دا لیکنه د کوم رشوت او غوړمالۍ له کبله نده لیکل سوې، بلکي د دې غمڅپلي هیواد د وطن پالني د احساس او د خپلو وطنپالو مشرانو د ستاینی لپلاره لیکل سوې ده. او په عیني وخت کي مي د کندهار او جلال اباد د دښمنانو د سیسې په غیري مستقم ډول رسوا کړی دي. خدای مکړه خلک دا فکر ونکړي، چي محمد سلطان شریفی دا لیکنه د کوم امتیاز لپاره کړي ده. باید ووایم، چي له بده مرغه د تیرو پنځلسو کلونو راهیسي د افغانستان څخه مسافر یم، او دخپل پلارني هیواد د لیدو څخه مهروم پاته سوی يم. چی زه همدا اوس په دوبی کي د الله (ج) په فضل او کرم سره ښه آرام او خوشهاله ژوند لرم، او د چا امتیاز ته هیڅ کوم ضرورت نلرم.
اصلی مطلب
حاجی ګل اغا شیرزی د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کي، په ځانګړې توګه بیا په کندهار، کابل او جلال اباد ولایتونو کی د خپل د کاري مدې په زیاته بیا په رغنیزو چارو کي د یوه ملی اتل په توګه پیژندل سوي شخص دی. نوموړی همداراز د مرحوم حاجی عبدالطیف مشر زوی دی، کوم چي يې د۱۹۸۳ عیسوي کال څخه وروسته د روسانو د یرغل په وړاندي خپله مباریزه پيل کړل، د خپل هیواد د ازادۍ په لار کي يې خپل ځان او مال ونسپماوه. نوموړی د خپل هیواد لپاره د دښمن په وړاندي خپله سینه سپر وګرځوله او د خپل پښتنی عظم او پریکړي له مخي یې خپل ځان د دې هيواد لپاره قربان کړ.
ښاغلی حاجی لطیف په کندهار او د افغانستان په ټول جنوب غرب حوزه کي حاجي بابا په نامه مشهور وو، چي اصلآ د بابا لقب د افغانانو په کلتور کي دپلار په مفهوم دي. حاجی عبدالطیف په افغانستان کي د روسانو د یرغل وړاندي د یو ستر مباریز په حیث نامتو شخص پېژندل سوی وو. او همدا راز د خپل زړورتوب، کلک عظم له وجی د کندهار د اولس لخوا د کندهار د زمري لقب هم ورکول سوۍ وو. چي وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر صاحب نجیب الله د حکومت په دوران کي دځینو بهرنیو استخبارتو لخوا په ډوډي کي زهر ورکړل سول، او نوموړۍ يې په شهادت ورساوه.
د حاجی بابا د شهادت څخه وروسته حاجی ګل اغا شیرزی چي د نوموړي مشر زوی وو، د کندهار د قومي مشرانو لخوا د مشرتوب بګړۍ پر سر کړل، او همداراز د یو قومي مشر په توګه د مسولیت دنده ورپه غاړه کړه.
ښاغلي شیرزی د دې دندي مسولیت په ډیره ښه او غوره ټوګه سره سر ته ورسوله، او همدا راز نوموړي نسبتآ د کندهار جهادی قومندانانو ته د دولسم ټولګي د ښوونی او روزني د سطحی څخه برخمن او روښانه شخص وو.
بله ډېره مهیمه او په زړه پوري خبره خولا دا وه، چي په افغانستان کي د کمونیستي نظام د ړنګېدو وروسته، حاجي ګل اغا شېرزی د کندهار په قومندانانو کي یوازنی شخص و، چي نه يې د افغانستان په کورنیو جګړو کی برخه واخستله، نه يې د خلګو څخه د پیسو داخستلو لپاره پاټک واچاوه، او نه يې څوک زهیر کړل. چی دا کار د کندهار یا د افغانستان د جنوب غرب حوزې په اولس کي دنوموړی د کامیابی یوازنی تر ټولو ښه فورمول سو.
شېزی صاحب همېشه په ټول افغانستان کي بلخصوص په کندهار، کابل او جلال اباد کي د قومی مشرانو سره خورا ښې او پراخي اړیکی لرلې، او همدا راز يې دا مشرانو ته د قدر او درناوی په سترګه کتلي دي، چی دغو کړونو د شېرزی صاحب مشرتوب ته نور رنګ ورکړ، او د خلګو په زړو کي يې پېشانه ځای ومونده.
