف بي ای د مالومات له مخې د اسامه ونه ۶،۴ او د ۶،۶ فوټو تر منځ وه،چې ۱۹۳ـ ۱۹۸ سانتی متره کیږي. او ۷۵ کیلوګرامه وزن یې درلوده.اسامه چپ لاسی وه، دی به چې کله ګرځیده ، معولآ به یې امسا له ځان سره ګرځوله. اسامه به یوه ساده سپينه لونګۍ په سرتړله. او د عربو عنعنوي چلتار به یې نه په سراوه. بن لادن په ډیره نرمه ژبه غږیده، خوږ خوی یې درلوده.
د سيټمبر۱۱مې پیښې نه وروسته د اسامه اکثره اولادونه ایران ته ولاړل ، او هلته د ایراني چارواکو د محافظت لاندې ول.
د اسامه عقاید او ایدیالوژي
اسامه په دې عقیده وه ، چې د اسلامي نړۍ ، پرمختګ او د سعادت یوازنۍ لاره شریعت په ټوله اسلامي نړۍ کې پلی شي. بن لادن د نورو ایډیالوژیو لکه: پان عربیزم، سوسیالیزم، کمونیزم، او د ډیموکراسۍ سخت مخالف وّ. اسامه د سیاسي تفکر له پلوه د سید قطب د مکتب پیروان وه.
د اسامه په عقیده، په نړۍ کې له مسلمانانو سره ، زیاتی او ظلم کیږي، او کفري هیوادونه، د مسلمانانو د كمزوري كولو او ځپلو په هڅه کې دي، نو د مسلمانانو لپاره د خلاصون یوازنۍ لاره ، د جهاد لاره ده.
د اسامه له نظره ، افغانستان د ملا محمد عمر تر قیادت لاندې په ټوله اسلامي نړۍ کې ، یوازنی اسلامي هیواد دی.
د اسامه بن لادن موخه او مرام دا وه ،چې اسريیل د نړۍ له نقشې لرې کړي، اود بیت المقدس پاکه خاوره ددوی له منګولو څخه وژغوري.ده همداراز غوښتل چې د امریکا د متحدو ایالتونو ځواکونه له منځني ختیځه ووځي.اسامه بن لادن، د بد اخلاقیو لکه ، زنا ، همجنس بازي، نشو، قمار، او سود سره ډیر سخت مخالف و.
دغه راز اسامه بن لادن د یهودي نسل سره هم دښمني درلوده، او په بار بار یې د یهودو د دسیسو په اړه، مسلمانانو ، ته خپل پیغام رسولى دى، ده به ویل “یهود ستاسو دښمنان دي، دوی غواړي، چې سود خوړل ، او خیانت په اسلامي نړی کې رواج کړي، دوی به تاسو ته په دنیا اواخرت کې هیڅ پرنږدي”.بن لادن په اسلامي ځمکې د موسیقۍ خلاف و ، او له ټکنالوجۍ سره ېې علاقه لرله.
د بن لادن افکار او دهغوی د پلي کولو طریقه ددې سبب شوه، چې په نړۍ کې د تروریست په نامه وپیژندل شي. د تروریست ټاپه پرې د نړۍ د مشهورو رسنیو او ژورنالستانو لخوا ولګیده لکه، نیویارک ټایمز،بي بي سي، قطر نیوز، او الجزیره. همداراز پیژندل شویو ژورنالستانو لکه. مایکل شیور، مارک ستګمن، او بروس هافمن په دې برخه کې مهم رول ولوبوه.
په اسامه باندې په مادرید، نیویارک سیتي او تربیول کې د چاودنو تور ولګیده.
د اسامه ستراتیژي د لویو دښمنانو لکه امریکا ، او پخوانی شوروي اتحاد په وړاندې دا وه ، چې دوی له اسلامي هیوادونو څخه وباسي. ده له اسلامي نړۍ څخه یو زیات شمیر سخت دریځه مسلمانان په ځان راټول کړل، او دالقاعده په نامه یوه شبکه یې جوړه کړه.
