داقوام متحده ديوراپورله مخي دشلمى پيړۍ په پيل کې يوولس دا ډول ښارونه ؤ چې دهغي نفوس او ابادي ديوميليون څخه ډير ؤ چې دتيري پيړۍ دپاي پوري دغه شميره تر پنځه سوو ښارونو ورسيده او په خاصه توګه په آسيا کې ددغسي ښارونو ډيريدل ورځ تربلي نور هم ډريږي . چې د آسيا بانک ديو راپور له مخي تر دوه زره اتم م کال پوري په سلوکې دري عشاريه دري فيصده عام وګړي په ښارونوکې ژوند کوي . اوتردوه زره ديرشم کال پوري به دغه شميره تر پنځوبيليونو پوري ورسيږي .
د نړيوالو شنونکوپه وينا په هر يوه ثانيه کې دوه تنه په ښاري کسانوکې زياتيږي د دوي په وينا د اسيا او بحرالکاهل هيوادونو د ابادۍ په لحاظ اودغوهيوادونوکې د خلکو د ډيروالى د وجې څخه د اوبو د برابرولو په فهر ست کې په اخري نمبرکې دي اوپه څوهيوادونوکې د اوبود نشت والي حال مخ پرخرابيدو دي چې ددي له جملي څخه يې هندوستان ، پاکستان ، افغانستان ، مالديپ ، ازبکستان او فلپائن دابادۍ د ډيروالي د وجې نه د اوبو د کم والي سره لاس او ګريوان دي په بنکاک کې د اقوام متحده علاقائې او اقتصادي کميسيون په وينا د اسيايې هيوادونوپه اوبو کې ورداخل شوي ناپاکى يوه ډيره ګرانه مسئله ده .
په ګرده نړۍ کې موسم پيژندونکي په ډاګيزه توګه وايې چه دموسمياتي تبديلوپه نتيجه کې پيدا شوي بدلونونو کې د پاکو اوبو ذخيري په ښکاره ډول خرابي شوي او د استمال وړنه دي که پرمخ تللي هيواد وي او يا ترقۍ ته د رسيدوپه حال کې وي او که غريب هيواد وي د اوبود کموالي مسئله يې پرمخکي پر ته ده اودا خبره هم بايد په ذهن کې وي چې پرمختللي هيوادونو شل فيصده سرمايه دارخلک د دونيا د پاکو اوبوڅخه ٨٥ فيصده کاروي چې مطلب يې دادي چې د دونيا د پاکواوبو څخه په سلوکې پنځه اتيا فيصده اوبه د دوي په کنترول کي دي چې يو امريکايې وګړي د لمبيدوپرمهال په پنځودقيقوکې دومره اوبه استعمالوي چه د غريبو اوروسته پاتوهيوادونو يو تن يې په ټوله ورځ کې کاروي دغه يادي اوبه په پنځه ستوريزو هوټلونوکې په ګرميدو سره بخارات کيږي اويا د لمباپه ځايوکې اوپداسي نورو عياشيوکې ضايع کيږي.
همدغه رازد اوبوپه په لويو لويو ذخائيرو نړيوالو شرکتونو قبضه کړي اوپه خپل کنترول کي راوستي دي چې ددغو شرکتونو ديوکال عائد تر دوه سوه ميليونو ته رسيږي او يادشرکتونه د دنيا د اوو فيصده خلکو ضرورتونه پوره کوي اوعين وخت کې په ټوله نړۍ کې د څښکلو د اوبو ذخيري مخ په ختميدو دي اوپه ناپاکو او چټلواوبوکې په مسلسل ډول ډيروالي راځي د شميرپه حساب په هرکال کې پنځه ويشت ميليونه خلک د ناپاکه اوبو د کارولو د وجې خپل ژوند دلاسه وروکوي په تيرو لسو کلونوکې د ناپاکه اوبو د استعمال څخه د پيدا شوو ناروغيو دومره ماشومان مړه شوي چې شميريې د يادو ٢٥ ميليونو څخه زيات دي چې شمير ېې د دواړو عالمي جنګونود وژل شوو څخه ډيردي د اقوام متحده د دوه درجنو نه ډيرو ادارو په يوراپور کې چې د ( اوبه يوه بدليدنکې دنيا) د سرليک لاندي کاږي تر ٢٠٣٠ م کال پوري به د دنيا نيمايې نفوس او اوبادي د اوبو د کموالي او نشت والي سره مخ وي د يادونى ده چې د پاکستان د في تن د اوبو شرح( استعمال ) د ايتوپيا، ليبيا، او الجيريا هيوادونونه هم وروسته ده چې په کال ١٩٤٧ کې د اوبو شرح ٥٠٦٠٠ کيوبک ميټراوبه وي چې دغه اندازه بيا نوره هم کمه شوي.
تر ١١٠٠ کيوبک ميټراوبورسيدلي ده اوتر ٢٠٢٠ م کال پوري به دغه اندازه نوره هم ٥٥٨ ته راښکته شي اوياد هيواد به د اوبو د شنونکو په اند سري کرښي ته ورسيږي چې په بله معنى دپاکستان په سلوکې شپيته فيصده خلک به د اوبود نعمت څخه محروم وي اوپاتي ٤٠ فيصده خلکوته چې کومي اوبه برابريږي هغه هم د نړيوالي اداري د دمعيارسره نه دي برابري اود ماهرينوپه وينا د پاکستان په ښارونوکې د څلويښت فيصده خلکو مرګونه هم لدي وجې څخه منځ ته راځي چې ښکاره تړون يې د چټلواوناپاکواوبوسره دي چې پرمختللي هيوادنه دخپلو اوبود ٧٠ نه تر ٧٥ فيصده اوبه د زراعت په بخش کې استعمالوي اوپه روسته پاتي هيوادنوکې دغه فيصدي د ٩٠ څخه تر٩٥ فيصده اوبو ته ډيريږي .