په ۲۰۰۱عیسوی کال کی د سپټمبر د میاشتی د یولسمی ڼېټې وروسته، کله چي د امریکا متحیده ایالت په مشري د بهرنیو ځواکونو د یرغل له وجی د طالبانو حکومت ړنګ سو، نو ولسمشر حامد کرزی د امریکا او د هغه نړیوالو ملاتړ کوونکو چی عبارت دناتو د پیمان څخه دی، د دغه بهرنیو ځواکونو په مټ د افغانستان د ولسمشری دنده په غاړه واخستله. او شېرزی یوار بیا د کندهار د والي په توګه وټاکل سو. د دې ټاکني وروسته شېرزی صاحب د خپل عظم لمخی د کندهار د غمځپلي اولس سره په وار وار هوډ وکړ، چي د کندهار ولایت ته به کار کوي، او دې تاریخی ښار ته به څه ناڅه د دوبی پشان یو نوې او عصری بڼه ورکوي.
نوموړي د خپل هوډ سره سم د دې ښار په ابادولو او ښکلا کي ښه چاری تر سره کړې. چی د کندهار د سړکونو څخه نیولی بیا تر تفریحی پارکونو، د ښووني او روزني، رسمی ادارو پوري او همدارز يې په عامه چارو او تسیساتو کي ډېر په چټکي سره دې ښار ته یوه نوې بڼه ورکړل، او لايې نوري چاري تر کار لاندي وې، تر څو يې په ښه توګه سر ته ورسوي. لنده دا چی په کندهار ولایت کي به هر چا کوښښ کاوه چی جایداد واخلی، ځکه د دې ولایت پرمختګ د ډېرو نړیوالو رغنیزو موسیسو او د سوداګرو د پام وړ وګرځېده.
د ښار په واټونوکي د خلګو او په ځانګړې توګه د سودا ګرو ګڼه ګوڼه خورا زیاته سوې وه. د بېکارې او وزګارۍ لمن ورځ په ورځ ټولېده، د خلګو د هیلو او امیدونو غوټۍ یوار بیا وغوړېدې، او شېرزي صاحب په موجودیت کي د کندهار اولس د پرمختګ لوری ته يې دوې سترګي څلور کړې وې.
خو په ډېر تآسف سره باید ووایم، داسی ونشول، دا ځکه چي په کندهار ښار کي ځينو سیاسی کړیو او قوتونو د خپلو شخصی ارمانونو دپوره کولو د موخي لپاره، ښاغلی ګل اغا شېرزي ته په دسیسو او طوطیعو جوړولو پيل وکړ. ان دا چي په کندهار ښار کي يې د خپلو یوڅو محدودو لاسپوڅو، ګوډاګیانو یا په عامه اصطلاح یو څو لنډغرو لخوا لاریونونه وکړل، چی تر څو يې شېرزی مجبوره کړ، چی کندهار ولایت پرېږدي. چی له بده مرغه دې کار د کندهار د خلګو ټولي هیلي او امیدونه له خاورو سره خاوري کړلې. او امنیتی ستونزو ورځ په ورځ په دې ولایت کي خپله لمن ډېره پراخه وغوړوله. چي له کبله يې ډېر قومي مشران او عام ولس تر تورو خاورو لاندی کړل.
ولسمشر کرزي شېرزی ته په پلازماینه کابل کي د ښار سازی د وزارت دنده ور په غاړه کړل، چي پسله څه مدې څخه يې نوموړۍ په تریجی ډول د مرکز کابل څخه هم لیری کړ، او د جلال اباد په ښار کي يې د والی په توګه وګماره. چي دا کار د جلال اباد د خلګو او د شېرزي په خیر تمام سو. دا ځکه چي حاجی ګل اغا شېرزي لکه څنګه چي کندهار ته خدمت کاوه، همداشان یې په جلال اباد ولایت کي خپلي رغنیزي چاري په ډېره چټکي سره پيل کړلې، او پدي ولایت کي هم د نوموړي شهرت خورا زیات سو، او د عام اولس په زړو کي يې نور ځاي پراخ کړ. دا حقیقت دی چي د ګل اغا شېرزي تګ جلال اباد ولایت ته او د دې ولایت خلګو ته یو زیرۍ وو.
دا ځکه چی د جلال اباد ولایت هم د کندهار یا د افغانستان د نورو ولایتو په شان دزورواکانو او د حاجي قدیر د خاندان لخوا د اداري فساد، ظلم او تیري قرباني سوی وو، او دې کورنۍ د جلال اباد ښار او ټول ولایت خپل د خاندان شخصي ملکیت بللۍ وو، چي په نتيجه کي يې د دې ولایت عام خلګ د هر امتیاز څخه بې برخي پاتي وه، دا امتیازونه په ټوله ولایت کي یوازی او یوازي یوې کورنی انحصار کړی وه، او بس!
