پولیسو د میکسیکو د ګویریرو ( = غیریرو) نومي ایالت د اکاپولکو نومي ښار په ساحل کي د پنځو تنو له منځه تللو مېرمنو جسدونه پیدا کړي دي .
نوموړي مېرمني حلالي سوي او پښې و لاسونه یې تړل سوي دي . ویل کیږي چي د دوو مېرمنو او یوې ۱۴-کلني انجلۍ جسدونه په آرایشګاه کي او لنډه موده وروسته د دوو نورو مېرمنو جسدونه په عامه کوڅه کي پیدا سوي دي .
پولیس تر اوسه د قاتلانو په اړه معلومات نه لري، خو زیات شمېر وګړي په دې عقیده دي، چي دا پېښه د مخدره موادو د جګړې له امله رامنځته سوې ده . په تیرو کلونو کي په زرګونو تنه د مخدره موادو د جګړې قربانیان سوي دي .
عام وګړي او ډله ييز قبرونه :
همداراز د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي د میکسیکو په شمال کي د دورانجو په ایالت کي یو ډله ییز قبر وموندل سو، چي ۳۷ جسدونه پکښي موجود وه . اوس مهال د ډله ییز قبر په اړه څېړني دوام لري .
همداډول د ذکر سوي هیواد په شمال – ختیځ کي د تاماولیپاس نومي ایالت کي په ډله ییزو قبرونو کي مجموعا ۱۷۷ جسدونه موندل سوي دي.
د میکسیکو د مخدره موادو د جګړې له امله په تکراري ډول سره زیات شمېر عام وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او نوموړې ستونزه لا پر ځای پاته ده.
د نوموړي جګړې پر خلاف په وروستیو وختونو کي د میکسیکو تر شلو زیاتو ښارونو کي د عامو وګړو لخوا یو شمېر لاریونونه ترسره سول، تر څو د مخدره موادو د سوداګرۍ له کبله نور بې ګناه کسان ونه وژل سي . خو د لاریونونو څخه وروسته بیا هم کله – کله یو شمېر کسان ددې جګړې قربانایان کیږي .
د میکسیکو د جمهور رئیس فیلپ کېلډیرون په وینا د ۲۰۱۰ کال په جریان کي ۱۵۲۷۳ تنو د ذکر سوي جګړې له امله خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ، د له منځه تللو کسانو په دغه شمېره کي د ۲۰۰۹ کال سره په پرتله ډېرښت راغلئ دئ .