لراوبر ويب پاڼي ته د ناټو ځواكونو يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليكي چي د افغانستان په لوېديځ كي يې د ماين چاودني يو فوځي وواژه .
په خبرپاڼه كي د وژل سوي عسكر هويت او د وژل كېدو ځاى پټ ساتل سوى دئ .
تېره ورځ هم يادي خبرپاڼي په لوېديځ كي د خپلو دوو عسكرو د وژل كېدو خبر ور كړى و.
په دې سره د اپرېل د مياشتي په تېرو سوو ۲۴ ورځو كي د بهرنيو وژل سوو عسكرو شمېر ۲۹ تنو ته ورسېد چي ۲۹م ، ۲۸م، ۲۷ م يې په لوېديځ او ۲۶م ، ۲۵م، او څلېروېشتم يې په ختيځ كي وژل سوي ول .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .