داسی څوک به ډیر لږ وي چی په پښتو ژبه لیک لوست کولای سي او د ګل پاچا الفت نوم یی تر غوږ سوی نه وي. ګل پاچا الفت د پښتو ژبی د ادب داسي خلانده ستوری دی چی تر څو د پښتو شعر او ادب ژوندی وي د هغه نوم به همداسي ځلانده پاته وي. دا یوازي له دې امله نه چی هغه ښه شعر لیکی او یایی ساده او د عوامو په ژبه لیکی. د پښتو په ژبه کی د الفت صاحب په ژوند کی او له ده څخه وروسته ډیرو نورو شاعرانو تر ده اوچت او ښایسته شعرونه لیکلی دي او نور به هم ولیکی. خو د الفت صاحب کمال په دې کی وو چی د خپل شاعرانه سپیڅلي احساس، لوړو خیالونو او ژورو فکرونو او تیره قلم څخه یی په دومره زړه ورتوب کار واخیست چی د ده د ژوند په زمانه کی یی هر چا جرأت نه درلود. هغه فیصله کړې وه چی په ژوند کی به تور ته سپین نه وایی او پر خپلي دغي ژمني باندي تر مرګه پوري ټینګ پاته سو.
که می سر شی د هاتي د پښو لاندي
که له پاسه می څوک غورځوي د لاندي
که د زور او زورورو له هیبته
دغه مځکه او اسمان شي لاندي باندي
تور ته سپین نه شم ویلای سپین ته تور زه
دا امید دي څوک له مانه هیڅ نه کاندي
ګل پاچا الفت د میرسید پاچا زوی په ۱۲۸۷ هجری شمسي کی د لغمان د عزیز خان په کڅ کی دنیا ته راغلی او د خپلي زمانې د ډیرو نورو وتلو شاعرانو او لیکوالانو په څیر یی رسمی زده کړه نه وه کړې. خو کله چی زلمیتوب ته ورسید نو ډیر ژر یی د خپلي زمانې د ادب او پوهي د قافله سالارانو په کتار کی ځای ونیو. د ګل پاچا الفت شعرونه تقریبا ټول انتقادي او اجتماعي بڼه لري خو د هغه د انتقادي ژبي کمال په دې کی دی چی ځینی یی څه باندي نیمه پیړی مخکی لیکلي خو تر اوسه پوري لا ژوندي پاته دي.
د سیلاب مخه چی د شګو په بندونو تړي
ژبي او خولې د ملایانو په دمونو تړي
د رنځور تبي په ټوټکو خامو تارونو تړي
بل چیرته نشته دلته شته دا کرامت پښتونه
چی وران ویجاړ جهان مشرانو ته ودان وښيي
چی طوفانونه زلزلې ارام جهان وښيي
صادقان تور کړي خاینان ډیر صادقان وښيي
بل چیرته نشته دلته شته دا مهارت پښتونه
وي بیسواده د مکتب معلمي به کوي
لیکل یی نه زده د بیري محرري به کوي
ایشیا یورپ نه پیژنی کار سیاسی به کوی
بل چیرته نشته دلته شته دا لیاقت پښتونه
ګل پاچا الفت پوهیږی چی ولي یی خبري او اشعار پر ځینو کسانو بد لګیږی. هغه ته خپله ګناه معلومه ده. دا هغه ګناه ده چی که یی نن هم څوک وکړي نو د حق او حقیقت دښمنان به حتما سزا ورکوي. هغه له هغو اسرارو څخه پرده پورته کړې ده چی ډیرو نورو کسانو ته څرګند وه خو د ویلو زړه یی نه درلود. ځکه خو دی ګل پاچا الفت پاته سوی دی او ځکه خو یی نوم د پښتو په ادب کی اوس هم ځلیږی.