د القاعده د ستراتیژۍ یوه برخه دا وه، چې د روسې له ماتې نه وروسته امریکا هم په ورته برخلیک اخته کړي. یو شمیر مشهورو لیکوالو د څرګندونو له مخې ” امریکا هم په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو له مصرفولو سره سره د روسې برخلیک ته ورنږدې ده”
په افغانستان کې جهاد کول
د پوهنتون له خلاصولونه وروسته، په ۱۹۷۹م کال کې اسامه بن لادن پاکستان ته راغی ، او له عبدالله عزام سره یو ځای شو. اسامه عملآ په افغانستان کې د جهاد ډګر ته ورګد شو. البته له ۱۹۷۹نه تر ۱۹۸۹ م پورې د امریکا متحده ایالتونو حکومت د افغانستان مجاهدينو سره ، د روسې په وړاندې د جهاد په موده کې ، ډیرې مرستې کولې. امریکا افغان مجاهدينو ته مالي او او نظامي امکانات برابرول، تر څو پخوانۍ روسیه او د کابل کمونست پلوه حکومت رانسکور کړي. په ۱۹۸۴ م کال کې اسامه د مکتب الخدمه په نامه یوه اداره جوړه کړه، چې لدې لارې یې مجاهدينو ته د اسلامي نړۍ له هیوادونو څخه ، وسلې او پیسې راټولې کړي.بن لادن په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې پخوا ورته صوبه سرحد ویل کیده یو کمپ جوړ کړ، چې مرکز یې په پيښور کې و،دغه کمپ کې به یې مجاهدینو ته ،روزنه او ټرنګونه ورکول، او بیا به یې افغانستان د جهاد لپاره لیګل ، چې د خلق دیمکراتیک ګوند د حکومت په وړاندې وجنګیږي.
د القاعده جوړیدنه
په ۱۹۸۱کال اسامه بن لادن د مکتب الخدمه څخه بیل شو، داسې ویل کیږي چې عبدالله عزام ، د افغان مجاهدينو ملاټر کولو ، د عبدالله عزام له نظره ، مجاهدين ټول سره ورونه دی او ده یې په منځ کې بیلوالی نه غوښته، عزام غوښتل چې د مجاهدنو تر منځ باید فرق موجود نه وي او ټول په یوه سنګر کې څنګ په څنګ سره وجنګیږي. د ټولو دښمن یو دی ، نو بیلوالی د مجاهدينو په لیکو کې د بې اتفاقۍ لامل ګرځي.خو اسامه بن لادن له دغه نظر سره موافق نه وو، اسامه غوښتل چې عربي مجاهدين له افغاني مجاهدينو نه جدا کړي ، په همدې خبره د اسامه او عبدالله عزام ترمنځ اختلاف راغی،او بلاخره ، وروسته له ډیرو بحثونو او خبرو اترو نه اسامه وتوانید چې د القاعده شبکې بنسټ د۱۹۸۸کال د اګست د میاشتې په ۷مه کیږدي. عبدالله عزام د مجاهدينو د یوالي هدف درلوده، خو اسامه د عربي سخت دریځو د یوې کړۍ د جوړیدو پلان درلوده، چې وروسته بیا په یوه نړیوال جال بدل شو، د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې یی غړي او ملاتړي پیدا کړل. القاعده په نړۍ کې په بیلابیلو چاودنو کې تورونه شو، او د ډیرو چاودنو پړه ېې هم په غاړه واخیسته.
لکه بل هر تنظیم یا حرکت القاعده هم یو شمیر ځانګړي اصول او قواعد لري، چې ، جهاد ، له اسلامي نړۍ نه د غیرې مسلمانو د پوځیانو ایستل ، وفاداري ، بیعت، او قرباني، یې له مهمو اصولو څخه ګڼل کیږي.
