ليكونك :احمد ابن عبدالعزيز الحصين
ژباړن : قاضي طارق
الحمد لله وكفي وسلام علي عباده الذين اصطفي
اما بعد
فاعوذبالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
مقدمه :
په دي ورځوكي دښځو دبي پردي كولواو تبرج ، غدار اوذليل داعيان خورا ډير شوي دي اوپه دي كوښښ كي دي چي دښځودعفت اوشرف ټولي پولي ماتي اودحيا اوعزت پردي تري پورته كړي ، دښځي اونرددواوړوجنسينو داختلاط اونارواګډون لپاره ښه په اخلاص كاركوي اوپه ټولوكارونوكي دښځي دنرپه شان ورشريكول غواړي .
داسلام نه مخكي دجاهليت په زمانه كي ښځه دخپل ځان په اړوند دهيڅ اختيارخاونده نه وه ، ديوي ارزانه متاع په شان به خرڅيده اواخيستل كيده ، دكوم دين اوضميردقانون نه په غيربه دسړيوارادي په هغوي حكومت كاوه ،اودغه وضعيت ترهغه دوام درلود ترڅوچي د اسلام مقدس دين راغي كله چي اسلام دخداي ج دارادي سره سم دځمكي په مخ پرخپريدوشونوورسره ،ورسره يي ښځوته هم خپل ټول هغه حقونه وركړچي ترسلب شوي وو ،دښځي نه يي لورجوړه كړه ، دښځي نه يي خور،موراونيا جوړه كړه اوترڅوبه يي عمرزياتيده ورسره ، ورسره به يي په ټولنه كي درناوي هم زياتيده ، ان تردي چي دخداي استازي رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چي ( جنت دميندوترقدمولاندي دي ) .
اوس چي اروپا ښځوته په حقونووركولوكي ځان مخكي ګڼي اوافتخارورباندي كوي دادډيري لنډي زماني قصه ده ، دغه اوازونه چي اوس يي دخلكو غوږونه وخواړه پخوا هيڅ موجود نه وو، اروپايان په دي عقيده وو چي ښځه يوشريرمخلوق دي اوددي لايق نه ده چي دبشرله جنس نه دي وګڼل شي ، اوپه دي حاضر اوپه دي موجوده زمانه كي يي هم ديوسامان په شكل په بازارونو كي اخيستل اوخرڅول جريان لري اوچي كله يي عمرزيات شي اوپه بازاركي يي ماركيټ ختم شي اودجمال اوجلال شپي ورځي يي تيري شي نوپه ټولنه كي هم خپل درناوي له لاسه وركړي اودبوډاګانودساتلوكمپونوته واستول شي .
همدا اوس په غرب كي دښځي په اړوندپه غيرله دينه چي ديوي ارزانه ، اونرمي غوښي په شان په هغه چا خرڅه شي چي پيسي وركوي نورڅه نه ليدل كيږي اودا دشلمي پيړي هغه جاهليت دي چي اروپا اوپه مجموع كي ټول غرب ورباندي شپه اوورځي افتخاركوي ، اوداسلام له كورنه يوشميرتښتيدلي اوشرميدلي منافقان يي هم پيروي كوي اوښځي ته په هرهغه څه كي چي په ملكيت كي يي دي دكوم قيد وبندنه په غير دپوره اوكامل تصرف واك اوازادي وركولوكي ښه په لوړ اوازچغي وهي ، اودا هغه ګډوډي او بي بندوباري ده چي دنفاق اوفسادډلي ټپلي يي په اسلامي دنيا كي هم ترويج غواړي ، راځي په دي اړوند ديوي عربي پيغلي په سرګذشت خبرشو چي خپله يي قصه كړيده .
دكوچني والي شپي ورځي مي په خپل ښاررياض كي چي دسعودي عربستان پايتخت دي تيري كړي اوپه خپل دنيوي اواخروي چاروكي مي هغه څه كلك ونيول چي الله راليږلي وو ، ددغه ښارپه مكتبونوكي مي دعفت ،حشمت اوداسلامي لوړواخلاقواوادابوزده كړه دهغونيكو اوباحيا استادانونه چي دسرنه ترپښوپه پرده كي اودالله ددين پيرواني وي وكړه ، زما دهيوادپه سركونوكي هغه لوڅي لغړي ښځي نه ليدل كيدي كومي چي داروپا په سركونوكي ښكاري ، اصلازمونږ په ټولوچاروكي زمونږ په هيوادكي يوه سلامي فضا موجوده وه .