نه مي د چا مال خوړلی نه مي څوک وژلي دي
نه مي چاته ورک شه یا ګم شو کله ویلي دي
نوره ګناه نه لرم په دې ګناه می مه نیسه
زړه کښی چی می پټ ظالم ته بد غوندي کتلی دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه
نه یمه منکر په مظلومانو مي ژړلي دي
دا ګناه د سترګو که د زړه ده نه پوهیږمه
بد چی مي لیدلي خدایږو بد مي هم ګڼلي دي
نه ومه خبر پرده می لږ غوندي چی جګه کړه
نه دي د ویلو هغه څه چي ما لیدلي دي
زه یی په لیدلو او ویلو ګناه کار شومه
نور یی په کولو اوعمل باندي ښاغلي دي
نه یمه خاین په خیانت د نورو پوه یمه
پوهه که ګناه وي خلک ټول اوس پوهیدلي دي
ګل پاچا الفت د خپل وخت د منورو ځوانانو او پوهانو د ملی تحریک، ویښو زلمیانو، د جمعیت غړی وو او د دې جمعیت د فعالیتونو د غیر قانونی کیدلو او د ډیرو زیاتو مشرانو تر بندي کیدلو وروسته هم د دې جمعیت مفکورې او لاري ته وفادار پاته سو. خو یو وخت موږ ګورو چی زموږ دغه هوښیار او مبارز شاعر حالاتو دونه مایوس کړی دی چی نن او سبا دواړه تیاره وینی. د مایوسی په دغه حالت کی د خپل قام لپاره د داسی تیاره سباوون او دردوونکي راتلونکي پیش بیني کوي چی سړی وایی کشکی یی دا شعر له سره لیکلی نه وای او دا پیش بینی یی ریشتیا سوې نه وای.
پس له څو ورځو به نه ستا ډول او سینګار پاته شي
نه به زما زړه کښی د عشق دغه انګار پاته شي
بهار د حسن به دي تیر وي تازګي به نه وي
نه به ګلونه نه بلبلي نه مالیار پاته شي
مسته لیلی به شي بوډۍ ورته به نه ګوري څوک
نه به سپین مخ نه توري زلفي په رخسار پاته شي
ډیوه به مړه شي د محفل غلي به شي سازونه
نه به رقیب او نه به زه نه به اغیار پاته شي
نه به ساقي نه محتسب وي نه هوښیار وي نه مست
نه به رباب نه به کتاب نه به خمار پاته شي
دا حال به نه وي څه چی دي هر څه به بل شانته وي
یو پښتانه به په قومو کی خوارو زار پاته شي
نور به موټرو طیارو او جهازونو کی ځی
د پښتون مخ کی به وي خره دی به خرکار پاته شي
هر څه به نوی شي زړه اوضاع به نه وي پاته
پښتون به دغسی کوتک او کوتکمار پاته شي
نه یی طبیب شته نه دوا نه د علاج څه فکر
د ناپوهی په رنځ اخته به دا بیمار پاته شي
په پښو اغزي په لاس تڼاکي د پښتون د ټبر
تر ډیره وخته به د پلار نیکه یادګار پاته شی
زه به یم مړ ما نه به نور څه چاته پاتي نه وي
زما میراث به خپل پردي ته دا اشعار پاته شي.
ګل پاچا الفت که له یوي خوا د خپل پښتانه قام نن او سبا دواړه تیاره ویني نو له بلي خوا کله کله داسي خوبونه هم ورته وینی چی ګوندي یوه ورځ به ریشتیا سي. او کله چی دغه راز خوبونه وینی نو د تعبیرونو لپاره یی په زندانونو کی په یوسف پسي نه ګرځی بلکه پخپله یی تعبیروی. ګواکی ویریږی چی هسی نه څوک یی غلط او بیځایه تعبیر ورته وکړي.
اوربل یی ما په خوب کی پریشان لیدلی دی
ستا بخت خو می رقیبه دغه شان لیدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه را حضوره
بلبله دا وطن می ګلستان لیدلی دی
کارغان به پکښی نه وي بلبلان به پکښي وي
باغونه به سمسور وي ما باغبان لیدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په موږ باندي رڼا
سپین مخ می چي سبا غوندي روښان لیدلی دی
تعبیر یی کړی ما په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکل می خوب کی د جانان لیدلی دی
مهار به دي په پزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو د پاسه می پیزوان لیدلی دی
له دامه که دي خلاص کړم په قفس کی دي بندي کړم
صیاده ما خو څو رنګه زندان لیدلی دی
عمل چی وي آزاد او انتقاد پکښی بندي وي
ما هلته د ظلمونو سخت طوفان لیدلی دی
که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مي مه وژنه
په دې کی می وطن ته لوی تاوان لیدلی دی.
ما د ګل پاچا الفت شعر او شخصیت ته د درناوي په خاطر د هغه د دغه غزل په اقتفأ یوه غزل ولیکل. که څه هم چی د مضمون له پلوه به ځکه د مرحوم الفت صاحب له غزل سره توپیر ولري چی دواړي غزلي په بیلو بیلو شرایطو کی لیکلی سوي او د زمان په لحاظ څه باندی نیمه پیړی فاصله سره لري خو لږ ترلږه د وزن او قافیی له پلوه یو شان دي.