د قومونو تر منځ دوښمنۍ او تاوتریخوالۍ عوج ته رسېدلي وې. او د دې ولایت اولس د دغو ظالمانو له وجي د الله (ج) دعطا څخه چي هغه عدل وو، بې برخي پاتي وه، لاکن جلال اباد ولایت ته د ښاغلي ګل اغا شېرزي په راتګ سره ټولي قومي شخړي حل او فصل سولې، ټولو قومي مشرانو یوبل ته د دوستۍ غېږي او د ورور ګلوۍ لاسونه ورکړل، ټولي خپل منځني شخړي تر شا پرېښودې. د ښاغلي شېرزي تر شا ودرېدل، او هوډ يې وکړ چي په ګډه به د دې ولایت لپاره په ریښتونۍ توګه کار کوي.
هو! دا بېله شکه، د دې ولایت دخلګو دیوالی هوډ وو، چي نن د جلال اباد ښار د ابادۍ لمخي په ټول هیواد کي یوه ځانګړې بڼه خپله کړېده. شېرزي په ډېره لنډه مده کي د ې ښار ته یو داسی رنګ ورکړ، چی د افغانستان په یوه ولایت کي تر اوسه هم دومره په بېړه او چټکي سره بیا رغنیزي چاری پر مخ نوې تللي.
همدا علت وو چي، شېرزی صاحب ته د هیواد د ابادۍ په لاره کي د دې وطن د یوه ملي اتل لقب د ولسمشر کرزي لخوا ورکړل شو، دا ځکه په هیواد کي یی د د بیارغوني په چارو کي په ریښتونی توګه نه ستړی کېدونکی هلی ځلی کړی دي، او همداراز يي نه یوازی د افغانستان د حکومت لپاره بلکی دعوامو په زړو کي هم دخپل احساس او وطنپالنی په خاطر د یوه ملی اتل بڼه غوره کړېده.
باید ووایم، چي شیرزی په یو داسی سختو شرایطو کښي د یو ملی اتل د لوبغاړي بڼه غوره کړل، چی هیواد د دیرشو کلونو راهیسی په یو استراري حالت کي وو، او دۍ، چی د یوې خوا دهيواد د همسایګانو او نړیوالو قدرتونو د دښمنیو قربانی سو، او له بلي خوا په وطن کښي دننه د خود خواو، مافیایی ډلو او د قدرت لیونیانو د خپل حوس، شخصي ګټو او د قدرت د بقا لپاره عام ولس د اور په لمبو کښي وسوځاوه، او د دې وطن هر څه شتمنۍ یې که هغه اقتصادي، سیاسی، فرهنګي یا د ټولنیزي لحاظه وې، ټوله لوټ او تالا کړل. او همدا راز د همدغو قوتونو لخوا شېرزی د سیاسی دوه مخو چالونو سیلاب پخپلو څپو کښي واخست، چی غوښتل يې نوموړی د خپل واک څخه بېواکه کړي، او یا يې د نورو وژل سوو قومي مشرانو په شان په مطلق ډول لمنځه یوسي.
په ډیر تآسف سره باید ووایم، چی څو اونی مخکي په جلال اباد کی د ګل اغا شیرزی په وړاندی د وکیلانو پاڅون بیله شکه د جلال اباد د پخوانیو زورواکانو او د کندهار د ځينو د سیاسی کړیو لخوا جوړه سوې دسیسه وه، چی د نموړی په وړاندی جوړه سول، دا د همدغو سیاسی کړیو هغه چالونه دي، چي د ۲۰۰۲ کال راهیسي د لوي کندهار ټول قومي مشران دهمدې کړیو لخوا، په یوه یا بله بهانه شړل شوي دي، او یایې پر مخ ترور کړل.
که څه هم ګل اغا شیرزی د ولسمشر کرزی سره په دوو ولسمشر یزو ټولټاکنو کي خپل تر وس او توان پوری مرسته کړېده، ترڅو يې کرزی د کامیابۍ مراد ته ورساوه. خو له بده مرغه همداسی چی د نموړی سره باید د ورورګلوۍ چلند سوی وای ونسو. بلکی هغه ته نن د تربور په سترګه کتل کيږي، د کندهار او کابل قوتونه د نوموړي سره د مور او میرې چلند کوي. او دغه سیاسی کړۍ د شیرزی محبوبیت د ځان په وړاندي يو ستر ګواښ بولي.