په دغسي مباركه خاوره كي مي دكوچني توب وختونه تيرشول ، اوپه خپل دغه ټول ژوند كي مي يوازني ملګري چي هيڅ وخت هم رانه نه جدا كيده هغه زما حجاب اوپرده وه دكله نه چي دلس كلني عمرته ورسيدم ، داملګري مي دخپل درس په ټولوپړاونوكي راسره وودابتدايي پړاو نه نيولي ترپوهنتون پوري ، اوما به هميش په خپل دغه اسلامي حجاب افتخاركاوه ، مينه مي ورسره درلودله اوپه كلكه مي دهغي ساتنه كوله ځكه چي دغه حجاب يوشرعي حكم اورباني امروو.
اوكله ، كله به مي دښځودازادي اوكورونو نه دوتلو اودځړوكواوپردودليري كولوقصي اوريدلي ، دهغوكسانوچغي به مي هم اوريدلي چي دښځو دمخونودلوڅولواو دژوندپه ټولوپړاونوكي دنراوښځودګډژوند دشروع كيدوغوښتونكي دي ،مادټولودغسي شعارونوهيڅ پروا نه كوله اواهميت مي نه وركاوه ځكه چي زه څه ناڅه په دي پوهيدم چي دغه شعارټول غوليدونكي اودرواغ دي .
يوه ورځ نه يوه ورځ يو ښكلي تعليم يافته ځوان چي په غرب كي يي تعليمات ترسره كړي وو دغرب دزهرونه ډكو پوچوافكاروپه لرلوسره چي هيڅ دردته په دوانه راځي اويوازي دسړي ددين اودنيا دتباه كيدوسبب دي بيرته راستون شوي وو، زمونږ دكوردروازه وټكوله چي ما دځان لپاره وغواړي ، دمكر،حيلي اوفريب څومره قوتونه يي چي په خپل وجودكي درلودل استخدام كړه اوزما پلارته يي وويل:
زه دخداي په دين يوټينګ ولاړ سړي يم .
پنځه وخته لمونځونه په پوره اهتمام سره په جمع اوجومات اداء كوم .
داسي يوځوان يم چي ددوشنبي اوپنجشنبي په ورځوروژي نيسم .
داسي يوسړي يم چي ددي نوي عصردجينكوترشا تګ نه مي بد راځي .
تراخره يي دپاكوالي ،زهداوتقواپه جاموكي نغښتي شيطاني كلمات جاري وساتل ،په حقيقت كي دغسي كلمات اوالفاظ يوازي ديومنافق له خولي نه راوتلي شي اوبس .
زما پلارهم دهغه سره زما دنكاح كيدوپه موافقه سروښوراوواوزه هم ديو لړ سببونواووجوهاتوله كبله خورازياته خوشحاله شوم لكه :
يوخو داچې زه يودپاخه عمرپيغله ووم اوعمرمي ديرشوكالوته رسيدلي وواوداويره راسره وه چي دنكاح ددوري په تيريدودنكاح له قطارنه ونه وزم .
دوهم داچي زه خورازياته مقبوله اوښكلي هم نه ووم ،نودادوه لوي وجوهاتووو چي ماددغه ځوان سره چي عمريي اوه ويشتوكالوته رسيدودنكاح په كولوموافقه وكړه ، لنډه داچي نكاح ترسره شواوزه دهغه مجلل اودافتخارنه ډك كور (شيطاني مركز )ته نقل شوم داسي كورته چي خوراګران بها دسپينوزروپه اقسامولوښي قميتي قاليني اونوردافتخارنه ډك شيان په كي وو .
ورځي اومياشتي تيريدلي اوما يوخورانيك بخت ژونددخپلي پردي د پوره ساتلواودخپل دين دټولوحكمونوپه پوره رعايت سره په دغه مجلل كوريا په بل عبارت قصر كي تيرولو.
كله ، كله به زما ميړه په خورا عجيبوغريبوالفاظواواسلوبو، كناياتو اشاراتوسره چي په مطلب به يي هم ښه نه پوهيدم دپردي ليري كولوته تشويقولم ، خوما هغه ته هيڅ اهميت نه وركاوه اوله ځانه سره به مي ويل چي هغه ماته خاندي اوټوكي راسره كوي اوكيداي شي زما دايمان ازموينه كوي .
