کور / اسلامي / د ايمان ۹۰ مهمې برخې

د ايمان ۹۰ مهمې برخې

وړاندي کوونکی: تعليم القرآن والسنة جلال آباد نارنج باغ


 د لا زيات ثواب په خاطر تاسې د دې پاڼې څخه نورې فوټو کاپيانی توزيع کړی.
 
 بسم الله الرحمن الرحيم


الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على محمد صلى الله عليه والسلم و آله وصحبه اجمعين


 د ايمان مهمې برخې


 ١. په الله تعالى ايمان لرل .سورة النساء (١٣٦ اية ).


 ٢.دالله په صفتونو ،نومونو او په فېصلو ايمان لرل .مشکوة ١/٢١


 ٣.دالله تعالى په ملائکو ايمان لرل .سورة البقره(١٧٧  اية)


 ٤. د الله تعالى په کتابونو او صحيفو ايمان لرل .سورة البقره (١٧٧ اية )


 ٥.دالله تعالى په رسول او پېغمبرانو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ يات )


 ٦. د الله تعالى په تقدير او فېصلو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ اية )


 ٧. په ورځ د قيامت ايمان لرل. بخاري ١/١٢


 ٨.په قبر کې دنکير او منکر ملائکو راتلل اود هغوي پوښتنى کول د رب او پېغمبر او ددين په باره کې پدې ايمان لرل .مسلم ١/٢٧


 ٩.محبت او مينه دالله تعالى سره. سورة البقره( ١٦٥ اية )


 ١٠دالله تعالى لپاره مومنانو سره مينه کول مشکوة ١/١٤


 ١١.دالله تعالى لپاره دبدو خلکو سره کينه او بعض کول . مشکوة ١/١٤


 ١٢. دالله تعالى لپاره ورکړه کول . مشکوة ١/١٤


 ١٣.دالله تعالى لپاره منع کول . مشکوة ١/١٤


 ١٤.درسول الله صلى الله  عليه وسلم مينه او محبت کول .مشکوة ١/١٢


 ١٥.درسول الله صلى الله عليه وسلم عزت ،دفاع او اکرام کول .سورة الفتحه (٩ اية )


 ١٦. پر رسول الله صلى الله عليه وسلم شرعي درود ويل.سورة (الاحزاب ٥٦ )، مشکوة ١/٨٦


 ١٧. درسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو او طريقو تابعداري کول .سورة ال عمران (اية ٣١ )،مشکوة ١/٢٧


 ١٨. په عباداتو کې د الله جل جلا له لپاره اخلاص کول چې توحيد دى .مشکوة ١/١٦


 ١٩.ريا کاري او ځان ښودنه  نه کول .مشکوة ٢/٤٥٥


     ٢٠. دمنافقت دټولو کارونو او خويونو څخه ځان ساتل .بخاري ١/١٠


 ٢١.الله جل جلا له ته توبه کول اوپه  استغفار سره ورګرځيدل مشکوة ١/٢٠٣


 ٢٢.دالله جل جلا له څخه ويره کول نه دمخلوقاتو څخه .سورة المائده( ٤٤ اية)


 ٢٣.دالله جل جلا له څخه طمع او امېد کول نه د مخلوقاتو څخه .سورة البقرة( ٢١٨ اية )


 ٢٤. الله تعالى ته شکر کول او دهغه نعمتونه د هغه په رضا کې استعمال . سورة البقرة( ١٥٢اية) ، مشکوة ٢/٤٥٤


 ٢٥. د لوظ پوره کول که د الله جل جلا له سره وي او که بنده سره وي . سورة بني اسرائيل (٣٤ اية )


 ٢٦. صبر په نېکې کولواو د ګناهونو څخه  په  ځان ساتلو او همدارنګه په مشکلاتو . سورة الزمر (١٠ اية) ،مشکوة ١/٣٨


 ٢٧. د الله جل جلا له په قضا او فيصله راضي کېدل .مشکوة ١/٢٣٠


 ٢٨. په الله تعالى توکل کول (هغه ته خپل ځان کارونه او فيصلې سپارل) . سورة المائده (اية ٢٣) ،مشکوة ٢/٤٥٢