په افغانستان کې د شوروي له ماتې نه وروسته ، په ۱۹۹۰ کال اسامه بیرته سعودي عربستان ته وګرځیده. کله چې عراق په کویت یرغل وکړ، د سعودي عربستان شاهي نظام هم، ځان له ګواښ سره مخ ولید، او عراقي پوځیان د سعودي عربستان پولو ته ورسیدل، د عربستان د چارواکو ترمنیځ اندیښنې نورې هم زیاتې ، شوې خکه د عراق ولسمشر د پان عربیزم شعار ورکولو. په دغه وخت کې اسامه بن لادن د سعودي عربستان له پادشاه ، شاه فهد ، او سعودي له دفاع وزیر سره ولیدل ، او له دوی ېې وغوښتل چې فقد په خدای او په خپلو مجاهدينو ملا وتړي ، او ددې ضرورت نه شته ، چې له نورو غیرې اسلامي هیوادونو نه په تیره بیا له امریکا نه نظامي مرستې وغواړي، خو د سعودي حکومت د اسامه دغه وړاندیز ونه مانه ، او اسامه د سعودي حکومت مخالفت شروع کړ.
کله چې امریکا په عراق برید وکړ، سعودي عربستان د امریکا متحده ایالتونو ځواکونو ته پوځي هډې ورکړې. اسامه عقیده درلوده، چې د کفري هیوادونو د پوځیانو حضور ، د مسلمانانو په مقدسو ښارونو لکه مکه او مدينه کې ، دغو پاکو ځايونو ته سپکاوی دی، اود دوی شتون به د دغو سپیڅلو ځایونو د ګندګۍ لامل شي.
د اسامه بن لادن نیوکې د سعودي عربستان په حکومت ددې سبب شوې ، چې دی بندې کړي.
کله چې سعودي عربستان امریکايي پوځیانو ته هډې ورکړې، له هماغه وخته اسامه بن لادن پر دوی د بریدونو طرحې او پلانونه جوړول.
د ۱۹۹۰م د اکتوبر په ۸مه په نیو جرسي کې د السعید نوسر په کور د ایف بی ای لخوا ، ناڅاپي ،چاپه ووهل شوه، السعید د القاعده شبکې غړی و، د ده له کورداسې اسناد ، او شواهد لاسته راغلل چې ، القاعده د نیویارک په تجارتي مرکز، د برید پلانونه لري.نوسر په ۱۹۹۳م کې د نړۍ په تجارتي مرکز د برید په تور محاکمه شو.
له بلې خوا بن لادن خپل مخالفت ته ادامه ورکړه. په هغو هیوادونو به یې اعتراض کاوه چې ، امریکايي پوځیانو ته یې پخپله خاوره کې ځای ورکړی و.
اسامه په ۱۹۹۲م کې سوډان ته ولاړ، او هلته یې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړه، خو وروسته له څه مودې ده ځان په سودان کې هم خوندي ونه لیده او تر ټولو غوره ځای یې افغانستان تر سترګو شو.
له سوډان څخه افغانستان ته راتک
د سوډان په خرطم ښار کې بن لادن د مجاهدينو یو مرکز جوړ کړ، اود سعودي عربستان په پادشاه ، شاه فهد یې خپل لفظي بریدونه جاري وساتل.په مقابل کې یې شاه فهد سوډان ته یو پلاوی واستوه ، او د اسامه بن لادن د پاسپورت د اخیستلو غوښته یې وکړه. د هغه کورنۍ مجبوره شو،چې د کال ۷ میلونه امریکايي ډالر جریمه په ځان ومني. تردې مهاله اسامه بن لادن د مصر اسلامي ډلو سره نږدي اړیکي جوړې کړې وې، چې د القاعد مرکزي هسته یې پیاوړې کړه، د سعودي عربستان د حکومت سره د مخالفت په پایله کې اسامه بن لادن د عربستان تابیعت له لاسه ورکړ. او له خپلې کورنۍ سره یې اړیکې پرې شوې.
په ۱۹۹۵کال کې کله چې اسامه لا په سوډان کې و، د امریکې استخباراتي ادارې ، سي اي اي داسې مالومات لاسته راوړل ، چې د سوډان حکومت چارواکي غواړي چې د اسامه د شړلو موضوع له سعودي عربستان سره مطرح کړي.
