کور / هراړخیز / درې پوښتني او يو ځواب

درې پوښتني او يو ځواب

يو کافر مسمان عالم ته وويل چي که دي زما درو پوښتنو ته قانع کېدونکى  ځواب  راکړ؟ نو زه به د اسلام دين قبول او د هغه ټولو احکامو ته غاړه کښېږدم.  مسلمان عالم ورته وويل چي خپلي پوښتني دي وکړه .


کافر وويل : چي هر کار د حق تعالى جل جلاله په خوښه کيږي نو تاسو ولي د هغه کار په هکله انسان يعني هغه کس چي نوموړى کار ترسره کړي ملامت ګڼئ؟ دوهم دا چي شيطان د اور څخه پيدا سوى نو اور څنګه پر هغه اغېزه کولاى سي؟


درېيم دا چي الله پاک جل جلاله نه ليدل کيږي نو څنګه تاسو پر هغه ايمان لرئ او هغه د خپل رب په حيث پېژنئ ؟ يعني دا چي يو شي يا يو كس چي نه ليدل كيږي نو بيا خو هغه وجود نه لري .


مسلمان عالم ته ډېر درد ورغى او يوه لوټه يې پورته کړه او کافر يې په وويشتى . کافر د درد احساس وکړ ، ډير خوابدى سو او قاضي ته يې د عالم په هکله شکايت وکړ . قاضي چي د نوموړي خبري واورېدې مسلمان عالم يې محکمې ته را وغوښتى او ورڅخه يې  د دعوه كوونكى په لوټه باندي د ويشتلو پوښته وکړه.


  مسلمان عالم زياته کړه چي محترم قاضي صاحب  زما دخوا دده په لوټه ويشتل د ده ددرو پوښتنو ځواب و. قاضي وپوښتل: چي څنګه ستا دخوا د ده ويشتل په لوټه باندي د ده د  درو پوښتنو ځواب و؟ مسلمان عالم زياته کړه چي ده پوښتنه وکړه چي هر کار د حق تعالى په خوښه ترسره کيږي نو تاسو ولي انسان د هغه په ترسره کولو کي ګرم ګڼئ زما دخوا د ده ويشتل خو هم د حق تعالى جل جلاله كار و نو ولي دى ما ګرم ګڼي .


دوهم دا چي ده وپوښتل چي شيطان د اور څخه پيدا سوى دئ نو اور څنګه پر اور باندي اغېز کولاى سي او زما دخوا دده ويشتل په لوټه ولي دده د خوږېدو لامل وګرځېد. ځكه لوټه هم خاوره ده او دى هم د خاور څخه پيدا سوى دئ .نو څنګه خاوره پر خاوره اغېز کولاى سي .


او درېيم ده  زما څخه پوښتنه وکړه چي تاسو حق تعالى جل جلا له نه وينئ نو څنګه مو پر هغه ايمان راوړئ او باور پر کوئ نو تر ويشتلو وروسته د درد احساس خو هم دى نه ويني بيا څنګه  دى وايي چي زه يې خوږ کړم او د خوږېدو احساس کوي . کافر د مسلمان عالم د ځوابو تر اورېدلو وروسته ايمان راوړ او د اسلام سپېڅلى دين يې قبول کړ .