 ٢٩.دالله جل جلا له په مخلوق رحم کول .مشکوة ٢/٤٢٣


 ٣٠. الله تعالى ته عاجزي او تواضع کول .مشکوة ٢/٤٣٤


 ٣١. دمشرانو احترام او عزت کول .٢/٤٢٣


 ٣٢. په کشرانو شفقت او رحم کول . مشکوة ٢/٤٢٣


 ٣٣. تکبر او لويي او عجب ( خپل ځان غټ ښه ګنړل دي) څخه ځان ساتل .مسلم ١/٦٥


 ٣٤.حسد او کينه نه کول .ابوداود ٢/٩٢٧


 ٣٥.غصه اوقهر نه کول په مومن باندې .سورة ال العمران (اية ١٣٤ )


 ٣٦.اسراف او بذر نه کول . سورة الاسراء( ٢٦ اية)


 ٣٧. د هر باطل ،لغوه ، لهو،موسيقي،غزل څخه ځان ساتل .سورة الشعرا( ٧٢ اية) ، مشکوة ١/١٤


 ٣٨.د قران کريم تلاوت ،عمل ، دعوت ،نشر، ا شاعت او دفاع ورڅخه کول. سورة  فاطر (اية ٢٩)


 ٣٩.د شريعت اسلامي علم حاصلول.سورة  زمر اية ٩،سورة مجادله (اية ١١)


 ٤٠.د شرعي علومو تدريس او ښودنه کول.ترمذي جلد١/١١٤


 ٤١.د الله جل جلا له څخه دعا غوښتل . سورة المومن (اية ٦٠ )،مشکوة جلد ١/١٩٥
٤٢.د الله جل جلا له ذکر کول چې د ١٠٠ څخه زياتې ګټې لري. چې علامه ابن القيم ( رحمه الله ) په الوابل الصيب کې ذکر کړيدي


 ٤٣.پاکوالى د نفس ،بدن ، جامو،ځاى ،دخوراک او څښاک اسبابو .سورة المدثر (اية ٤ )،مشکوة جلد١/٣٨


 ٤٤. د عورت پټول او ساتل .سورة النور (اية ٣٠ )


 ٤٥. فرضي لمونځونو اداء کول . سورة العنکبوت (اية ٤٥)


 ٤٦:سنت او نفلي لمونځونه اداء کول


 ٤٧: فرضي  زکات ورکول . سورة المومنون (اية ٤) و غير ها


 ٤٨.نفلي صداقات او خيراتونه ورکول .سورة العمران (اية ١٣٤)


 ٤٩.دمريانو او وينځو او بنديانو ازادول او هغوي سره مرسته کول . سورة البقرة( اية ١٧٧) ، (وفى الرقاب)


 ٥٠:جود اوسخاوت کول په شرعي طريقې سره چې الله تعالى پرې  اجر ورکوي . بخاري جلد ١/٤٧


 ٥١: د ميلمه عزت او اکرام کول .مسلم جلد١/٥٠


 ٥٢: فرضي  روژه  نيول .سورة البقرة (اية ١٨٣ )، بخاري مع الفتح جلد ١/٧٨


 ٥٣: نفلي روژۍ نيول . مشکوة جلد ١/١٦٢


 ٥٤: حج اداء کول . مشکوة جلد ١/١٤، مسلم  جلد ١/١٦


 ٥٥: عمره  اداء کول . سورة البقرة  اية ١٩٦ ، ترغيب جلد ٢ /١٦٤


 ٥٦: طواف فرضي او نفلي اداء کول .الترغيب و الترهيب جلد ٢/١٩١،سورة الحج اية ٢٩


 ٥٧: اعتکاف کول . سورة البقرة  اية ١٨٧


 ٥٨: د قدر شپې تالاش کول چې د زرو ١٠٠٠ شپو څخه غوره  ده .مشکوة جلد١/١٧٣


 ٥٩: ددين د ساتنې لپاره  دفتنو او شرونو څخه تيښته کول بخاري جلد ١/١٥


 ٦٠: هجرت کول د کفر د وطن څخه او بد کارو خلکو څخه او د بدو او فحش کارونو څخه .مشکوة جلد ١/١٤


 ٦١: د نذر پوره کول او په هغې وفا کول .سورة دهر (اية ٧)، مشکوة جلد ١/٢٩٧


 ٦٢: په  قسمونو کې  احتياط کول او په غير الله باندې قسم نه کول . سورة المائده اية ٨٩ )، صحيح الجامع الصغير جلد ١/١٠٢


 ٦٣: د کفارو ادا کول کفاره د قتل خطا وي او که د قسم يا د ظهار وي .


