احمدشاه ابدالي جرګه
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکاۍ ملي سمبول،
احمدشاه ابدالي بابا، ژوند اوحماسو ته يوه لنډه کتنه
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د نړۍ پرمخ تللي او پياوړي ملتونه ملي سمبولونه لري
ويښ ملتونه پر خپلو ملي سمبولونو راټوليږي
د افغانانو د يووالي، سوکالۍ او شيرازۍ ملي سمبول، احمد شاه بابا، ژوند او حماسو ته يوه لنډه کتنه
په ١٧٤٧ کال کې د قزلباش پوځيانو پرلاس د نادرشاه افشار وژلو ٢٥ کلن احمدشاه ابدالي ته ـ د فُرصت، امکاناتو او اريخي پيرزوينو د ښې پېژندنې اوترې نه د پرځاى ګټې پورته کولو ـ دا وياړ ورپه برخه کړ چې د افغانستان په نوم د افغانانو د خپل پياوړي دولت د بنسټ ډبره کيږدي، او پر ټينګولو يې لاس پورې کړي. تاريخي لاسوندونه او قراين د دې درک شاهدي ورکوي چې احمدشاه بابا دې نتيجې ته رسيدلى و چې د يوه پياوړي او خپلواک افغان هيواد د جوړولو لپاره د هغو عواملو د له منځه وړلولپاره کار وشي، چې معلول او زيږنده يې (لکه دنن پرڅېر) د هغې زمانې د سترو قدرتونو – مغلو او پارسيانو تر منځ – د شخړو ډګر و. نو د دې عمل د پلي کولو پر لور، احمدشاه بابا تر هرڅه لومړى د افغان ټاټوبي د طبعي پولو د ساتلو او د ګرد افغان ملت د يو موټي کېدو په تکل کې شو.
احمدشاه بابا دا تکل په عملي توګه هغه وخت په بريالۍ توګه پيل کړ چې د يوويشتمې پېړۍ بې سياله زبرځواک، شمالي امريکا، د هسپانويانو او انګرېزانو کالوني وه ـ او بيا د معاصر افغانستان له جوړېدو ٢٩ کاله وروسته د ١٧٧٦ کال اوږدې مبارزې په پايله کې د جيورج واشنګټن پر لاس د امريکا “متحده ايالاتو” د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
د خپل ملت او هيواد د جوړونې دې سپېڅلي هدف او سوبې پر لاس ته ور وړلو پر لور، “.. ستر سوبمن او د مېړونو مشر..”، احمدشاه ابدالي پر لوى خداى توکل، پر خپل صداقت باور او د خپل غيرتي ملت پر ملاتړ ډاډ درلود. د ګرد افغانستان د يووالي پر لور يې لومړى ګام د کابل نيول وو. په کابل کې هغه مهال د تُرک-توکمه قزلباشو يو پوځي ګارنيزيون پروت و چې د نادرشاه افشار د حاکميت د زمانې له خوا يې پر کابل ولکه لرله.
په ١٧٤٩ کال يې هند ته لومړى سفر وکړ. په همدې سفر کې و چې د اباسين لوېديزې غاړې ته – له کندهاره تر اټکه پرتو افغانانو – کرلاڼو، غرزيو او درانيو، په يوه غږ ډېر ژر خپل ځانونه، “پرته له دې چې د چا پوزه وينې شوې وي، د ابدالي دولت تر بيرغ لاندې راټول شول.” او د يوه يوموټي ملت د جوړولو پر لور يې د همغږۍ او همکارۍ ملا ورسره وتړله. هماغه وو چې پر هند د لومړي دې يرغل په پايله کې، دراني لښکرو د بابري “ابوالفتح ناصرالدين محمدشاه مغُل پوځونه او ځواک، چې د اباسين لويديځ ته پر افغان خاوره يې ولکه ساتله، مات کړل . محمد شاه خپله پلازمېنه، ډهلى، يواځې هغه وخت خوندي وساتلى شو چې د اباسين د غاړې لوېديځ ته له پرتو افغاني خاورو څخه يې لاس واخست. پر هغه سربېره يې د سند ايالت هم افغانانو ته پرېښود. پدې توګه افغانانو، کشمير؛ په سهيل کې د پښتنو او بلوڅو د ګډ ټاټوبي، بلوچستان، په ختيځ کې د اباسين تر ختيزو غاړو او په ګودر او کراچۍ کې يې د عربو تر سمندر پورې خپل هيواد خپل کړ.
