نږدې دوه میاشتې کیږي چې افغان حکومت په رسمي توګه منلې ده چې د متحده ایالاتو چارواکو ورته د یو داسې ستراتیژیک تړون وړاندیز کړی دی چې پر بنسټ به یې متحده ایالات په افغانستان کې د اوږد مهالو پوځي اډو د جوړولو حق ولري . د افغان حکومت مشرتابه او لوړپوړو چارواکو څرګنده کړې ده چې د همداسې یو تړون د مسودې لپاره د متحده ایالاتو لوري سره په خبرو بوخت دي. دوي دا هم ویلي دي چې یوه لویه جرګه به په راتلونکو دوه میاشتو کې وغواړي چې په دې پریکړه هوکړه یا ناکړه وکړي. له بلې خوا د متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو تر پرون پورې هم له دې نه سوچ انکار کړی دی چې په افغانستان کې د اوږد مهالو پوځي اډو غوښتونکي دي. د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژنې کیداې شي د دې لوبې اصول نور هم بدل کړي وي .خو د متحده ایالاتو چارواکو د ستراتیژیک تړون خبره چورلټ نه ده رد کړې.
په دې لیکنه کې زه غواړم په دي وغږیږم چې که افغانستان متحده ایالاتو سره په داسي یو تړون کې د ننوتلو پریکړه کوي نو دا پریکړه یې باید د څه پر بنسټ وي ؟
ځینو نامتو افغان شنونکو او شخصیتونو د رسنیو له لارې هڅه کړې ده چې افغان حکومت له خپلو ګاونډیو نه وویروي ، او څرګنده کړې یې ده چې متحده ایالاتو سره په داسې یو تړون کې ګډون به د افغانستان شتون د ګاونډیو له خوا تحدید کړي. حقیقت دا دی چې د افغانستان ګاونډیو تر ننه پورې د افغانستان د ورانولو او تحدیدولو یو فرصت هم له لاسه نه دی ورکړی. له تیرو څه د پاسه درې لسیزو راپه دې خوا د افغانستان ګاونډیو په افغانستان څه نه دي کړي چې اوس یې ونه کوي. همدې هیوادونو د افغانستان حکومتونو ته وسله وال یاغیان روزلي، د افغانستان د خاورې د لاندې کولو هڅه یې کړې ده ، د افغانستان د فرهنګ ، تاریخ، ژبې او معنوي شتمنیو د له منڅه وړلو اوږدي منډې یې وهلي دي. داسې هېڅ څه نشته چې د افغانستان ګاونډیانو په افغانستان نه دي کړي چې وروسته له دې یې په کولو افغانان وویروي.
دا به ډیره ساده ګي وي چې افغانستان خپلې مهمې ستراتیژیکي پریکړې په دې هیله د ګاونډیانو په خوښه وکوي چې ګاونډیان به نور افغانستان نه تحدیدوي . که چیرې افغانان د دې ستراتیژیک تړون پریکړه هم د خپلو ګاونډیانو په خوښه وکوي بیا به هم ګاونډیان په دې هیواد کې د لاسوهنې نه لاس وانخلي تر هغې چې دا هیواد عملا د دوي د مستعمرې بڼه غوره نه کړي.
د افغانستان یو ګاونډي هیواد هم په خپلو ستراتیژیکو تړونونو کې د افغانستان د خوښې او خپګان پروا نه ده کړې او افغانستان یې په یو خروار لېټۍ کې هم نه دی راوستی.
دا په دی مانا نه ده چې افعانستان دې هرو مرو د متحده ایالاتو سره په دې ستراتیژیک تړون کې د ننه شي ، بلکې دا هرو مرو او اړینه ده چې د افغانستان حکومت دې خپلې حیاتي پریکړې د ګاونډیانو له ویرې د دوي په خوښه نه کوي. دا د افغانستان په ګټه ده چې په خپلو نړیوالو او سمندر پورې تړونونو کې سیمه ایز حساسیتونه په پام کې ونیسي، خو د دې حساسیتونو یرغمل نه شي.
د افغانستان حکومت داهم ویلي دي چې لویه جرګه به دوه میاشتې وروسته په دې ستراتیژیک تړون پریکړه وکړي. ستونځه دا ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولایتي جرګو غړي، چې د اساسی قانون له مخې به د دې لویې جرګې غړي وي ، په داسې یوه تړون به د کره پریکړې وړتیا ونه لري. شنونکو سودا کړې ده چې د جرګې غړي له نړیوالو اړیکو نا خبره او په ځینو مواردو کې نا لوستي دي. نو د داسې غړو پریکړه به په داسې یو مهم تړون څومره د افغانستان په ګټه وي؟ له دې سربیره د افغانستان حکومت په خپله د ولسي جرګې په ولسواکیتوب شک ښودلی دی او تر سلو ډیر غړي یې ورته د ځانګړې محکمې څیړنې ته ورپیژندلي دي. نو داسې یوه ولسي جرګه چې په خپله ولسواکه نه ده څنګه په داسې ارزښتمنه لویه جرګه کې د پریکړو اخلاقي زور ولري. په ولسي جرګې وخت ناوخته دا تور هم لګېدلی دی چې ځینې غړي یې د ګاونډیو هیوادونو څارګرو ادارو سره پخوا او اوس نږدې اړیکې لرلې دي. په داسې اکر کې د داسې غړو په لویه جرګه کې شوې پرېکړې به ډېرې شکمنې وي.
د افغانستان حکومت د افغانستان د خلکو د رایو په ډیري ټاکل شوی دی. په کار خو دا ده چې حکومت د همدې ټاکنیز مسولیت له مخې د دې تړون وروستۍ مسوده د کورنیو او باندنیو څانګپوهانو په یوه ګمارلې ډله وڅیړي او دا مالومه کړي چې دا تړون د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو شرایطو په پام کې نیولو سره د افغانستان په ګټه ده که په زیان. که چیرته دا څانګپوهه ډله ومومي چې دا تړون د هیواد په ګټه ده نو حکومت دې دا ګټې د ډله ایزو رسنیو له لارې ولس ته ورپه ګوته کړي. همداراز که د حکومت څانګپوهه ډله دې پایلې ته رسیږی چې داسې یو تړون په لنډ یا اوږد مهال کې د دې هیواد په ګټه نه ده، او یا ګټې یې له تاوانه کمې دي نو هم دې ولس پرې خبر شي. وروستۍ پریکړه دې د افغانستان خلک د یوې ټولپوښتنۍ له لارې وکوي. البته لویه جرګه د پریکړې له ټولو ښه ځای دی او د ټولپوښتنې په پرتله لوړ حقوقي ارزښت لري خو له بده مرغه اوسمهال د لویې جرګې ترکیبي عناصر د داسې پریکړو اخلاقي او ولسواکیزه وړتیا نه لري. په عادي شرایطو کې لویه جرګه د داسي پریکړو لپاره تر ټولو ښه ځای دی.
ډیره مهمه ده چې په داسې ستراتیژیکو تړونونو د هو کړې او ناکړې پریکړه احساساتی، ناخبره او پردي خلک و نه کوي . پورته څرګندو شوو اندیښنو نه دې دا مانا هم وانه خیستل شي چې افغانستان دې ګڼې هرو مرو امریکې سره په دې ستراتیژیک تړون کې ګډون وکوي. په دې تړون کې د برخې پریکړه دې یوازې د افغانستان د لنډ مهالو او اوږد مهالو هر اړخیزو ګټو په پام کې نیولو سره وشي. پای