کور / تازه خبرونه / كندهار:په ښاركې غلچكي بريدداوردودسرتيري ژوندواخيست

كندهار:په ښاركې غلچكي بريدداوردودسرتيري ژوندواخيست

پداسي حال كې چې دنن سهارله پيل راهيستې په كندهارښاركې كلك امنيتي تدابيرنيول شوي ،نامعلومووسله والودښارپه زړه كې دملي اوردويوسرتيرى په غلچكي بريدكې وواوژه .
پېښه دقيقآ دشهيدانوچوك ته نږدې په هرات بازاركې ۱۱ بجې رامنځ ته سوې .
عيني شاهدان وايې چې دملي اوردويوسرتيرى په هرات بازاركې په سودارانيولوباندي بوخت وو چې ناپيژاندووسله والوورباندي بريدوكړ،دى يې وواژه اودهغه وسله يې هم ورڅخه يووړل.
دكندهاردامنيې قومندانۍ سرپرست سمونوال شېرشاه يوسفزى مني چې په هرات بازاركې يوكس په غلچكي بريدكې وژل شوى خودهغه دهويت په اړه يې څه ونه ويل .
دغه پېښه پرداسي مهال رامنځ ته كېږي چې پدې ولايت كې امنيتي اداروته دلمړۍ درجه چمتوالي امرسوى .