کور / تازه خبرونه / ايساف : په لوېديځ كي مو دوه سرتيري ووژل سول

ايساف : په لوېديځ كي مو دوه سرتيري ووژل سول

د آيساف ځواكونو يوه خپره سوې اعلاميه ليكي چي تېره ورځ يې د افغانستان په لوېديځ كي دوه سرتېرى د يوې چاودني په پايله كي ووژل سو .
په اعلاميه كي د تل په څېر د ووژل سوو سرتيرو د وژل كېدو كره ځاى او هويت نه دئ په ډاګه سوى .
په دې سره د اپرېل د مياشتي په تېرو سوو ۲۳ ورځو كي د وژل سوو بهرنيانو شمېر ۲۸ تنو ته ورسېد.
تر دې مخكي ۲۶ م ۲۵ او ۲۴ م فوځي يې په ختيځ كي وژل سوي ول .