د C.I.A یوه افسر “بیلی واگ” د بن لادن د ځای په اړه په سوډان کې مالومات پیدا کړل او په ده یې د یوه برید نقشه طرحه کړه، مګر د سوډان حکومت ددغه کار مخالفت وکړ.
په سوډان کې د امریکې سفیر ” تیموتي کارني” د سوډان چارواکي وهڅول چې ، دغه کار ته اجازه ورکړي. د سوډان ددفاع وزیر “فاتح ایروا” ومنله ، چې بن لادن د امریکا محتدو ایالتونو ته وسپاري. خو د امریکا سفیر تیموتي کارني له سوډانه وغوښتل چې اسامه له خپلې خاورې وشړي.
لومړی برید
داسې ویل کیږي چې د بن لادن په لارښوونه ، لومړی برید په ۱۹۹۲م کال کې د ادن ښار په “ګولډ میهورهوټل” كې بمي چاودنه وشوه، چې ددغه برید په پایله کې دوه کسه مړه شول.
له دغه برید نه وروسته القاعده ،خپل بریدونه نور هم زیات کړل ، او محمد محمود سلیم د فتوا پر بنسټ ، هر هغه څوك، چې ددښمن په خوا کې دریږي، د هغه وژل روا دی. په ۱۹۹۰ لسیزه کې القاعده، په الجزایر، مصر ، او افغانستان کې له ترهګرو سره مرستې شروع کړي. د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳کالونو په منیځ کې ، بن لادن خپل یو استازی د قارسید په نامه له ۴۰۰۰۰ امریکايي ډالرو سره ، الجزایر ته ولیږه،چې هلته له اسلامپالو سره د حکومت په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.
په الجزایر کې د جکړې په پایله کې ۱۵۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰(دوه سوه زره) وګړی مړه شول. خو بلاخره جکړه پای ته ورسیده، اود حکومت ضد اسلامپالي ټول تسلیم شول.
په بن لادن دا تور هم دی ،چې په ۱۹۹۷م کې په لکسور کې په عامه وژنه کې یې لاس درلوده، چې له امله ۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ۱۹۸۸کال کې اسامه بن لادن او ایمن الظواهیري ، یوه فتوا خپره کړه، چې په هغه کې یې په یهودو او نصاراو باندې د برید او د وژلو اعلان وکړ. بن لادن او ایمن الظواهیري،په ۱۹۸۸م کال کې د القاعده شبکې یوه ځانګړې کنګره جوړه کړه.
همدا رنګه يه همدغه کال کې یې په کينیا او تانزانیا کې د امریکې په سفارتونو د بمي چاودنو بریدونه وکړل، په دغو چاودنو کې په سلګونه کسان مړه او ټپیان شول، ویل کیږي، چې دغه بریدونه د مصري ترهګرو لخوا،چې د القاعده غړي وو،ترسره شول.
له دغو چاودنو وروسته ،د امریکا اسامه بن لادن ته ډیر پام شو او اسامه بن لادن د نړۍ په ټولو رسنیو کې د بحثونو او خبرونو باب وګرځیده،او داسامه بن لادن نوم په نړیواله کچه مشهور شو. امریکا په کينیا او تانزانیا کې په خپلو سفارتونو د برید پړه په القاعده واچوله، البته په همدغه وخت کې ، د امریکا ولسمشر بل کلنټن د مونیکا لونسکي له موضوع سره ، لاس او ګریوان و، مونیکا ادعا کړې وه، چې کلنټن له ده سره په زوره زنا کړې ده، او دغه موضوع د امریکا په ټولو رسنیو کې ډیره ګرمه وه. داسې ویل کیږي ، چې د امریکا ولسمشران ، هر وخت هم چې له داسې یوې موضوع سره مخ شوي ،چې د ولس پام ورته اوښتی دی ،دوی داسې یوکار ترسره کوي ،چې د خلکو پام له ځانه واړوي، او عامه افکار بلې خوا ته یوسي، د ځينو خلکو په وينا ، کلنتن هم غوښتل چې د امریکا د ولس پام له ځانه واړوي، او د کنیا او تانزانا برید یې خپله تر سره کړ او پړه یې په اسامه بن لادن واچوله. له دې پیښې وروسته کلنټن په سوډان او افغانستان كې د القاعده په مركزونو د کروز ميزایلو د بریدونو امر ورکړ. داسې ویل کیږي ، چې له دغه برید نه یو ساعت مخکې اسامه ته اطلاع راغلې وه، او ده له هغه ځایه پښۍ سپکې کړې وي.