لومړي كال تيرشو حمل مي واخيست اوڅښتن تعالي يوښكلي ځوي مونږ ته رانصيب كړاوزمونږ كوردسعادت خوشحالتيا اونيك بختي نه لانورهم ډك شو، اصلاماخپل وجود زړه اودوجود په ټولواندامونودنيك بختي اوسروراحساس كاوه ، څښتن تعالي په ما نوراحسان هم وكړ اويوبل ځوي يي هم راته نصيب كړه اويودحيا ،عزت اوسعات نه ډك ژوند مي له دواړو سره تيرولو ، كله ،كله به مي دخپل ميړه نه ډيره ويره په زړه كي پيداكيدله اوپه سبب يي هم نه پوهيدم چي ولي ؟
ميړه به مي هميش ليده چي ځيني تصويرلرونكي مجلي ، اورپايي مجلي اوداسي نورګوري اودهغه خبري به هميش ماسره دهغوښځوپه باره كي وي چي څرنګ دكورونونه وځي اودسړوسره ګډكارونه كوي ، په ځانګړي ډول دحجاب اوپردي كولوموضوع به يي ډيره په خوله كي اړوله را اړوله ، داد تركانوتقليد دي ، اودښځي دژوندپه مسيركي يوعايق دي اوداسي نوري خبري به يي كولي اودهغه كتابخانه دپردوښځوپه تصويرونوډكه وه لكه :د دايانا ، مارګريت تيچر، صوفيا لورين چي يوه ايطالوي مشهوره ممثله ده ، انديراګاندي ، مارلين مونورو ،چي يوه امريكايي مشهوره ممثله ده اوداسي نورتصويرونه دهغه په كتابخانه كي ليدل كيدل ، ما په اول سركي داسي فكركولوچي دابه محظ يوسر،سري خواهش وي ، اودافكرهيڅكله هم راسره نه وو چي زماميړه هم دهغه چاسره ملګري دي چي دښځونه دحجاب ليري كول ، ښځه بي حجابه بازارونو ته را ايستل اوپه اصل كي دښځي تخريب اوتدمير غواړي ، كله به يي چي تلويزيون ته كتل اوكومه لوڅه ښځه به يي وليدله نوبي له ارادي به يي يولاس په بل وواهه اوويل به يي چي دادي پرمختګ ،ترقي اودادي ژوند .
اروپا ته سفر
مخكي له دي نه چي اروپاته سفروكړوميړه مي په ډول، ډول عبارتونواوډول ، ډول اسلوبوپه غلي اوټيټ اوازماسره دحجاب په باره كي مناقشي اوبحثونه شروع كړي وو لكه چي وايي ( ډيرپيغورونه اوسپنه اوبه كوي )
هغه ترټولوبد مرغه ورځ هم راغله چي چي هيڅكله يي نشم هيرولاي داهغه ورځ وه چي دمخلوقاتودرب دحكم نه مي سرغړونه وكړه اوشيطان عليه اللعنه مي ښه راضي كړو.
اوداهغه ورځ وه چي دخپل حجاب سره مي خداي په اماني وكړه اودامي ورته وويل چي ځه په مخه دي زيړي ګلونه اي توري پردي .
اوداهغه ورځ وه چي زما ميړه بالاخره ماته ماتي راكړه اوزه لكه يونه ماتيدونكي سنګرهغه فتحه كړم .
اوداهغه ورځ وه چي پرده مي وغورځوله اودحيادروند څادرمي دسرنه ليري شو.
داهغه لومړي ورځ وه چي ميړه مي دپردي په غورځولوراته په ډيره خوشحالتيا خندل اودشيطانانوځنګونه غږيدل .
داهغه ورځ وه چي ورو، وروهوايي جهازته وختم اودجهازدلارښوونكي په لارښوونه په يوه چوكي كښيناستم ، داهغه وخت وه چي دميړه لاسونه مي هغه حجاب ته راوغزيدل چي پرمخ مي راخپوروواوپه خوراشدت سره يي زما له مخ نه وغورځولواوپه نوربدن مي راخپورلوي څادرهم راڅخه وايستل شو.
زه تسليم شوم نه پوهيدم چي څه وكړم مخي اوشاته مسافروچي هرڅوك په خپلوچوكيوناست ووراته كتل او ميړه مي دانغمه راته غږوله چي عملونه په زړه دي اوويل يي :
ډيري په پردواوحجابونوكي پټي پيغلي خورا بد، بد اعما ل ترسره كوي .