د افغانستان د ملي پولو پخولو پر لور بهر ته د احمد شاه دراني دويم سفرد هندوکش لوېديځ او شمال لوېديځ خوا ته و. پدې سفر کې، نادرى حاکم، اميرخان عرب؛ او بهبودخان مروي د افغان لښکر پر خلاف ودرېدل. په مقابل کې يې ګرد افغان ملت په يوه سلا او په ځانګړې توګه درويش خان هزاره، د احمدشاه په پلوي اقدام وکړ.” په پايله کې يې افغانانو “له ١٤ مياشتو اوږدې کلابندۍ وروسته” هرات د غليم له منګولو وژغوره، پرې يې ولکه ټينګه کړه؛ خراسان يې ونيو او تر نيشاپور پورې يې ځان ورساوه. د خراسان والي، د نادر افشار کړوسي، شاهرخ، سولې ته غاړه کېښوده. احمدشاه بابا نوموړي ته ـ د افغانستان تر حمايې لاندې ـ پر هغه ولايت د حکومت کولو اجازه ورکړه.
له ختيځ لوري د افغان سلطنت پرخلاف د مغلو لمسونو اوبريدونو دوام لاره. په ١٧٥١ کال کې يوځل بيا، له خپلو پولو څخه د دفاع په خاطر، احمدشاه بابا په اباسين او راوي سيندونو پوريووت، د لاهور پيڅو ته ورسيد او په شاليمار باغ کې يې کمپونه ووهل. دا وخت په ميرمنو مشهور، مير معين الدين مغل، د پنجاب حاکم و. ميرمنو په افغانانو حمله وکړه خو له دواړوخواو نه د درنوتلفاتو په نتيجه کې د مغلو لښکر مات او مغل حاکم ژوندى ونيول شو. پر دې مهال د احمدشاه بابا حضور ته د لاس تړلي ميرمنو د وړاندې کولو په موکه، د دواړو ترمنځ د مکالمې يوه برخه – چې د هغې زمانې د درنو سياسي اخلاقو ښکارندويي کوي _ د يادونې وړ ده:
د پيښور پوهنتون يو پخوانى مرستيال مشر، پروفيسور عبدالحى، ليکي چې: کله “د مغل پوځ پښې ټينګې نه شوې او ماتې يې وخوړه، ميرمنو ژوندى ونيول شو او احمدشاه ته لاس تړلى پيش کړى شو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو چې وايه! ته زما نه د څه سلوک طمع لرې. ميرمنو ورته ښه په زړورتيا ووې چې: “که قصاب يې نوحلال مې کړه؛ که سوداګر يې نو ډيرې روپۍ رانه واخله، خوشې مې کړه؛ او که ته بادشاه يې نو معاف مې کړه.” پروفيسو حبيبي زياتوي چې “احمدشاه [د مير منو] په دې زړورتوب اوحاضرجوابۍ ډير خوشحاله شو، ازاد يې کړو اوله خپل طرفه يې ورته د پنجاب ګورنري وسپارله.”
په ١٧٥٣ کې د ميرمنو له مړينې وروسته د افغان خاورې پرخلاف د مغلو تيري بيا پيل شول. په مقابله کې يې په ١٧٥٦ کال کې دراني لښکرې، د نجيب الدوله پر مشرۍ د روهلکنډ پښتنو په ملاتړ، هند ته وخوځېدې، د ډهلي ښار په پنځلس ميله واټن کې يې د عزيزالدين عالمګير ثاني له خوا هرکلى او ښار ته ننوتلې. د اباسين ختيځ ته په پنجاب ايالت کې يې خپل زوى، تيمورشاه، والي وټاکه. پدې توګه په شمال، سهيل، ختيځ او لوېديځ کې له اته کاله پوځي عملياتو وروسته، احمدشاه بابا په شمال کې له امو سين بيا تر هرات، سيستان او اباسين پورې د افغانانو د ملي ټاټوبي طبعي پولې ټينګې کړې وې – او په شمال، لوېديځ او ختيځ کې له امو تر اباسين پورې له بهرنيو تېريو څخه د افغانستان د پولو د خوندي ساتلو لپاره [بخارا، خراسان او پنجاب] د حايلو دولتونو [Buffer States] په توګه ساتل؛ مشري يې يا پخپله افغان سلطنت ته وفادار سيمييزو مشرانو او يا افغانانو ته ورکوله.
فرېزر- ټايټلر د افغانستان په اړه د خپل اثر په ٦٥ مخ کې ليکي چې د احمدشاه دراني پرڅېر “نابغه د افغانانوپه منځ کې هم، لکه د نورو توکمونو په شان، لږ وي… خو ويې نکړاى شول چې پر هغو وېړو خاورو ولکه ټينګه کاندي چې د زوال په درشل کې د مغُلو د امپراتورۍ پرځاى يې د يوه پياوړي [افغان] سلطنت خښته اېښودلې واى.”
