کور / هراړخیز / د افغانستان قومونه ( پنځمه برخه)

د افغانستان قومونه ( پنځمه برخه)

څلورم څپركى                           ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


بيټني


تاريخپوه احمد علي كهزاد پخپل نامتو اثر “غرغښت يا ګرشاسب” كې بيټ نيكه د بيټن، بيټني، اترت (اترط) او شيخ بټني په نوم نومولي دي او كاږي: “اترت د نيمروز واكمن و او نيمروز د يوه ښار نوم دى گ بلكې د يوه ولايت نوم دى او ان د يوه هېواد نوم يېِ ګڼلى شو گ نيمروز او زابل د افغانستان په نننۍ جغرافيه كې دوه بېل بېل ولايتونه دي… اترت له ټولو شهزادګانو څخه ډېره پاچاهي كړې ده …” (هماغه اثر 8مخ )


ارواښاد استاد په يوه بل ځاى كې ليكلي دي: “د ملت د باباګانو، د اّتلو نيكونو اساطير چې له سيستان نه نيولې د شمشاد تر غرونو پورې “بيټهن”، “غرغښت”، “سړبن ” يا بيټني، غرغښتي، سړبني او يا اتريت (غرغښت =ګرشاسب)، سرند يا سړبن چې اتريت په اوستا كې د”ساما” زوى ياد شوى دى چې له درې پښته وروسته جمشيد ته رسيږي … اوستايي نومونه دي گ” (هماغه اثر 6 او 7 مخونه )


كه چېرې د افغانستان له لرغوني تاريخ نه تېر شو په راوروسته كې هم دپښتنو ددغه روايتي مشر په اړه بېلابېلو څېړونكو خپلې ليكنې او انګېرنې ډاګيزه كړې دي: “په پښتنو كې درې نيكونه مشهور دي چې بېټنى، غرغښت او سړبن دى گ” (اييْن اكبري ، لومړى ټوك 191 مخ) له دې سربېره ګڼ شمېر ليكوالو او څېړونكو په دې اړه څرګندونې كړې دي چې مخزن افغاني ( نعمت اله هيروي 1018 هـ )، تذكره الاوليا (سليمان ماكو د بارك خان زوى له 212 هـ نه وروسته كښلى دى)، پښتانه د تاريخ په رڼا كې (ظفركاكا خېل)، خورشيد جهان، حيات افغاني، دپښتو ادبياتو تاريخ او نور د بېلګې په توګه يادولى شو گ


خو ارواښاد سيال مومند د روايتونو له مخې د بېټني قبايلو يو ګراف كښلى دى چې دغه ټبر په لومړي سر كې په څلورو څانګو وېشل شوى دى چې بيا هرې پښې پورې بېل بېل خېلونه ورتړل شوي دي گ اسمعيل چې اولاده يې په سړبڼو ورګډيږي، وړسبون چې اولاده او لمسيان يې په بېلابېلو خېلونو ياديږي لكه : ترياني، درګړي، غړون، كيسو او ورپسې دوتاني، ادم خېل، معروف خېل، چارګل خېل اونور .


دا رنګه كجين او بي بي متو دوه نورې پښې دي چې ګڼ شمېر خېلونه ورپورې تړل شوي دي.”شيخي چې د وړسبون زوى دى او شيخي نه: ميرباز، اسمعيل صاحب خېل، غرتون، چلاك خېل، فتح خېل او درې پلاري خېلونه راوتلي دي.” (وګورۍ شجرې 120-121 مخونه )


ومو ويل چې د بيټ نيكه په اولاده كې يو شمېر ډېر خېلونه د هغه د لور بي بي متو پورې تړل شوي دي چې لويه پښه يې غلجي دي .


د هېواد نامتو څېړونكى ارواښاد كهزاد، تاريخپوه غبار او پوهاند حبيبي په دې اړه چې غلجي د “غرزي” په مانا له غور ، غرج او غرچه څخه اخستل شوى د پښتنو هغه لوى ټبر دى چې د بي بي متو له نسل نه شمېرل كيږي . له كورنيو څېړونكو سربېره بهرنيو ليكوالو او لرغونپوهانو هم په لږ توپير په ياد شوي ټكي ټينګار كوي. د بېلګې په توګه “يارتولد Yortold ” څرګنده كړې چې يادې شوې كلمې لرغونې اريايي كلمې دي چې اوږد تاريخ لري .


