په كندهار كي امنيتي چارواكي وايي چي د دې ولايت د محبس څخه د تللو بنديانو څخه يې ۶۵ تنه بېرته نيولي دي . د چارواكو په وينا چي ياد شمېر بنديان يې د افغان او بهرنيو ځواكونو د خوا په يو شمېر تلاښيو كي نيول سوي دي . چارواكي وايي چي ياد بنديان يې تېره ورځ په ښار دننه او يو شمېر نورو ولسواليو كي نيولي .
د يادوني وړ ده چي د دوشنبې په ماښام د كندهار د مركزي محبس څخه شاوخوا ۵۴۱ تنه بنديان د يوه نغم د لاري چي بهرنيان يې يوه حيرانوونكې پېښه بولي وتښتېدل او د طالب وياند قاري يوسف په وينا چي تر محفوظو ځايو پوري يې رسولي دي.
د حكومت د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .