کور / هراړخیز / د دوست انتخاب

د دوست انتخاب

انسان  د خپلې طبعې له مخې مدني  او په فطري ډول اجتماعي خواص لري.


انسان هیڅکله نه شي کولای  چې له خلکو څخه لرې په عزلت یعنې یوازیتوب کې ژوند وکړي ، انسان  یو داسې  دوست ،  ملګري او مونس ته اړتیا لري چې طبعه یې ورسره لکیږي او کولای شي چې ورسره د خوشحالۍ په فضا کښې د زړه خبرې وکړي او خپل راز ورسره شریک کړي !


د دوست یا ملګري انتخاب د اجتماعي غوښتنو څخه یوه مهمه غوښتنه ده. په ژوند کې ښه دوست له سترو نعمتونو څخه  شمیرل کیږي.


ښه  دوست سړی سمې لارې ته ، د تقوی لارې ته ، د ښو اخلاقو لارې ته ، د انصاف  او عدالت لارې ته  ورټیل وهي  چې دا لار جنت ته غزیدلې ده او بد دوست سړی تیارې لارې ته ، د بربادۍ او بدمرغۍ لارې ته ورسموي چې دا لار دوزځ ته ورسمه شوې ده.


خدای  پاک فرمایي :


( و یوم یعض الظالم  علی یدیه یقول  یلیتنی اتخذت مع  الرسول سبیلا یویلتی  لیتنی لم اتخذ  فلانا خلیلا . لقد  اضلنی عن الذکر  بعد اذ جاءنی  و کان  الشیطن  للانسان خذولا ) [ الفرقان ۲۹-۲۷]


 


او ( ای پیغمبره ) هغه ورځ به ظالم (کافر) په خپلو لاسونو باندې ( د افسوس او حسرت له کبله) چکونه لکوي  او وایي به چې  کاش چې ما د رسول  الله صلی الله علیه وسلم لار اختیار کړې وې ( او مخالفت مې ترینه نه وې کړې).


  افسوس کاش چې  ما فلان سړی  خپل  دوست کړی نه وې .  یقینا هغه خو زه  د ذکر یعنې ( قرآن کریم) څخه  له  هغه نه وروسته بی لاری کړم چې ماته ( د پیغمبر په لاس ) راغلی وو


او ( یقینا )  د انسان  د پاره ( د اړتیا  په وخت کې ) شیطان  یوازۍ پریښودونکی دی ( چې نصرت ورسره نه کوي او نه یې کولای شي).


د پورتنیو آیتونو څخه  دا خبره په اثبات رسیږي چې د الله پاک له اوامرو څخه د نافرمانانو او سرغړوونکو سره دوستي لازمه نه ده ، دا ځکه چې د ښه دوست له دوستۍ څخه انسان ته فائده رسیږي او د بد دوست له دوستۍ څخه سړی ته زیان او تاوان رسیږي. هغه خلک چې د ګمراهۍ  په طرف روانیږي ، وجه یې داده چې غلط دوستان او بدودوستانو صحبت اختیاروي . نو ځکه په قران پاک او همداشان په نبوي احادیثو کې هم د ښه دوست د انتخابولو په موضوع  تاکید شوی دی .


ښه  دوست هغه دی چې د  غم او درد په وخت  کښې له سړي سره ودریږي ښه دوست هغه دی چې د خوشحالۍ په وخت کې د سړي په خوشحالۍ کښې په اخلاص سره شریک شی .


یوې مسلمانې نجلۍ ته هم ښايي چې د خپلې ملګرې  په انتخاب کې له فکر  څخه کار واخلي  ، د ښه دوست انتخاب په هلک پورې منحصر  نه پاتې کیږي بلکې د نجلۍ لپاره هم ضروري ده چې په دې برخه کې توجه وکړي.


ښځو ته هم ښايي چې د دوستانو په انتخاب کې له دقت څخه کار واخلي . ډیرې کورنۍ لیدل شوي چې د ښځو د بدو ملګرو او دوستانو له لاسه بربادې شوي او کورنی ژوند یې له ډیرو ژورو ستونزو او بحرانونو سره مخامخ شوی دی.


خدای  پاک دې مونږ ټول  له بدو دوستانو  څخه  په خپل امان کې وساتي ، ځکه  چې بد دوستان د سړی  خوږ ژوند  په تریخوالي بدلوي او  جهنم ترینه جوړوي.