ډيري په حجابونوكي پټي پيغلي ډيرځله خپلوكورنيوته ډيرشرمونه راوړي .
ډيري پرده لرونكي ښځي داسلام نه سروغړوني كوي .
اوډيري داسي پرده لرونكي ښځي شته چي زړونه يي توردي .
هغه داهرڅه ويل اومااوريدل اوپه دي نه پوهيدم چي څه ووايم ، زه لكه ګونګه داسي ووم ، كله به مي دهغه په مقابل كي دخبروكولوجرائت وكړخوچي اولادونوته به وكتل دطلاقولوويره راسره پيداكيده ، دغه رازنورومسافروته به مي وكتل ددي لپاره چي نوره رسوايي منځ ته رانه شي غلي كښيناستل راته دڅه ويلونه غوره ښكاريدل ، دالومړي ځل ووچي دخپل هيوادسعودي عربستان نه راوتلي وو م دپردي غورځولوته تسليم شوم دڅښتن تعالي دغضب په قبلولوسره مي دميړه رضا ترلاسه كړه اودخداي دپيغمبر صلي الله عليه وسلم دامبارك حديث مي هيركړچي فرمايي ( لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق ) درب په مخالفت كي دمخلوق پيروي جوازنه لري
جهازدخداي له مځكي نه پورته شواوهغي هوا ته والوت چي خداي انسانانوته په اختياركي وركړي ده ، له څه وخت نه وروسته فرانسي ته ورسيدم ، له ويري اوحيانه وچ لرګي شوي ووم ، له جهازنه راكوزه شوم ، خوخپل خوراقيمتي متاع مي د جهاز په داخل كي پريښوده چي هغه زما دمخ پرده اولوي ځړوكي وو ، دفرانسي د هوايي ميدان په دننه كي مي دميګرافون نه داهم واوريدل چي داجهازبه ډيرژربيرت رياض دسعودي عربستان پايتخت ته ستنيږي ، زما حجاب بيرته عربستان ته والوت له كوم ځاي نه چي مي راوړي وو .
— زماحجاب خپل اصيل اواصلي وطن ته بيرته ستون شو.
– دايمان وطن ته بيرته ولاړ .
– هغه وطن ته بيرته والوت چي دخپل خداي سره يي دښځودحيااوعزت دساتني اوڅارني عهد كړيدي .
– زماحجاب زه لوڅه پريښودم اوهغه رانه بيرته دتوحيد وطن ته وګرځيده .
جهازبيرته سعودي ته وګرځيده خوورسره يي زماحجاب ، زما زړه اوزمادډيري زماني ملګري هم باركړي وو .
ورځي اوهفتي تيريدي ، زه ،زما ميړه اوزمااطفال به دغربي اروپاهيوادونوته تلوراتلو، كله فرانسي ته ،كله ايټاليا ته ،كله هالينډ ته ، بلجيم ، المان اوكله هم اسپانيا ته .
دهغوي رسمونه ،رواجونه ،تحفي ،خوراكونه ،باغونه اوښارونه به موليدل .
خپل پخواني اوزړه ته رانژدي ملګري حجاب رانه هيرشواودنوروقيمت بهااوفاخروجاموپه اغوستلومي شروع وكړه .
هغه بوټ به پښوكول چي تيري پوندي لري اوداسي نور…….
په دريمه څلورمه ورځ به دويښتانودبرش كولواواصلاح كولولپاره ارايشګاه ته تللم ، ميړه مي خورازياتي اوبي شماره پيسي راكولي اوخورازيات خوشحاله وو، ورو، ورومي په لمونځ كولوكي سستي شروع كړه اوكه رښتيا ووايم كله به مي پنځه وخته لمونځ په يووخت كاوه ، په ځانګړي ډول دسهارلمونځ به مي نه اداء كولومګر دماسپښين دلمانځه سره يوځاي ، خبره دي حد ته ورسيده چي داجرائت هم راسره پيدا شوچي دوريښمو يوخورانري كميس واغوندم .
په دي اساس مي اروپا په خپلوټولوحقيقتونوسره وپيژانده ورسره مي اوروپايي ښځه هم ډيره ښه وپيژانده هغه چي دميړه اويوعاشق ترمنځ يي هيڅ فرق نه ليدل كيږي ، دغه رازاروپايي كورني مي ډيري ښي وپيژاندي چي دلورعاشق يي په يودسترخوان ورسره په ګډ ډول ډوډي خوري .