اوربل یی ما په خوب کی پریشان لیدلی دی
قسمت می د یارانو دغه شان لیدلی دی
په تور د انتخاب له جنتونو آدم باسي
د عرش په کنګرو کی مي شیطان لیدلی دی
ټولۍ د قابیلانو د هابیل پر وطن ګرځي
دې خاوري ته په قهر می اسمان لیدلی دی
د نوح په تدبیرونو چی یی زړونه نرم نه سول
په برخه د دې مځکي می توپان لیدلی دی
ازل می پر لمبو د وصل لاره ده لیکلې
خلیل یم په انګار کی می یزدان لیدلی دی
د خپلو له شامته د کنعان کوهي ته لویږو
تعبیر می د خوبونو بندیوان لیدلی دی
د عمر په سینا کی هر قدم د صنم کور دی
د طور په سره لمبه کی می مغان لیدلی دی
سنګسار ته یی راوړي دي له بل وطنه کاڼي
ما چیغو د منصور لره میدان لیدلی دی
تر څو به می رقیب راته د سیوري په نوم ښيي
لښکر می په وطن کی د جانان لیدلی دی
راځه جهاني ویښ کړو د الفت په ناره زړونه
له لیری می یو سیوری د کاروان لیدلی دی
مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د ګل پاچا الفت د نظم او نثر په باره کی لیکی چی د الفت نثر هم شعر دی او نظم یی هم شعر دی. دی وایی کله کله د هغه نثر تر نظم خوږ وي. خلک وایی چی نظم پیودل دي او یو ناظم مرغلري پیودي، مګر زه وینم چی الفت په نثر کی بلا کوي او کله کله الفاظ هسی سره پیودي چی تر هر رنګه نظم ښه ښکاري.
د مرحوم حبیبی خبري د ګل پاچا الفت د نثر په باره کی هیڅ مبالغه نه ده. هغه په حقیقت کی پښتو ژبی ته داسی نثر راووړ ته به وایی چی وچ کلک الهام ورته سوی وو. الهام یی ځکه بولم چی داسي خوږ او له معنی ډک نثر نه له ده مخکی چا لیکلی او نه له ده وروسته چا تعقیب کړ. هغه کله کله په ډیرو څرګندو واقعیتونو کی داسی ناڅرګند اسرار لیدل چی سړی ویلای سي یوازي د ده سترګو یی د لیدلو توان او لیاقت درلود. په دې لنډ مضمون کی د هغه د خوږو او له ابتکاره ډکو نثرونو ډیری نمونې نه سو راوړلای. دلته به یی د نمونې په توګه د حسابي خبري په نوم یوه لنډه ټوټه راواخلو.
“استاذ ویل: تاسی باید هر وخت له ځان سره حساب وکړی او حسابي خلک اوسی.
د ده یو حسابی درس دا وو: که یو عدد له بل سره داسی یو ځای کړو چی یو پاس او بل لاندي وي لکه. دوه دپاسه دوه. نو ترینه څلور جوړیږی. او د دواړو وجود هم په خپل حال نه پاته کیږی.
که دواړه څنګ په څنګ یو ځای کړو لکه د دوه څنګ ته دوه نو دوه ویشت ۲۲ ورنه جوړیږی. او د دواړو عددونو شکلونه او صورتونه هم په خپل حال پاته کیږی. ځکه چی دلته د ملګرتیا او ورور ولی راز پټ دی او په هغه بل صورت کی تفوق، تسلط او محو کول معلومیږی.
ده وویل: که دوه مساوي عددونه لکه یو او یو، یا دوه او دوه، یا درې او درې هر یو له بل نه وړاندي یا وروسته کړو نتیجه یوه ده. مګر په دوه متفاوتو عددونو کی تقدیم او تاخیر ډیر زیات فرق راولي او په مقدار کښي ډیر تفاوت راځي.
که موږ یو او نهه یوځای کوو او داسی لیکو چی یو مخکی او نهه ورپسې وي نونس کیږی مګر شل کیږی نه.
که همدغه دوه عددونه داسی ولیکو چی نهه وړاندي او یو ورپسې وی خبره سلو ته نیژدې کیږی او ډیر زیاتوالی پکښي راځي.”