په سوډان باندې د کروز ميزایلود برید علت دا وه، چې هلته په یوه لابراتوار کې بیالوژیکي وسلې جوړيږي، خو وروسته دا هم غلطه ثابته شو، دغه ځای د اسپرن ګولیود جوړولو کارخانه وه، چې څښتن یې وروسته بیا د تاوان غوښتلو دعوا وکړه.
امریکايي چارواکو په القاعده شبکه دا تور هم ولګاوه ،چې په بوسنیا ارزیګونیا کې د اسلامپالو ملاتړ کوي، او خپلې ریښې یې ان بالکان ته هم غځولي دی، او له دغه ځایه غواړي ، چې د امریکا په متحدو ایالتونو او په امریکايي پوځیانو بریدونه ترسره کړي.
د ۱۱م سپټمبر برید
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نړۍ په تجارتي مرکز د الوتکو برید وشو، چې په پایله کې یې ۲۹۷۴کسان مړه شول.د امریکا ولسمشر بوش د ترهګرۍ په وړاندې جګړه اعلان کړه. او ددغه برید پړه یې په اسامه بن لادن واچوله ، اسامه بن لادن په دغه وخت کې په افغانستان کې اوسیده. ایف بي ای ، وویل چې دوی داسې اسناد او شواهد تر لاسه کړي دي ،چې دغه برید اسامه ترسره کړی، او له طالبانو یې وغوښتل چې اسامه ور وسپاري،خو د طالبانومشر ملا محمد عمر انکار وکړ، او دغه کار ېې د اسلامي او افغاني اصولو خلاف وباله . ملا محمد عمر امریکې ته وویل ، چې اسامه زموږ میلمه دی، او د میلمه ساتل زموږ فرض دی . د ملا عمر له انکاره وروسته امریکا په افغانستان د برید اعلان وکړ او د اکتوبر په ۷مه د امریکاپه مشرۍ د ناټو برید په افغانستان پیل شو، چې په پایله کې ېې د طالبانو حکومت ړنګ شو.ملا عمر او اسامه له افغانستانه وتښتیدل.
اګر چې د نړۍ په تجارتي مرکز له بریده وروسته ، اسامه وویل، چې دغه کار دوی ندی تر سره کړی او په بار بار یې انکار وکړ. خو په هغه ویډیو کې چې په ۲۰۰۴کال کې ، اسامه د الجزیرې تلویزیون له لارې خپره کړه، د دغو برید مسووليت واخیست، او داېې ومنله چې دغه حمله د القاعده شبکې د نهه کسیزې ډلې لخوا ،چې درې الوتکې یې یرغمال کړې وې ، تر سره شوې.
اسامه په خپل دغه ویډیويي بیان کې وویل چې دغه برید یې د اسرایلو د هغه برید په بدل کې کړی،چې په ۱۹۸۲ م کال د لبنان په جګړه کې ، اسرایلو په یوه برج کړې و او دغه برج یې نسکور کړ.
د اوباما اداره
د امریکا د دفاع وزیر په ۲۰۰۹ کال کې وویل چې د امریکا چارواکي د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه له کلونو راهیسي کره مالومات نلري. له دې نه یوه اونۍ وروسته په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان، جنرال مک کریستل وویل چې،”القاعده به تر هغې ماته نشي، تر څو چې یې مشر مړ او یا هم ونه نیول شي”. ده کانګرس ته د مالوماتو ورکولو په مهال وویل چې ، اسامه بن لادن د القاعده شبکې یوه سمبولیک مشر دی. د اسامه ژوندی پاتې کیدل، القاعده ته یونړیوال شهرت ورکړی. مک کرستل وړاندیز وکړ،چې افغانستان ته باید دیرش زره نور عسکر ولیږل شي، او په دې سره امکان لري ، چې د ترهګرۍ په وړاندې جکړه وګټو.