– استعماري اروپايي مي ډيره ښه وپيژانده چي يوازي داسلام سره خوراسخته دښمني لري ، هغه اروپا چي دجامو ويستل اولوڅ لغړ ګرځيدلو ته د ښځوپوره ازادي وايي ، ازادي ښځي ته مناسب دي چي :
– دلهواولعب په محافلوكي ورقصيږي .
– ښكاره وي دسړوپه شان .
– دميلمستيا پيغله وي .
– دشيطان دلارښوونوترسيوري لاندي ژوندوكړي ،اسلامي تعليمات پريږدي اودټولوپه مزخرفاتوكي ډوبه واوسيږي .
– خپل هيوادسعودي عربستان اوديني تعليمات رانه هير شول ،كوم چي دوړوكوالي نه مي زده كړي وو ددين سره مينه ، دحجاب اوپردي دخداي داوامرمنل اوالتزام .
– هغه هيوادچي دبشرپه جاموكي ليوانونه يي ساتلي وو م اوماته يي يوپوره انساني هويت اوكيان راكړي وولكه يوه داسي ښځه چي مسئولينوپه وړاندي دتقديروړاو درناوي ولري ، نوزه په غرب اودهغه په ګډبي پردي ژوند كي ډوبه شوم ، هغه رزيلي اوفاحشي ښځي به مي په سركونوكي دلاندي تمثيلونوپه اداء كولوسره ليدلي :
– تمثيل كونكي .
– دجمال اوښكلا دملكي .
– دخپلي ښكلاټولي فتنه اچوونكي برخي به دتجارتي سامانونودخرڅلااوترويج لپاره په كاراچول اودخورا ارزاني غوښي په قيمت خرڅيدل .
يو عجيب اوحيرانوونكي ملاقات :
په ورځوكي يوه ورځ وه چي زه مي دميړه اواولادونوسره يوځاي په انګلستان كي په يوماركيټ كي كرځيدو، زه په رياض كي دخپلي كورني اودوستانولپاره دتحفو، جامواوځيني ګاڼوپه اخيستلومصروفه ووم ، هغه خوا دي خوامي دخپل ضرورت وړشيانو دپيداكولولپاره كتل راكتل په داسي حال كي چي دژوندپه ټولوممكنوخوندونواولذتونوكي ښه پوره ډوبه ووم ، ناڅاپه مي يوه ښځه ترنظرتيره شوه چي هغي هم زما په شان سوداكوله ، خو داښځه يوبل شان ښځه وه ، داروپادنوروښځونه يي خورا زيات توپيردرلود ، دسرنه نيولي دقدمونوتراخري برخي پوري يوه په مكمله اوپوره پرده كي ښځه وه ، په ټول وجودكي يي يوازي سترګي ليدل كيداي شوي ، لاسونه يي په دست كشواوپښي په جورابوپوښلي وي
– يوه ښځه وه چي وجود يي دايمان دنوريوه ننداره وه .
– داسي ښځه وه چي په اطمنان اوغرورسره په لاره تلله .
– داسي ښځه وه چي اوازيي نه اوريدل كيده .
– اصلا يوه غربي ښځه وه په غربي ټولنه كي .
زه ددي ښځي په ليدلو ليوني غوندي شوم ، كومي تحفي مي چي اخيستي وي ټولي مي له لاسونه ولويدي ، لاسونومي په رپيدواوزړه مي ددي ښځي په اړوندلاندي پوښتني شروع كړي :
– اياداكومه عربي مسلمانه ښځه ده ؟
– اياداكومه اجنبي مسلمانه ده ؟
– څه وينم ! څه وينم !
– په سينه كي مي دزړه حركتونه ورو، ورومخ په ډيريدوشو ، يوډول ويره ،يوډول خوشحالتيااويوډول تعجب مي په خپل ځان كي احساس كړه اوليوني په شان په ډيره چټكي سره هغي په طرف روانه شوم ، كله چي ښه ورنژدي شوم ، ودريدم هغي ته مي په يوايماني نظروكتل …..