که څه هم په کندهار دا قوتونه په ظاهره داسي ښيي، چي د شیرزي صاحب سره ښې اړیکي لري، خو په باطن کښي داسي نده. بلکي په ډېرو مجلوسونو کي هغه په بدو نومونو یادوي، او په غیري مستقیمه توګه دهغه د بربادۍ سختي هڅي کوي.
بله دا چي د کندهار سیاسی قوتونو او مافیا يې کړیو همدا اوس د شیرزي په وړاندي پخپل قوم کي خلګ پورته کړي، ترڅو يې پخپل قوم بېواکه او لمنځه یوسي. قوم يې پخپلو کي سره وجنګوي اد د بې اتفاقۍ اور ته يې لمن ووهي.
باید هېر نکړو چي ګل اغا شیرزی د کندهار ولایت څخه په همدي شکل په ساختګي جوړو سوو مظاهرو باندی لیري کړل سو، همدا دسیسه تر اوسه پوري هم دوام لری، ترڅو نوموړی د جلال اباد ولایت څخه هم لیری کړي، او هلته هم خپل یو ګوډاګی یا لاسپوڅۍ کښېنوي. ترڅو ټوله منطقه تر خپل واک لاندی کړي، ترڅو د جلال اباد ولایت ورځني عواید چور کړي، ترڅو د جلال اباد ولایت هم د مافیا د ګوډاګیانو د شخصي ګټو او ارمانونو لپاره قرباني کړي. ترڅو دجلال اباد دخلګو هيلي د کندهار د خلګو په شیان د خاورو سره خاوری کړي.
همدا وجه وه چي څو اونۍ مخکي دهمدغو سیاسی کړیو په دستور باندي د جلال اباد وکیلانو د شیرزي په وړاندي مخالفت وکړ، او کوښښ يې کاوه چي د دغه ښار څخه يې لیري کړي. لاکن برعکس د ننګرهار ولایت قومي مشران د دې مافیایې کړیو او قوتونو د دسیسو په جریان ښه خبر وه، او پوهيدل چي د شیرزي صاحب د لیری کولو سره به سمدستی د مافیا ځالي په ننګرهار ولایت کښي خپله د بېشرمۍ لمن وغوړوي، او د دې علم او فرهنګ دښار اولس به د خپل شخصي ګټو او ارمانونو قرباني کړي. نو ځکه د جلال اباد قومي مشرانو د ننګرهار ولایت د دښمنانو شومي او کرغېړني هیلی د خاورو سره خاوري کړلې، او د ګل اغا شېرزي تر شا په مړانه ودرېدل او د خپل مشر په توګه يې ومانه.
ان داچي د دغه دسیسې وروسته د جلال اباد د کارګرو ملي ټولنې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ته د بيارغونې په برخه کې د ښو کارونو له امله د سرو زرو مډال ورکړ. د يادې شوې ټولنې مشر ظاهر کارګر او د ننګرهار ځايي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړى وو.
د کارګرو د ملي ټولنې مشر محمد ظاهر کارګر ټولو راغلو خبریالانو ته وويل، چې د ټولنې مرکزي شورا ګل اغا شېرزي ته د مډال د ورکولو پرېکړه کړې وه. هغه زياته کړه، چې شېرزي ته دغه مډال په دغه ولايت کې د ترسره شويو رغنيزو کارونو او ټولګټو پروژو په وياړ ورکړل شو. د کارګر په وينا، چې ننګرهار په ډيورنډ کرښه پروت سرحدي ولايت دى، چې له سختو امنيتي ننګونو سره مخ دى. نوموړي وويل، چې ګل اغا شېرزي د ټولو سرحدي ولايتونو په پرتله په ننګرهار کې ټولو ولسواليو ته غځېدلي سړکونه پاخه کړي او جلال اباد ښار ته يې نوې بڼه ورکړې.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي همدې غونډې ته پخپله وینا کي وويل، چې دى د دغه مډال وړ نه دى؛ ځکه چې نوموړي بايد ډېر نور کارونه کړي واى. خو هغه زياته کړه:((له دغه مډال سره به زه نور هم هڅه وکړم، چې د هېواد، خلکو او اسلام ته خدمت وکړم.)) شيرزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په ننګرهار کې يې د کارګرو لپاره څه ترسره کړي وويل، چې د لسګونو پروژو په پلې کولو يې مزدورانو ته د کار زمينه برابره کړې، او د هغوى د مسلکي وړتيا د لوړولو په موخه يې حرفوي کورسونه جوړ کړي دي.
