کور / تازه خبرونه / پكتيكا: يو ځانوژونكى هدف ته تر رسېدو مخكي ووژل سو

پكتيكا: يو ځانوژونكى هدف ته تر رسېدو مخكي ووژل سو

د پكتكا ولايت امنيتي چارواكي وايي چي په دې ولايت كي يې يو تن ځانوژونكى بريدكوونكى مخكي تر دې چي خپل هدف ته ځان ورسوي په ډزو وژلى . د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان د ياد كس وژنه تائيدو او وايي چي نوموړي غوښته چي د دې ولايت په ارګون ولسوالۍ كي د پوليسو د سيميزي قوماندانۍ پر قوماندان عزيزالله بريد وكړي خو مخكي تر دې چي هدف ته ورسيږي د پوليسو د لوري په ډزو ووژل سو او د وژل كېدو سره سم يې چاودېدونكي توكي هم وچاودېدل .