خو هغه دچاپه قصه كي نه وه ، مادځمكي اواسمان اوټول ماحول نه بي خبره خپلي دواړه سترګي دهغي په وجودكي ګنډلي وي ، په دنيا اومافيها كي مي يوازي دي ښځي ته كتل لكه چي زما اوددي ترمنځ داسي مشترك اوګډ راز وي چي ورباندي نه پوهيدم چي څه شي دي ، هغي يوازي خپل كاركاوه اولكه چي سترګي يي غيرله خپل كارنه دبل څه دليدلو قوه نه لري .
خپل حواس مي بيرته راكنترول كړل جرائت مي وكړاوورته ومي ويل :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زما دسلام ځواب يي په خورا ښه ډول ووايه ،پوښتنه مي تري وكړه ايا ته كومه عربي ښځه يي ؟
ويي ويل : نه خير!
ما وويل : ايا ته يوه انګليسي مسلمانه يي ؟
ويي ويل : هو! الحمدلله ! زه ،زما ميړه اوټول اولادونه مي دوه كله مخكي مسلمانان شوي يو، زما نوم خديجه دي ، پخواني نوم مي ( كاترينا ) اوداوسيدوځاي مو د(برايتون ) ښاردي .
زه او ميړه مي دمسلمانانوپه كلني كنفرانس كي دګډون په غرض لندن ته راغلي يو.
دزړه ټكانونه مي بيرته راكم شول اوخبري مي ورسره وغځولي ورته ومي ويل : ته په بريتانيا كي دغه حجاب څرنګ اغوستلاي شي ؟
ويي ويل : څښتن تعالي مونږته دحجاب اوپردي په التزام امركړي ، ښه واوره اي زمامسلماني عربي خوري چي لوي خداي جل جلاله دلته څه فرمايي :
(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ) سورت احزاب ايه :۵۹ .
ترجمه :
وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ) سورت احزاب ايه :۵۳ .
ترجمه :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ) سورت النورايه :۳۱
ترجمه :
بيا يي راته وويل : اي زماګراني خوري زه په خپله دي پرده اوحجاب سره دلوي عزت خاونده شوي يم چي دفاسدوخلكونه مي ساتي اوته ، اي خوري ! زه له تانه اميدكوم چي دا سرخي اوفوډر چي ستا په مخ راخكل شويدي ، له ځانه پاك كړه
اواي ګراني خوري داپطلون دي وباسه اوخپل حجاب ته دي رجوع وكړه چي پخوا دي درلود ، دحجاب اياتونه په قران عظيم الشان كي د اورسول الله صلي الله عليه وسلم احاديث په دي اړوند لوله اواسلامي شروط اوره ، اوداډيرعيب دي چي زه تاته نصيحت كوم په داسي حال كي چي زه يوه اعجمي ښځه يم اونوي اسلام ته راننوتلي يم اوخپل ټول تيرشوي ژوند مي دانګلستان په د وزخي فضا كي تير كړي دي ، مونږ ددي حق لروچي ستاسونصحت واوروځكه چي ته خودمكي اومديني دښارونويي ، اصلي عربه اودكوچنيوالي نه په اسلام كي لويه شوي يي ، دادخوراډيرتاسف خبره ده چي تاسوداروپايي تمدن تراثرلاندي راغلي ياست هغه تمدن چي غواړي ښځه په جهنم كي واچوي اوپه حقيقت كي بالفعل اچولي هم ده ، اوروپايي ښځه په يوه دوزخي كنده كي لويدلي چي دهغه له جملي څخه زه هم ووم ، خو څښتن تعالي په ما احسان وكړ اوماته يي داسلام دين ته لارښونه وكړه ، په دي سره ماخپل انسانيت اوكرامت ترلاسه كړو
– دانساني كرامت په معني په اسلام كي پوهه شوم .
– دستراوعفاف په معني په اسلام كي پوهه شوم .
– دكورپه قيمت په اسلام كي پوهه شوم .
– صحيح علم اوپوهه راته اسلام راوښودله .
– دخپل خاوند په درناوي په اسلام كي پوهه شوم .
– ګراني خوري خپل ايستل شوي حجاب ته بيرته وګرځه .
– خپلواسلامي هيوادونوته بيرته ولاړه شه .
– خپل دلاسه وتلي كرامت اوعزت بيرته ترلاسه كړه .
– اوبالاخره بيا هم وايم چي خپل اسلامي وطن ته بيرته ولاړه شه .