پدې جوړه سوې غونډه کي د ولايتي شورا پخواني غړي او د خوګياڼو قومي مشر طاهر عمر، د ننګرهار والي ته د مډال د ورکولو ډیره ستاينه وکړه.
د دې غونډی وروسته د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار او ننکرهار د دښمنانو لخوا د ښاغلی خواخوږي په نامه چی ( بلډوزر په څه بدل شو) تر عنوان لاندي یوه لیکنه خپره سول، او دا مقاله هم معلومداره د یو سیاسی غرض لمخي لیکل سوې وه، چی پکي هڅه سوې وه، چي د ښاغلي ګل اغا شېرزي د خلګو تر سترګو بد او همدا رنګه د عوامو په زړو کی تخریب کړي، خو له نېکه مرغه د جلال اباد قومی مشرانو دا ولایت د بربادۍ د کندي څخه وژغوره، او لکه څنګه چي يې ژمنه کړې وه، په ډېره مړانه د شیرزي صاحب شاته ودرېدل، چي دا د جلال اباد ولایت د دښمنانو لپاره یو غاښ ماتونکۍ ګذار وو.
په زړه پوري خولا دا وه، چی ښاغلی خواخوږي پخپله د دې مقالې په خپرېدو سخت غبرګون وښوده، او دا يې ښکاره پخپله خپره سوې خبرپاڼه کي لیکلی وه، چي دا مقاله د نموړي لخوا نوه لیکل سوې، بلکي ځينو کړیو د نموړي د نامه څخه پدې مقاله کي د یو سیاسی غرض لمخی استفاده کړې وه.
د دې مقالي په غبرګون سره برعکس ښاغلی خواخوږي د شیرزی صاحب د کار او وطنپالنی څخه زیاته خوښي وښودله، او دايې روښانه کړل چي د لیکل سوی مقالې شاته دځینو قوتونو لاسونه دي، چي د نموړی په نامه يې خپره کړې وه.
د دې رسوايي وروسته دا ښه په ډاګه شوه، چي دا کار دکوم هدف لپاره تر سره سوی وو، ترڅو خلګو ته دا وښي چي ګڼي د جلال اباد خلګ د ګل اغا شیرزي څخه په تنګ دي، او په رسنیو کی د ده په وړاندي په رسوا مقالې لیکل کيږي. د دې کار اصلي مقصد دا وو چي دغه کړيو وغوښتل چي د عامو خلګو زهنیت دشیرزي صاحب په وړاندي تخریب کړي، او نموړي د اولسمشر کرزي په واسطه د نورو په شیان بدنامه او د خپلې دندي يې ګوښه کړي.
لیکین د ښاغلي خواخوږي غبرګون خلګو ته داسی یو الهام ورکړ، چي ګڼي د جلال اباد د وکیلانو جنجال او شخړو هم د ښاغلی ګل اغا شېرزی سره یوه سیاسی جوړه سوې ډرامه وه. خو پدې کار کی هیڅ شک او شېبه نسته چی د دې شخړو شاته د کندهار د قوتونو سایه لیدل کېدل، او ډېر اوږده لاسونه موجود وه. ځکه د شېرزي په وړاندي د جلال اباد د وکیلانو پاڅون یوه ناممکینه خبره وه، نو معلومه خبره ده، چي دغه کسان د بل په تحریک راپاڅېدلي وه.
شېرزی دخپل محبوبیت له وجی په کندهار او جلال اباد کي د ځیڼو خود غرضو مافیایی کړیو په سترګو کي اغزی دی، چي څو کاله مخکي د همدغه غرض له وجی د کندهاره لیري کړل سو، ترڅو يې په سیمه کي يې خپل لاسپوڅي کښېنول او خپل واک يې زیات کړ. او د دې سیاسی واک او حرص له وجی په کندهار کي په سلګونو سلګونو مشران تر تورو خاورو لاندی سول، او پر طالیبانو وتپول سول.
څومره چی شېرزی صاحب په جلال اباد کي د خپل کار او منظمی ادارې له وجی د عوامو په زړو کي محبوبیت پیدا کوی، په هم هغه اندازه باندي د جلال اباد او کندهار سیاسی کړیو ته خپګان سبب ګرځی.
داسی ښکاري چي د کندهار سیاسی کړی او قوتونه هنوز هم دخپلو وطنوالو او قومی مشرانو په ټکولو کي سخت بوخت دي، او د مشرانو د منځه وړل د خپل ځان لپاره یوه مهیمه تګلاره او سیاسی بری ګڼي.