د اسامه بن لادن مړنه
د ۲۰۱۱کال د اپریل په ۲۹ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه په پټنځای د عملیاتو امر ورکړ. دغه عملیات د امریکا د یو ځانګړي تیم SEAL TEAM لخوا ترسره شول، چې په دغه عملیاتو کې د اسامه کود ، “جیرونیمو” ټاکل شوی و او له څلویښت دقیقو عملیاتو نه وروسته اسامه ووژل شو. له کلونو کلونو داسې فکر کیده ، چې اسامه به د افغانستان اوپاکستان په غرنیو سیمو کې اوسیږي. خو اسامه بن لادن د پاکستان له پلازمينې نه ۶۰ کیلو متره لرې په داسې سیمه کې ومندل شو، چیرته چې د پاکستان مشهوره نظامي اکاډمي ده، او په دغه سیمه کې د پاکستان د پوځ لوړپوړي نظامي چارواکي اوسیږي.
د مۍ په دویمه د امریکا ولسمشر په امر د اسامه د وژل کیدو عملیات ترسره شول، په دغو عملیاتو کې اسامه بن لادن او د هغه یو زوی او یو ه ښځه هم مړه شول. دغه عملیات په سپينه ماڼۍ کې په مستقیمه توګه د امریکا د ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو لخوا لیدل کیدل. دوه امریکايي چورلکې او ۷۵ تنه پوځیانو په دغه عملیاتو کې برخه واخیسته، چې دوه بې پیلوټه الوتکو ېې تعقیبي څار کاوه.
له دغو عملياتو ۷ساعته وروسته بارک اوباما د تلويزيون په پرده را څرګند شو او د اسامه بن لادن د وژل كيدو اعلان يې وكړ او ويې ويل چې دغو عملياتو څلويښت دقيقې دوام وكړ چې په تر څ کې اسامه بن لادن مړ شو. له دې څو ساعته وروسته د سي اى اې مشر ليون پنيتا وويل چې د اسامه مړى يې د DNA له ټسټونو څخه وروسته د اسلامي اصولو سره سم ولمباوه،بیا یې په سپين کفن کې تاو کړ، او په یوه صندق کې چې ډیر وزن یې درلوده واچاوه او د عربو په سمندر کې یې خوشې کړ.
د بن لادن د پټنځای په اړه د افغانستان حکومت بار بار نړیوالي ټولنې ته ویلي و، چې دی په افغانستان کې ندی، د ترهګرۍ اصلي مرکزونه د افغانستان له پولې نه ها اخوا ، په پاکستان کې دي ، خو چا د افغان ولسمشر خبره نه اوریدله.
د بن لادن په مرګ سره په سیمه او نړۍ کې ډول ډول پوښتنې او اندیښنې پیدا شوي. د پاکستان په اړه هم شکونه زیات شوي، چې څنګه بن لادن د زرداري د زنې لاندې اوسیده، او پاکستان حکومت ورباندې نه و خبر. بله پوښتنه د بن لادن د مړنې په اړه ده ، له پخوا راهیسي په رسنیو کې داسې ريپوټونه خپاره شوې ول، چې اسامه د ۲۰۰۱ کال نه وروسته په خپل مرګ مړ شوی او د تورې بورې په غرونو کې خښ شوی دی.ځيني نړیوال ژورنالستان دا پوښتنې هم کوي،چې که چیرته بن لادن په ريښتیا هم په دغو عملیاتو کې مړ شوی وي، نو ولی ېې یو تصویر یا ویډیو نه خپروي، خو سپينه ماڼۍ دا دلیل راوړي ، چې د بن لادن وژل کیدو د ویډیو خپرول به په نړۍ کې حساسیتونه راوپاروي،خو دغه بهانه تر ډیره معقوله نه بريښي.
