کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دسولي دعلي شورا دخبر په اړه د حزب اسلامي دريځ

دسولي دعلي شورا دخبر په اړه د حزب اسلامي دريځ

نن په یو شمیر بریښنا پاڼو کې د سولي د عالي شورا د یوه غړي لخوا دا خبر خپور شوي  چې  په کې یی لیکلي دي چې شوني ده چې  ښاغلي حکمتیار د سولي د عالي شورا د پروسي سره یو ځای شي .په دې اړه باید ډاګیزه شي  چې حزب اسلامي افغانستان د افغان ولس دسولي او سوکالۍ له پاره او په افغانستان اوسیمه کې د سولي او امن د قیام په خاطر تل عملي او علمی وړاندیزونه کړي ، ځکه حزب اسلامي افغانستان د جنګ او جګړي  څخه کرکه لري او دخپل ولس او سیمي له پاره دسولي د هر ډول کوښښونو سره چې په اصولی شرایطو او دهیواد د ازادۍ او استقلال ، او د ولسواکه نظام  په قیام  باندي  منتج کیږي طرفداري کوي .


په همدې خاطر دحزب اسلامي افغانستان  دمشرتابه هیئت په پوره  اخلاص سره خپل  داسې وړاندیزونه کورنیو او بهرنیو اړوند اړخونو ته استولي  چې په کې  د ولس  ازادي او ولسواکي  ته لمړیتوب او داولیت حق ورکړل شوي دې . په دې اساس  حزب اسلامي افغانستان  خپل پنځلس ماده ی پروګرام  وړاندي کړي ، که د سولی  عالي شورا د حزب اسلامي همغه پنځلس فقره یي پروګرام دسولي د راوستو اوقیام په خاطر خپل دستورالعمل وګرځوی نو په هغه صورت کې به حزب اسلامی  افغانستان د سولي دعالي شورا سره  خپله  پوره همکاري  اعلان کړي  او د سولي د راوستو په خاطر به ورسره  اوږه په اوږه  ولاړشي . خو په اوسني وخت کې  چې د سولي شورا هیڅ  معلومه  اجندانه  لري  ، تګلاره یی معلومه نه ده ، واک او اختیار نه لري، او دسولی د راوستو له پاره په امریکای اجندا کار کوي، نو د حزب اسلامي افغانستان څخه د داسې همکارۍ کولوتوقع به ډیره  بې  ځآیه اویواځې  دپروپاګنډ زریعه وي . ترڅو په دې توګه د سولي عالي شورا  خپل  اوسنی ناسمه کوششونه تو جیه کړي


په درنښت


 قریب الرحمن سعید


 دحزب اسلامی  افغانستان دسولي دهئت  غړي