موږ ګورو چی مرحوم الفت د عددونو په دې څرګندو خبرو کی د هوښیارو مشرانو او لایقو او اهلو کسانو مخته کولو، د اجتماعي ګټی څومره لوی راز په څومره سادګي او په څومره خوږه شاعرانه ژبه بیانوي او، د مرحوم حبیبی صاحب په ژبه، ریشتیا هم بلا کوي.
دا به څرنګه شاعر وی چی پر ښکلا مین نه وي. کله کله سړی نه پوهیږي چی ښکلا خدای تعالی د شعر لپاره پیدا کړې ده او که یی شاعر د ښکلا د ستایلو لپاره جوړ کړی دی. الفت صاحب هم د یوه لوی شاعر په حیث د ښکلا مین دی. خو لکه څرنګه چی د ده محبوبا ساده پښتني ښایست لري نو ده هم په داسی ساده کلماتو ستایلې ده چی سړی یی د ده په شعر کی په سره سالو کی روانه لیدلای سي. مرحوم الفت د غزل لیکلو خواته ډیره لږه توجه کړې ده خو په دا لږ غزل کی یی ښودلې ده چی که یی زړه غوښتی وای نو ډیر او ښه غزلونه یی لیکلای سوای او له سیالانو سره یی بشپړه سیالي کولای سوای.
چا چي ایښی دا شین خال ستا پر جبین دی
زما زړه هم د هغه له لاسه شین دی
ستا امیل کښی یی سل زړونه دي پییلي
چا جوړ کړی ستا د غاړي لونګین دی
جوړه شوې یې د لمر له پلوشو نه
ستا د عشق په حرارت می دا یقین دی
سور سالو دي سره لمبه ده نه پوهیږم
که زما د زړه په سرو وینو رنګین دی
د جمال پرښتې ته چی جوړولې
ور لیږلی چا سلام چا آفرین دی
معجزه ته د قدرت او د خلقت یی
په ریشتیا چی خدای احسن الخالقین دی
خدای دی ساته په امان له بدو سترګو
دا دعا د پرښتو زموږ پر آمین دی
ګل پاچا الفت لکه څرنګه چی په اجتماعی ژوند کی د افراط او تفریط سره مخالف وو او ټول عمر یی د اعتدال لاره نیولې وه او تر مرګه پوري پرهیز ګار پاته سو . دغسي په لیکنه کی د کلماتو او لغاتو د انتخاب په برخه کی هم د اعتدال طرفداروو. د لیکوالي ، املاء او انشاء په کتاب کی د پښتو څنګه ولیکو تر عنوان لاندي لیکی چی “ ځینی وایی پښتو باید سوچه کړو. پردي لغات ترینه وباسو او یو ټکی فارسي یا عربي پکښي پرې نه ږدو.
دا نظریه په ډیر افراط بناء ده او دا کار کیدونکی نه دی. په دنیا کښی داسی ژبه نشته چی پردي لغات پکښی نه وي او نیلي ریښې یې له نورو ژبو سره تړلي نه وي. جهان اوس یوه کور غوندي دی او د ملتونو فرهنګي او اجتماعي تعلقات ورځ په ورځ زیاتیږی. اوس د هر چا غږ د بل غوږونو ته رسیږی او نا آشنا آوازونه له یو بله آشنا کیږي. هره ژبه له بلي ژبي نه څه اخلي او څه ورکوي.”
په همدغه مضمون کی بل ځای لیکی” د عربي او فارسی ژبی علمی سلطه په پښتو ژبی دومره قایمه شوه چی د دغو ژبو لغات ادبي او مهذب وګڼل شول او پښتو لغتونه بې تهذیبه په نظر راغلل.
په همدغه وجه د معشوقو شونډو ته لب وویل شوه او بیا ترینه په لام او بې تعبیر وشو. د ښکلو څڼو او کوڅیو ته مو زلفي وویلې او باڼه مو مژګان وبلل. چشمان، رخسار او دندان د غزل ژبه شوه او پښتانه شاعران په چاه زنخدان کی ولویدل. اوس په کار دي چی له دغه تاثیره ځان خلاص کړو او د پښتو ژوندي او مهجور لغتونه په پښتو ادب کی را ننباسو. مګر دا هم باید په نظر کی ولرو چه د یوې ژبي کور په دې دومره نه ورانیږی چی پردي لغات ډیر پکښی راننوزي بلکه د ژبي له ترکیب او تالیف سره لوبي کول او د نورو ژبو په سبک او اسلوب جملې جوړول ژبه خرابوي او اساس یی ورانوي. یعنی د ژبی د ګرامر او محاورې مراعات ډیر په کار دی او په دغه برخه کښي د لیکوالو بې پروایی د ژبي د مسخ کیدلو سبب ګرزي.”