ځيني شنونکي وايي چې امریکا له پخوا پوهیده، چې اسامه چیرته دی ، خو دغه کار یې په افغانستان کې دجګړې د غځولو په خاطر نه کاوه، اوس چې په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته وخت نږدي کیږي، او د اوباما شهرت هم په امریکا کې ډیر زیا ت را کم شوی و، له بلې خوا د روان کال د جولای په میاشت کې ، د اوباما د ژمنې سره سم له افغانستان څخه د امریکا يي ځواکونو تدریجي وتل پیلیږي، او له بلې خوا په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان تر منځ سیاسي ترنګلتیا رامنځته شوې ، او پاکستان له امریکې نه وغوښتل چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دې د پاکستان په خاوره کې ودروي، او خپل شپږ سوه استخباراتي کسان دې د پاکستان له خاورې وباسي.په دغه کار سره اوباما سیاسی ، نظامي او اقتصادي اهداف لاسته راوړل او د دویم ځل لپاره يې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو امکان زیات شو.د پاکستان په خاوره کې د اسامه اوسیدل او وژل کیدل امریکا په پاکستان باندې نور هم بر لاسې کړ. خو جالبه خبره لا داده چې امریکا اوس هم پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې خپل نږدي ملګرى بولي.
په پاکستاني رسنیو کې د اسامه له وژل کیدو وروسته ، بیلابیلې نظریې خپریږي، ځينې پاکستاني شنونکي وايي ،چې له یوې خوا پاکستان په نړۍ کې ،ډیر بې حیثیته شو ،او له بلې خوا د پاکستان د پولو خپلواکي تر سوال لاندې راغله او د پاکستان حکومت خپل اولس ته اعتماد له لاسه ورکړ. امریکا پرته لدې چې پاکستان ته خبر ورکړي، دغه عملیات یې تر سره کړل. د سي آی ای د مشر له قوله ، موږ پریکړه وکړه، چې پاکستان به په دغو عملیاتو نه خبرو، ځکه د دې ویره موجوده ده، که چیرته پاکستاني چارواکي خبر شي چې موږ په اسامه عملیات ترسره کوو، نو کیدای شي ، چې اسامه ته خبر ورکړل شي ، او وتښتي، او یا هم د دې ویره موجوده وه ،چې د پاکستان پوځ پر موږ برید وکړي.
لیون پانیتا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ، موږ پاکستان له دغه بریده نه و خبر کړی، خو کله چې عملیات خلاص شول، او زموږ پوځیان د پاکستان له خاورې نه بیرته افغانستان ته راورسیدل، نو موږ پاکستان خبر کړ، او دغه خبره مو له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړه، ده وویل، کله چې زردارې زموږ له عملیاتو او د اسامه له مرګه خبر شو،نو وې ویل” مبارک”Congratulations .
نړیوالو ته دا ثابته شوه،چې د ترهګرۍ اصلي ستونزه په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده.هاغه د چا خبره پاکستان پخپل رنګ کې کوټ شو.پاکستان هر کال له امریکې نه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره په میلیاردونو ډالر تر لاسه کول. خو اوس داسې ثابته شو، چې پاكستان غل سره جوال نیسي او د کور خاوند ته نارې وهي، چې غل دی.
خو سره د دغو ټولو خبرو ، زما په نظر د اسامه مرګ یوه معما ده، په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه، ډیر پیچلي اړخونه لري، ډیر پټ او ښکاره سیاستونه په سیمه کې د خاصو سیاسي ، اقتصادي اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر په لاره اچول شوي دي. دا مسایل به هغه وخت روښانه شي ، چې ځينو پوښتنو ته چې، نړیوالو، شنونکو ، ژورنالستانو سره دی، ځواب وویل شي. دا چې د امریکا چارواکی به په راتلونکي کې څه پلان لري، جګړه به کوم لوری ونیسي، دا قضاوت به راتلونکی ته پریږدو.