 ٦٤: شرعي نکاح او  واده کول چې انسان ته ورباندې پاکوالې او عفت نصيب کيږي .مشکوة جلد ١/٢٦٧


 ٦٥: د اولاد او اهل حقوق ادا کول اود هغوى سالم تربيه کول .مشکوة جلد ١/١٨


 ٦٦: د مور او پلار سره نيکۍ او احسان کول .مشکوة جلد ٢/٤٢٠


 ٦٧:د خپلوانو سره صله رحمي کول او په اسلامي طريقه ورسره خپلوي پالل . مشکوة جلد ٢/٤٢٠


 ٦٨:د کونډو او يتيمانو سره احسان کول او د هغوي څخه دفاع کول .متفق عليه


 ٦٩:د امير اطاعت کول په ښو کارونو کې او د هغه سره مرسته کول . متفق عليه


 ٧٠: د شرعي انصاف او عدل پابندي کول .متفق عليه ، سورة نساء (اية ٥٨)


 ٧١:د جماعت د مومنانو تابعداري کول او په جماعت د اصحابو کرامو پسې تلل .سورة نساء (اية ١١٥ )،مشکوة جلد١/٣٥


 ٧٢: د اولو الامر اطاعت کول چې هغه اسلامي اميران او علماء کرام دي .سورة نساء (اية ٥٩) ، مشکوة جلد ١/٢٩


 ٧٣:د خلکو او مسلمانانو تر منځ اصلاح او جوړوالى راوستل . سورة حجرات (اية ٩ او ١٠)


 ٧٤: حيا کول د الله تعالى او درسول الله صلى الله عليه وسلم او د مومنانو او ملايکو څخه . بخاري جلد١/٦٢


 ٧٥:د نيکيو امر کول ا دبديو څخه منع کول چې دېته امر باالمعروف او نهى عن المنکر وايې.سورة العمران (اية ١٠٤) ،مشکوة جلد ١/٤٢٢


 ٧٦: شرعي حدود نافذول او دهغې  جاري کولو لپاره بدني مالي قرباني ورکول .سورة المائده (اية ٤٤،٤٥،٤٧)،بخاري جلد ١/٧٦


 ٧٧:جهاد او قتال کول فى سبيل الله .مشکوة  جلد ٢/٣٢٩،مسلم جلد ١/١٦١


 ٧٨:امانت  ادا کول که د مال وي  ، دمجلس او که دعهد وي او که د خبرې وي.سورة نساء( اية ٥٨ )،بخاري جلد ١/١٣


 ٧٩: رباط فى سبيل الله ( د اسلامي سرحداتو ساتل د کافرانو څخه ، جهاد لپاره ،سورلۍ او اسباب تيارول ،د مشکلاتو سره نيک اعمال کول.  مشکوة جلد ٢/٣٢٩


 ٨٠: ښاېسته معاملات کول ، پيرل او پلورل ، ضمانت په شرعي طريقه او ښو اخلاقو سره .بخاري جلد ١/٢٧٨


 ٨١:سلام کول او دسلام جواب ورکول .بخاري شرح الفتح جلد ١/٦٩


 ٨٢: پرنجې کولو سره الحمدلله ويل او د هغې جواب په يرحمک الله سره  ورکول.بخاري جلد ١/٨٩


 ٨٣: د مومن په جنازه کې تلل او دهغه په دفن کې برخه اخيستل .بخاري جلد ١/٨٩


 ٨٤:  مومن او د الله تعالى مخلوق ته ضرر نه ورکول . سورة الحزاب (اية ٥٨)، مشکوة جلد١/٤٨


 ٨٥:ضرري شئ  دلارې نه لرې کول لکه ازغې هډوکې او داسې نور. مشکوة جلد ١/١٦٨


 ٨٦: د مسجد جوړول او تعمير کول دالله تعالى د رضا، ذکر او دين لپاره .سورة التوبة (اية ١٨)


 ٨٧: څه چې ځان لپاره خوښوې هغه د نورو لپاره هم خوښوه .بخاري جلد ١/٤٨


 ٨٨: ښاېسته اخلاق په ژوند کې پر عملي طور سره  وړاندې کول .مشکوة جلد ٢/٢٨٢


 ٨٩: د شر او ضرر او بې فايدې خبرو څخه چپ کيدل . سورة القمان (اية ٦)، ترمذي جلد ٢/٢٦٨


 ٩٠: د کفر ،شرک ،فساد ، فسق ، فجور، بدعت ،څخه  نفرت کول او ځان ساتل .سورة المومنون (اية ٣)،مسلم جلد ١/٥٠..