زموږ کار د ګل پاچا الفت د شخصیت په ستایلو او د کلام په توصیفولو پای ته نه رسیږی. ګل پاچا الفت د یوه مشر، د یوه پلار، د یوه سترګه ور او هوښیار شاعر او لیکوال په حیث موږ ته خپل اشعار او افکار په میراث پرې ایښي دي. هغه د یوه سپيڅلي پښتانه لیکوال په حیث پر موږ حق لري او دا حق یی هغه وخت ادا کیدلای سي چی د ده د فرهنګي میراث پاڼی یو ځل بیا واړوو. غور ورباندي وکړو او چی څه د عملي کولو وي هغه عملي کړو. موږ نه سو کولای چی په یوه لنډه مقاله کی د دې لوی لیکوال پر ټولو آثارو تبصرې وکړو . خو هغه مضمون ته یی اشاره ضرور بولم چی د لیکوالي، املاء او انشاء په نوم کتاب په ۱۸۹ مخ کی د ملي یوالي تر عنوان لاندي یی لیکلی دی. موږ ګورو چی مرحوم ګل پاچا الفت په خپل هغه مضمون کی ، چی څه د پاسه اویا کاله مخکی یی لیکلی دی د هغه ملي یوالي توصیه کوي چی نن یی ټول پر وطن مین افغانان د ټولو رنځونو او کړاوونو د ختمیدلو اصلی چاره بولي. هغه وایی” هغه خلق چی په یوه وطن کی اوسیږی، ګټه او زیان یی یو وي، د یوه واکمن امر ته یی غاړه ایښې وي، تر یوه بیرغ لاندي را ټولیږی او مشترک تاریخ لري یو ملت بلل کیږی. افغانستان یو وطن دی، د دي وطن ټول اوسیدونکي یو ملت دی او د دې ملت نوم افغان دی. … که موږ په پښتو او فارسي ژبه کښی ښه څیړنه وکړو او لری نظر وکړو دواړه ژبي د یوه باغ وني دي چی نیلي او ریښې یی یو له بله تړلي دي.
دا چی موږ د افغانستان اوسیدونکي د پښتون، تاجک، نورستاني، بدخشي، ترکمن، اوزبک، هزاره، ایماق او عرب په نامه یادوو عینا هماغسی مثال لري لکه چی پښتون د صافي، شینواري، مومند، اپریدي، وزیر، مسعود، یوسفزي، اڅګزي، کاکړ، بارکزي او سدوزي په نومونو یادوو. په دغسي مختلفو او متعددو نومونو زموږ ملي وحدت هیڅکله نه خرابیږی.”
مرحوم ګل پاچا الفت هم د ټولو پښتنو او هم د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ د وروری د ټینګیدلو آواز پورته کړی وو. هغه لکه په خپلو نورو لیکنو کی چی پاک او سپیڅلی وو او له هري ناروا څخه یی د پردې د پورته کولو جرأت درلود دغسي د ملی یوالي او په خاصه توګه د پښتنو تر منځ د ورورۍ د ټینګیدلو په غوښتنه کی سپیڅلی او صادق وو.ګل پاچا الفت سیاسی مبارز نه وو خو د یوه ستر شاعر او زړه سواند مشر په حیث د خپل قام د وروسته پاته والي د دایمی رنځ اصلی علتونو ته، چی ناپوهي او بې اتفاقي ده، ښه متوجه وو او د دغه رنځ د علاج کولو خواته یی د توجه را اړولو دپاره ټول عمر چیغی ووهلې. د هغه د ټولو شعرونو او نثرونو هدف د خپل قام را ویښول او پاڅول او د ملت د حقوقو د غاصبینو او مجرمینو رسوا کول وه او ځکه خویی موږ نن لمانځو. هغه د خپلو لوړو خیالونو او ژورو فکرونو په دنیا کی دې نتیجې ته رسیدلی وو چی د سمسور او نیکمرغه افغانستان د جوړولو او د اوږدو رنځونو او کړاوونو د ختمولو دپاره یوازي د ملي یوالي د ټینګیدلو لاره پرانیستې ده او که بله لاره وي نو هغه هدف ته نه رسیږي.
د ملي او اولسي شاعر، لوی الفت صاحب، روح دي ښاد وي.