خپل نصيحت يي په دي الفاظوختم كړ:
واوره اي خوري داحكم دخداي پاك چي فرمايي :
(إِنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُواْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ
أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ) سورت يونس ايت ۸-۷
ترجمه :
وقال صلي الله وسلم (أطلعت في النار فرأيت أكثر أهلها النساء \” حديث صحيح .
اي خوري دالله پاك پيغمبرفرمايي : چي دجهنم اكثره اهل ښځي دي !
ددي نه وروسته له مانه روانه شوه خداي په اماني يي راسره وكړه خويوه داسي خبره يي ماته وكړه چي زماټول بدن ته يي نه ليدونكي حيرانوونكي جټكي وركړي زما وجدان يي وښوراوه ويي ويل : زه دخداي نه داميد كوم چي زه يوځل تابيا په هغه حجاب كي ووينم چي تا لا له پخوا څخه ويستلي دي !
بالاخره هغه رانه ولاړه اوزه دخرما د وني په شان ولاړه پاتي شوم ، زما په وجود كي دحركت اوخوځيدواثارنه ليدل كيدل ، ددغه نصيحت په اوريدوسره مي دسترګونه دګرمواوښكوسيلابونه روان وو، نصيحت راته چا وكړ؟ يوي انګليسي ښځي ! داسي يوي ښحي چي ټول عمريي په هغه ماحول اوچاپيريال كي تيرشوي چي دښځودازادي اويومزخرف پرمختګ اوتمدن ناري وهي ، كومي تحفي اوسوغاتونه مي چي مي له دغه بازارنه رانيولي وي دلاسونونه مي غورځيدلي وي د(هاديز) دماركيټ نه داسي راووتلم لكه ليوني ،كورته روانه ووم ،ټوله دنياراته تورتم ښكاريده اودخپل ځان نه مي داپوښتني تكرارولي :
چيرته ده رڼا ؟
چيرته دي زماحجاب ؟
چيرته دي زما هغه اسلامي ژوند ؟
چيرته ده هغه ډله چي دنيكيو په كولوامركوي اوله منكراتونه خلك منع كوي ؟
چيرته دي هغه تعليم چي ما دجينكيوپه ليسه كي ترسره كړي وو؟
چيرته ؟ چيرته ؟ چيرته ؟ ……..
ايا زه ليوني شوم ؟
ايا زما لپاره دخلاصوم كومه لارشته ؟
په پاي كي مي دافيصله وكړه چي توبه وباسم اوبيرته خپل خالق ته راوګرځم ، خپل ميړه مي خبركړهغه په خورا لوړاوازخندا شروع كړه او ويل يي :
-دغه انګريزئ خومرتجع شويده ! دغه انګريزئ خومرتجع شويده !
– زما دښځي نه بيرته رياض ته تلل غواړي …..
– داسلام ښارونوته …..
– هغو ښارونوته چي هلته په نيكيوامركيږي اوله منكراتونه منع كيږي ….
– دحرمينو شرفينوښارونوته ….
– دمسلمانوښځوښارونوته ….
– هغو ښارونوته چي ښځي دبشري ليوانوله ضررنه ساتي ….
دسعادت اورڼا هيوادونوته ……
خومايوازي داټينګاردرلود چي يا بيرته رياض ته تلل ياطلاق ،
په پاي كي هغه وخت هم راورسيد چي يو جهازرياض ته دتلوپه اراده له يوي هوايي هډي نه پورته شو… اوبيرته مي خپل حجاب واغوست .
– دسترحجاب .
– دعزت اوعفاف حجاب .
– هغه حجاب چي بدن اوغوښي مي دپرديونه پټ ساتي .
– دعايشي ، حفصي ، زينب …. درسول پاك صلي الله عليه وسلم د پاكوبيبيانوحجاب .
بالاخره خپل دلاسه وتلي كرامت ته بيرته راستانه شوم ، هغه كرامت ته چي دشيطان په لمسون مي له لاسه وتلي وو، اودخپل پاتي ژوند لپاره مي يواز يوه لاره ونيوله يوازي په هغي روانه يم ، هغه اوس زما دژونددتيرولولاره ده ….
( اوهغه دښځو په منځ كي خداي طرف ته دعوت وركول دي ،شايد په دي سره خپل ګناهونه راكم كړاي شم، اويونه هيريدونكي سبق مي واخيست اوپه دي پوهه شوم چي دښځي په نامه دازادي شعاراودښځي دازادي داعيان يوازي اويوازي دښځي دفساد ، تخريب اودهغي دپښونه دلاندي كولواراده لري ، يوازي دښځي دخپل دين نه دايستلواوبي پردي كولواراده لري ….