د دې خبرې له منلو سره-سره، چې د ټايټلر شننه د دراني هيواد د پايلو پر پايله ولاړه وه، خو هغه د افغانانو د ذهني معيار د ټول واقعيت، جغرافيايي څرنګوالي، تاريخي چاپېريال او سياسي موخو ښکارندويه نه وه. له يوې خوا د افغانانو د هيواد له طبعي پولو څخه شاته تېرېدلو په ترڅ کې د احمدشاه بابا د حماسو هدف امپريالستي نه، بلکې د خپلو پولو د ټينګولو او خوندي ساتلو لپاره يې د هغو رقيبانو مخنيوى و چې زموږ پر تاريخي هيواد بلوسېدل. په تاريخ کې داسې بيلګه نشته چې افغان ملت دې د خپلو ګاونډيانو او بل چا پرضد ټلواله جوړه کړې او پر توطيو يې لاس پورې کړى وي. نو په عملي توګه، که چېرې احمدشاه ابدالي، له دې پرته چې د خپل ملي هيواد د بنسټ خښته يې پخه کړي، د ډهلي پر تخت ډډه وهلې واى نو نتيجه به د هغه د تکل د مرکزي اصولو پرخلاف وه – يانې دا چې افغان خاوره او ملت به دا ځل د دراني او پارسي امپراتوريو تر منځ د جګړې په ډګر بدل شوي واى.
د افغانانو تاريخ پرديو ليکلى په پټواغراضو کې نغښتىى، له افواهاتو افراط او تفريط څخه ډک دى. له همدې کبله له دې تاريخونو څخه د تقليد په نتيجه او اندونو پر خلاف، هند ته د احمدشاه بابا د سفرونو هدف مذهبي نه، بلکې د افغان ملت له ملي ګټو څخه د دفاع لپاره وو.
په ١٧٥٦ کال کې د ډهلي له نيولو وروسته، کله چې احمدشاه بابا د اباسين لوېديځ ته د افغاني خاورو د حايل په توګه د پنجاب ايالت حکومت خپل زوى، تيمورشاه، ته وسپاره، نو له يوې خوا په مرکزي هند کې د مرهټه و ځواک پياوړى شوى و، د افغانانو د حکومت پرخلاف يې هڅې پيل کړې وې. او له بلې خوا د پرنګي “ختيځ هند شرکت”، چې د پردې شا ته يې ټوله لوبه لوبوله – د يوه بل پرضد ولاړو مغول شهزادګانو جنګولو له لارې پر هند د حکومت کولو خوبونه ليدل.
په ١٧٥٨ کال مرهټه و پر پنجاب يرغل وکړ، د افغان سلطنت پولې يې تهديد او تيمورشاه يې مجبور کړ چې د اباسين لوېديځو غاړو خپلې خاورې ته پر شا لاړ شي. پر هغه پسې په ١٧٥٩ کال کې مرهټه او راجپوټ ځواکونه د مرهټه-راجپوټ کنفدراسيون په يوه ټلواله کې سره راغونډ، د سهيلي هند، شيعه نظام، او شمالي هند سُني نظام تر منځ په راجپوتانه کې يې ولکه ټينګه کړې وه. د دې ځواک مخ هم له پرنګي سره په تباني کې، چې د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو پر لور يې د سرطان د دانې په څېر په نا لمسيدونکې بڼه په سيمه کې ريښې زغلولې، د اورنګزيب له اخلافو څخه د بدل اخستلو په پلمه د ډهلي پر لور ګرځول شوي و.
د “افغانان په هند کې” کتاب په حواله، استاد علامه رشاد (رح) ” چې د تيرو پنځه پيړيو راهيسې په هند کې – له ابراهيم لودي بيا تر شيرشاه سوري، خوشحال بابا او په سلګونو نورو افغان مشرانو تاريخ اوکارنامې ثبت کړې دي – تر ١٧٦٠ کاله پورې د راجپوټ-مرهټه ټلوالې د پياوړى شوي ځواک د تيغ د تېرې څوکې پر وړاندې په هند کې افغان-ميشته سيمې پرتې وې – او په لومړي ګام يې په ځانګړې توګه، روهيله پښتانه ګواښول. او له بلې خوا هند ته د احمدشاه بابا اتم سفر، په ځانګړې توګه – د شاه ولي الله په غوښتنه او د څوکنود ميا عمر صاحب په وساطت، په هند کې د هغو مسلمانانو او روهيله افغانانو غږ ته هرکلى وايه چې د مغلو په شمول د يوې ټلوالې له خوا د ” کفارو تر تاړاکونو لاندې” پرې خپل ټاټوبي اور ګرځېدلي و.