يادونه مو وكړه چې د بيټ نيكه د لور بي بي متو له كهوله ډير خېلونه په پښتنو كې شته چې ريښه يې تر هغې پورې رسيږي . نو د روايتونو له مخې متوزي پښتانه په دوه څانګو ويشل كيږي چې يوه پښه يې دغلجيانو او بله پښه يې د لوديانو دي گ 



رتن زي


د رتن زو په نوم يو خېل پېژنو چې ځانونه بټني پښتانه ګڼي . په حيات افغاني كې راغلي چې بېټنيان وايي : د بوبك زوى علي يو كوچنى ماشوم وو … چې د “رتن” نوم پرې كېښودل شو نو ځكه يې اولاده په دغه نوم ونومول شوه.


كوټي


كوټي د دوتاڼي ورور د ابراهيم زوى د وړسبون لمسى او د بيټ نيكه كړوسى كيږي. د “كوټلي” كوټلۍ او كوټي خېلو په نوم ځايونه په افغانستان كې شته خو دا چې دا همدغه كوټليان دي يا د پښتنو كومه بله پښه ده؟ لا په دې اړه ما څه تر لاسه نه كړل.


خو د بيټ نيكه په نوم دغه وګړي اوس د بنو په سيمه كې د”كوتي سادات” په نوم ودان دي. دا چې ولې “سادات” ورسره يوځاى راغلى په دې اړه روايت داسې دى چې ابراهيم يو هلك په زوى توب نيولى وو او دده په كور كې لوى شو او سمه نيمه برخه يې ورته وركړه خو په اصل كې دغه د يوه “سيد” زوى وو … دغه خبره د پام وړ ځكه ده چې سيدان چې هر چېرته ودان وو په درنه سترګه ورته كتل شوي او د هغو اولادونه هم د نورو لپاره د درناوي وړ وو ان توهين يې باله چې د يوه سيد زوى دې د بل په كاله لوى شي نو ځكه خلكو دوى پاچايان بلل دا چې په حيات افغاني كې راغلي دوى د فزيكي جوړښت له مخې له بيتڼيانو سره توپير لري د تامل وړ دى. موږ د بيټ نيكه د اولادې په اړه دمخه هم لږو زيات وغږېدو ومو ويل چې د اسمعيل اولاده د سر بڼ په ګروپ كې ور ګډه ده. بي بي متو د غلجي او لودي په نوم ځانګړي خېلونه ځان پسې را كاږلي دي … پاتې شو “وړسبون” او “كجين”، اړينه بريښي چې لومړى د وړسبون د اولادې او بيا د كجين يادونه وكړو.


اوړسبون اوه زامن درلودل (ابراهيم، ترياني، ګزبوټى، درګړۍ،غړون، شيخى، كيسو). د ابراهيم زوى “دوتاڼي” هم دوه زامن لرل چې د يوه نوم يې “بهمن” او د بل يې “اوګړى” وو چې بيا له دې څخه ګڼ اولادونه او خېلونه راوتلي .


د اوړسبون زوى “ترياني” هم د “دمړ” او “چاكي” په نوم دوه زامن لرل چې د”دمړ” نه ملاخېل، تاجوخېل، څيني، شاه ملك، بايي خېل، رم، ديو، مسكيرى پيدا شوي دي خو دچاكي د زامنو شمېر بيا شپږو ته رسيده چې نومونه يې دادي: بېرم، همدانى، سواتى، بشور، خاكى او بتازى .


د بيِټ نيكه د ژوند په اړه بشپړ معلومات نشته خو د روايتونو له مخې او د پټې خزانې په يادونه كښلى شوي چې بېټنى “خرشبون” په مهال هم ژوندى وو او خرشبون مړينه 411هـ په شاوخوا كې اټكل شوې ده .


په رښتنې توګه ويلى شو چې د بېټ نيكه اولاده اوس د اوړسبون او كجين اولادې پورې ځانګړې شوې ده ځكه چې خپل زوى “اسمعيل” يې په ژوند كې خپل تره “سربڼ” ته وركړى وو ځكه د اسمعيل اولاده سربڼيو كې ور ګډه شوې ده. د مخه مو د دغه نيكه د زوزات نومونه وليدل. كه چېرې د يادو شو نومونو ريښه د ژبپوهنې او ويپوهنې په رڼا كې وڅېړل شي ډېر څه به څرګند شي لكه: غړون، درګړۍ، اوګړۍ، دمړ، اوړسبون او نور .


د روايتونو له مخې  دا خبره هم كيږي چې د بېټ نيكه اولاده د سليمان غرونو شاوخوا كې اوسېدله . ولې د خپل مينځي جګړو له كبله دوى دېته اړ شول چې دا سيمه خپلو تربورانو غلجو ته پريږدي. هماغه وو چې دوى د خپل اصلي ټاټوبي ختيز پلو ته وكوچېدل او د ګومل رود په غاړه مېشت او ودان شول.