اوپه پاي كي پرما خو څښتن تعالي دا احسان هم وكړ چي ميړه مي د تيروكړو اوسرغړونو نه خورازيات پښيمانه اولوي خداي ته يي توبه وايستله .
همدغسي زمونږ كورته يوه ايماني رڼا راننوتله اوداسي زړونه هم زمونږ كورته راغلل چي ايماني ځلا يي درلوده اوزما كوردلوي خداي په وجود دايمان په داسي يو ښوونځي بدل شوچي يوازي دلوي خداي كتاب قران عظيم الشان پيژني اوبس .
اوس هركله چي زه خپل حجاب واغوندم اوله خپل كورنه بهرته ووځم نوخپله هغه مسلمانه انګريزئ خورمي راياده شي چي زما لپاره يوه داسي فرښته شوه چي ماته يي دڅښتن تعالي حكم راورساوه اوزه بيرته ترلاسه وتلي حجاب ته راوګرځيدم ، نوزما دي په دواړولاسوسلام وي هغي دانساني كرامت اوعزت استازي ته ، هرچيرته چي وي اوهرچيرته چي ژوند تيروي .
دسترګو نه دګرمو اوښكو داميل څڅيدل ….
نودازما قصه وه اي مسلماني خوري !
– ايا شته كومه داسي مسافره خورچي داشراروله خوا دوكه شوي وي !
خداي ته دي توبه وباسي !
– خپل اسلامي ژوند اواسلامي حجاب ته دي راوګرځي !
هغه حجاب ته چي تاته په خورالوړاوازفرياد كوي اووايي :
– زه ستاحجاب اوپرده يم
– زه ستا عفت يم
– زه دستادعزت يوه مستحكه قلايم
– زه ستا دكرامت ساتونكي ستريم
– زه درسول الله صلي الله عليه وسلم دپاكوبيبيانوحجاب يم
– زه ستاد عفت اوكرامت هغه پرده يم چي څښتن تعالي يي په حق كي فرمايي 🙁 اطهرلقلوبكم وقلوبهن )
اي ګراني مسلماني خوري خپل حجاب دلاسه مه وركوه او دښځي دفساد، تضليل ، تدميراو ګمراه كولودداعيانودډنډوروپه قصه كي مه اوسه .
اي دمسلمان په كوركي رالوي شوي مسلماني پيغلي !
خپل حجاب ته وګرځه اي خوري ،اي موري اواي لوري !
اوكه چا درته داوويل چي ته مرتجع يي نوورته ووايه : هوزه مرتجع يم ځكه چي ماخپلي پردي ته رجوع كړي اوماخپل دين ته رجوع كړيده .
اوكله چي حجاب اوپرده دومره ډيراهميت لري نوهيڅ كله به يي ترابده پوري ترڅوژوندي يم له ځانه ليري نه كړم اواجنبيان اونوربه مي هيڅكله هم ونه ويني ترڅوژوندي يم ترڅودخپل خالق سره دحساب اوكتاب لپاره مخامخ شم .
دغه يوه لنډه رساله ده اي مسلماني خوري ، د څښتن تعالي نه غواړم چي ستادزړه په ژوروكي ځاي ونيسي .
دلوي خداي نه ستالپاره ددنيا اواخيرت نيك مرغي اوسعادت غواړم .
اواميد كوم اي مسلماني اوپاكي پيغلي چي خپل دحيااوعزت نه ډك په پرده كي ژوند ولري داسي پرده كي چي تاته پاكوالي بخښي ، تاته عزت اوعف بخښي ….
نونن ورځ موءمنان دلوي خداي په نصرت خوشحالتيا كوي اوهغه تخريب كونكي اوورانوونكي شعارونه شاته غورځوي اوداسلامي دنيانه دبي حيايي اوتبرج لمنه ټولوي ، په دي سره به داسلام بيرغ په اسمان كي ورپيږي اوهغوځوانانوبه په خپلوپاكواوږوباركړي وي چي دخپلودغسي ميندوپه غيږوكي يي دعزت اوسرلوړي درسونه زده كړي دي ، په دي سره به مونږته خداي په ځمكه كي بري اوپه اخيرت كي جنت نعيم راكړي .
واخردعوانا الحمدلله رب العلمين