کور / خبرتیا او پيغامونه / دبي بي سي دیوه تکړه ژورنالیست یما باریز انامړه شوه

دبي بي سي دیوه تکړه ژورنالیست یما باریز انامړه شوه

دبي بي سي دیوه تکړه پروډیوسر یما باریز انا چې دغه دپلار الحاج امام الدین باریز مور کېږي دخیبر پښتونخوا په یوه روغتون کې دورپېښي ناروغۍ له کبله په حق ورسېده (روح دي ښاد وي ) ددغې پښتنې مېرمني مړی پرون ماد دیګر په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو او فاتحه یې هم په پېښور کې اخیستل کېږي .
دلراوبرویبپاڼې اداره د خپلو ټولو کارکوونکو په استازیتوب دتکړه ژورنالیست او دبي بي سي راډیو دکارکوونکي یما باریز دانا په مړینه کې دهغه له کورنۍ سره ځان شریک ګڼي ،. موږ دیما باریز انا ته دخدای پآک له دربار نه فردوس جنت غواړو او خدای دي دهغې پاتې شونو ته دزړه صبر ورکړي .

تبصره نسته

  1. hahahhahhahahhahahahhahahahhahahaha

  2. دښاغلی بسمل یی کور ودان چی بیا هم دخدا بخښلی استاد اولمر یاد یی تازه کړي او دافغانستان ومسولینو ته یی ور پیاد کړه،که ځه هم دخپل ځان صفتونه یی پخپله کړي دې بیاهم باک نه لری ځکه دخپل ځان دصفتونو په ځنګ کی دنورو صفتونه هم کوې زه هم په خپل نوبت دځښتن تعاله ځخه واستاد اولمیر ته دفردوس جنت غوښتنه لرم

  3. پرون د اسامه بن لادن زوي د امریکا په لاس د خپل پلار وژنه په کلکه وغندله. هغه د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په خلاف شدید الفاظ استعمال کړل او دا داعا یی دلوده چی امریکاییانو د پاکستان په خاوره کی ددی برید په تر سره کولو قانون مات کړی دی.
    د بن لادن څلورم زوی ۳۰ کلن عمر وویل چی هغه د خپل پلار څخه د ۲۰۰۱ تر برید یو کال مخکی د انزجار او بیزاری په ترڅ کی جلا شوی و خو زیاته یی کړه چې پلار یی بیا هم ورباندی ډیر گران و.
    عمر بن لادن نن د خپلی کورنی د ځینو نورو غړو سره یو ځای یوه اعلامیه خپره کړه چی پکی هغه د امریکا دا برید د قتل یوه دسیسه وبلله. هغه ددی ترڅنگ د بن لادن د دریو میرمنو د خوشی کولو غږ هم وکړ.
    القاعدې امریکا ته خبرداری ورکړی
    په یمن کی د القاعده د شبکی مشر امریکا ته خبر داری ورکړی چی په پاکستان کی به د اسامه بن لادن د وژنی غچ د گڼو بریدونو په ترڅ کی واخلی.
    په هغه بیان کی چی په یمن کی دالقاعده مشر ناصر ال واحیشي په انترنت کی خپره کړی ویل شوی چی د جهاد سکروټی اوس تر بل هر وخت روښانه سری او تودی دي

  4. القدس العربي نړیوالې ورځپاڼې په یوه تبصره کې ویلي چې احتمالاً اسامه بن لادن ژوندی دی، امریکايي ځواکونو نیولی او امریکا ته یې وړی دی.

    القدس العربي ورځپاڼې، چې په لندن کې چاپېږي، په یوه تبصره کې چې عنوان یې دی:« ایا بن لادن وژل شوی» لیکلي :د اسامه بن لادن د وژل کېدو خبر امریکايي چارواکو په تېره بیا ولسمشربارک اوباما اعلان کړ، خو د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په برخه کې موجودو شکونو او ابهاماتو ته په پام سره زیات احتمال دا دی چې هغه به امریکايي ځواکونو نیولی او امریکا ته وړی وي.

    القدس العربي په دوام کې دا پوښتنه کړې چې ایا د بن لادن نیول کېدا د هغو کسانو لپاره چې له القاعده سره جنګېدلي، یا یې له ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده، مهمه نه ده؟

    ورځپاڼه همداراز لیکي چې ین لادن د امریکا او اورپا لومړی درجه دښمن و، نو هماغه راز چې امریکایان وتوانېدل چې د ده پټنځای ومومي دا احتمال هم شته چې هغه دې نیول شوی وي.

    د دې راپور په دوام کې راغلي: د بن لادن په شان کس چې کارونه یې د نړۍ لپاره په ملیاردونو ډالره تمام شوي او د ده په وجه په زرګونو کسان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې وژل شوي، ایا د امریکا د کوماندو ځواکونو له لوري به په دومره اسانۍ وژل شوی وي؟

    القدس العربي ټینګار کوي، که امریکا د بن لادن د وژل کېدو په ځای د هغه د نیول کېدو خبر خپور کړی وای، دا به د امریکا د حکومت پخوانیو چارواکو په تېره بیا جورج ډبلیو بوش، یوشمېر لوېدیځو چارواکو همداراز د عربي هیوادونو چارواکو او هغو کسانو ته، چې له بن لادن سره پخوا په ارتباط کې ول، ښه خبر نه و.

    القدس العربي د بن لادن پټنځای ته د امریکايي کومانډو ځواکونو ورتګ نه ردوي خو د هغه په مرګ شک څرګندوي ځکه چې د دې ورځپاڼې په نظر بن لادن ډېر مالومات لرل چې د امریکا لپاره خورا ضروري دي.

    خو که د القدس العربي شک ومنو باید دا هم ورزیاته کړو چې ښايي امریکا د دې لپاره د بن لادن مرګ اعلان کړی وي چې د دې شبکې غړي امریکايي یا اروپايي مقامات یرغمل نه کړي. هغوی ښايي سمندر ته د بن لادن د مړي د غورځولو خبر هم له همدې وېرې خپور کړی وي.