نو د ١٧٦٠ کال په پينځمه مياشت د پاني پت په ډګر کې – له يوه لوري د احمدشاه بابا؛ د يوسفزيو د سردار، نجيب الدوله او د روهيلکنډ نواب حافظ رحمت خان بړيڅ، نواب دوندي خان اود فرخ آباد د نواب احمدخان بنګښ ګډو ځواکونو له يوې خوا — او د مغُل پاچا شاه عالم د وزير، غازى الدين، تر کومندې لاندې مغلو او مرهټۀ-راجپوټ ګډ ځواک يې پر وړاندې سنګرونه نيولي وو.
د يوه بل په مقابل کې د شپږ مياشتو اوږدو خرپ او ترپ نيښتو څخه وروسته، د روهيله ځواکونو او احمدشاه بابا د ګډ تصميم په پايله کې، افغان ځواکونو د ١٧٦١ جنورۍ پر ١٤ نيټه د ابدالي سلطنت په ١٣ کال – د ډهلي شمال ته په اټکل دېرش ميله واټن پراته د پاني پت په ډګر کې د ستر احمدشاه بابا تر بيرغ لاندې د افغان او مغُل- مرهټه-راجپوټ ځواکونو ترمنځ “په نړۍ کې د پرېکنده جګړو” له ډلې يوه جګړه پيل شوه. که څه هم پدې جګړه کې د ونډه لرونکو لښکرو د شمېر او د هغې د بهير په هکله بېلابېل نظريات خپاره شوي ـ د هغوى ډېرى د دې ښکارندوى دي چې د افغان لښکرو شمېر د غليم له ځواکونو څخه لږ و. خو بيا هم سوبه د افغانانو په برخه شوه، د غليم قوت يې تارومار کړ. د افغانانو پر لاس د مغُل -مرهټه-راجپوټ ټلوالې ځواک تر دې د مخه “.. هېڅکله هم دومره بشپړه ماتې نه وه خوړلې … او له هغه وروسته يې بيا شمالي هند ونه ګواښاوۀ.
غلام محمد غبار په “افغانستان در مسير تاريخ” کې ليکي چې احمدشاه بابا په هيڅ مقابله كې له دښمن څخه تيښته نه وه كړې. خپل ټول ژوند يې د خپل ملت خدمت ته وقف كړى و او د خپل اولس او پرګنو سره يې په تواضع او نرمي چالچلن كاوه. خورا مومن او متواضع انسان و- له هغو قوانينو څخه چې پخپله يې وضع كول جداً پيروي كوله. په مجازاتو كې يې د انسان د غړو پريكول او په تشريفاتو كې يې خشوع او ټيټيدل تحريم كړي وو.”
هو! د افغان ملت د لوړودودونو، يووالي، ازادۍ اوسوکالۍ سمبول، احمدشاه بابا، زړه له مينې، عشق او عاطفې ډک و. پر ښکلې پښتونخوا مين و او د غرو سرونو په مينه يې د ډهلي تخت هېراوه. په پښتو ژبه اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو كيدو په پيغامونو رنګين دي.
سر تر پايه دا د مينې ملک مې خپل کړ …… زه عاشق بندي د زلفو په هر کار ځم
د ناسود په وهم کې ورک شوې عندليبه ….. زه ها ګل يم چې د مينې په بهار ځم
که هرڅو دا ستا د مينې وړى دروند دى ….. ولى پل د خسته زړونو په قطار ځم
سر تر پايه دا د مينې ملک مې خپل کړ …… زه عاشق بندي د زلفو په هر کار ځم
الفنستون د کابل سلطنت په ٣٨١ مخ کې ليکي چې:
“که په رښتيا په اسيا کې يو پاچا د خپل ملت درښتوني درناوي وړ وي ، نو پرته له احمدشاه بل څوک نسته”
ډاکتر ګنداسنګه، د احمدشاه درانى تر سرليک لاندې کتاب په سريزه، ٣٠ مخ کې، ليکي چې “.. يوه سيک ته به ښايي دا عجيبه وبرېښي چې د يوه افغان اتل په باب په دومره خوشبېني څه وليکي. د تاريخ يو متوسط شاګرد، سيکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني … پينځه ويشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاريخ په پلټنه او څېړنه لګيا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغيزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم … خو هر څومره چې مې د ده په باب زياته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب ځانګړنو په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې پخپله نفوذ وموند..”
اندري سنګر په خپل کتاب، “د خيبر خاوندان”، کې ليکي چې “احمدشاه ابدالي هېڅکله هم د افغانانو ژوند-ليار، پښتونولي، نه هېروله. هېڅکله يې پر خپلو دودونو د تېري تکل نه و کړى… د پښتنو له نظره هغه د دې ايډيال تمثال و چې يو پښتون بايد جنګيالى، د ايمان خاوند، سخاوتمن او پياوړى وي…”
حتى اولف كيرو (Sir Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې د احمدشاه ابدالى په هکله د افغانانو په زړونو او رګونو كې ژوندي دي. د “پټهان” په نوم په خپل كتاب كې، كيرو ليكي چې د نوموړي “… د كورنۍ نوم لا اوس هم … د افغانانو د وفاداري احساسات راپاروي. … احمدشاه د طبعي نبوغ څښتن و … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم، زړه-سواند خوى يې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه روغې جوړې ته يې ترجيح وركوله …”
له پاني پت څخه وروسته، د انګرېزانو پام افغان ځواک ته وګرځېد او خپلو راتلونکو موخو ته د رسېدو لپاره، له هماغه راهيسې د يواځني پاتې پياوړي سيال، افغان سلطنت، د کمزوري کولو په هڅه کې شول. د نونسمې پېړۍ له پيل سره سم، کله چې د انګريزانو د شيطنت سرطاني دانې د سيمې هر ګوټ ته سرايت کړى و، د افغان ملت د زوال لړۍ پيل شوه. د پرنګي په لاس کې د سيمې د “بېل يې کړه، ايل يې کړه” پر نورو وسايلو سربيره، خورا اغيزمنه اوتېره وسله – له قاجاري دولت سره په لاس يو کولو – د مذهبي جګړو اور ته لمن وهل اوپرې د اسلام پر لاس د اسلام کاواکه کول وو. دا نن چې ګرده نړۍ د وحشت په اور کې سوځي، دهغې زمانې نه راپاتې شوى ميراث دى.
تاريخ په نه شليدونکى توګه دوام لري او ملتونه د هغه په بهير کې د ځان ژغورنې او د خپل ملي هويت د محو کيدو څخه د مخنيوي لپاره په دوامداره اونه شليدونکې مبارزه بوخت دي. د همدې بهير په اوږدوکې هغه ملتونه له زوال سره مخامخ شوي او مخامخ کېږي چې له ځان نه د دفاع پر لور يې له مبارزې څخه لاس اخستى دى. ژورې څېړنې او لاسوندونه د دې واقعيت څرګندوى دي چې پر افغان خاوره او ملت باندې د استبداد دا روانه څپه د هماغه تاريخ د ځنځير کړۍ ده چې د زمانوله غوښتنو سره سم پر بيلابيلو سطحي رنګونو رنګول شوى، دوام لري. شعارونه هماغه، لوبغاړي هماغه اواهداف يې هماغه. افغان ملت له ختيځ او لويديځ لوري پرې باندې له کلتوري يرغل سره لاس و ګريوان پاتې شوى. د افغانانو پرضد پروژو منځنۍ پانګه – له مغلو بيا تر پرنګي او شاته پرې يښو سيمييزو لاسپوڅو يې – پردې ولاړه وه او ده چې د افغانانو آر دودونه له منځه يوسي او پرځاى يې مسخ شوى اجنبي کلتور (يانې: د ريا کلتور، د بې ايمانۍ کلتور، د بنده د بندګي کلتور؛ د بېرحمۍ، قتل، انسان وژنې او پر انساني کرامت د تيرى کلتور..) وتپي. پدې برخه کې د تيرو پينځه ديرش کلونو په اوږدو کې د اسلام او اسلامي ورورولي تر نقاب لاندې د افغانانو بېرحمه وژنه او د اضمحلال او نابودۍ کندې ته د ور لاهو کولو تکل ژوندى تاريخ دى. نو د افغان ملت د ژغورنې او پايښت لپاره خورا اړينه ده چې د شرارت له دې شيطاني دايرې څخه ځان وباسي. او ترې د وتلو ليار د دې تپل شوي کلتور ريښې له بيخه يستل او په يوه موټي او يوه غږ د افغان ملت د يووالي، سولې او ښېرازۍ سسمبول، احمد شاه بابا، تر ابدالي بيرغ لاندې د خپلې بشپړې خاورې د ازادي پر لور خوځيدل دي او بس. ان شا الله
يا ربه توفيق!