پښتو ژبه او ليکدود يې له ډېره وخته راهيسي پخوا له ډېرو او اوس له لږو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي،د زمان په اوږدو کي همېشه بېلابيلو څېړونکو،ژبپوهانو او ليکوالو کوښښ کړى چي دا مشکلات يا له منځه يوسي او يا يې هم اندازه را ټيټه کړي په دې اړوند ډليز کارونه هم سوي دي او انفرادي هم چي له نېکمرغه ډيري ستونزي حل سوي او لږ نوري ستونزي يې هم د حل لاره څاري.
د اتلسمي پېړۍ تر اوخرو پوري ژبپوهنه په ساده او غيري معياري توګه څېړل کېده،لوستل کېده او کار ترې اخستل کيدى مګر د اتلسمي پېړۍ په اخير او نلسمي له پيل سره سم ژبپوهني ځان ته يو نوى رنګ او شکل واخيستى ژبيوهان رامنځ ته سوه او د ژبيوهني په اړخ کي بنسټيز کارونه و سوه او کرار کرار دا پوهنه په يوې خورا پراخي علمي او اکاډمکي څانګي په توګه مشهوره سوه.
د ژبپوهني د علم له عامېدو سره سم نړيوال فونټيک منځ ته راغى او ژبپوهانو په اسانى سره و کولاى سواى چي اوازونه په خپله اصلي بڼه ثبت او ګرافيم يې معلوم کړي له دې سره سم ژبي له بېلابيلو اړخونو ډلبندي سوې او د ژبو پرتليزه څېړنه هم رامنځ ته سو تر څو د شلمي پېړۍ په اويلو کي د تکنالوجي له عام کيدلو سره سم ژبپوهنه په يوه تکنالوجيک ساينس باندي بدله سوه څېړنکو په ژبپوهنه کي لابراتوارونه رامنځ ته کړه چي د ټولوي نړۍ ژبي يې په اسانۍ سره ثبت ډلبندي او و څېړلې.
مګر له بدمرغه په پښتو کي له ورته چار څخه کار و ا نه خستلو سو او هيچا پښتو نه لابراتوار ته يو وړه او نه يې هم د خپلو مشکلاتو د حل لپاره له هغه څخه مرسته و غوښته ځکه که کچيري له هغه مرسته غوښتل سوې واى نو هغه به له سمتي،لهجوي او ترپګني احساسه څخه پرته پرېکړه کړې واى او مشکل به حل سوى واى.
موضوع مي ځکه دونه اوږده را و مښلول چي دغه مشکل کوم چي اوس يې و بحث ته زه ورداخلېږم هم له دغي لاري په اسانى حل کېدلاى سواى دغه مشکل د پښتو ژبي د دوو عمده ياګانو يعني(ي،ې) ترمنځ دى چي هيچا تر ننه په ژبپوهنيزه توګه فکر نه دى پر کړى بلکي د لهجوي ضد او بې ځايه سرزورى له مخي يې ځان دې ته شله کړى چي يا حتماً بايد زما خبره و منل سي:
په ټولو اوسنيو ګرامرانو کي په واضحه توګه ليکل سوي دي چي ټولي هغه مونثي کلمې چي د (ه) باندي ختمي وي بايد په (ې) باندي جمعه سي چي دا يوه غلطه قايده ده او د فونولوژيکي نورمونو خلاف کار دى ځکه په پښتو ژبه کي د کلمې د پاي مورفيم د کلمې په مورفولوژي کي تغير راولي مګر دغه قايده له مورفولوژيکي قوايدو خلاف ده د دغي مسئلي د ښه وضاحت لپاره زه د دغه مشکل د حل لپاره درې مورفولوژيکي د حل لاري وړاندي کوم چي يو په بل پسي په لاندي توګه دي:
د نړۍ والو مورفولوژيکي اصولو په نظر کي نيولو سره دا کلمات بايد د ژبپوهني په لابراتوارنو کي معاينه سي او وروسته يې ګرافيمونه ورته و ټاکل سي چي ستاسو د ښه ترا پوهېدو په موخه تاسو لاندي کلمات چي په (ي) باندي جمع کيږي له ځانه سره و لولى او بيا په څنګ هغه کلمات چي په (ې) باندي جمع کيږي و لولى چي تاسو ته معلومه سي چي دا دوى جمعي د اوازنو د ادا له مخي څونه توپير سره لري او پورتنى قايد غلطه ثابتوي:
پزه پزي پښه پښې
سترګه سترګي اوږه اوږې
ګوته ګوتي سږمه سږمې
ښځه ښځي پتاسه پتاسې
پېغله پيغلي ښائيسته ښائيستې
اوس تاسو ګورئ که چيري تاسو لومړى کتار جمعي و لولى نو يو ډول نرم اواز ورکوي او کله چي دوهم کتار جمعي و لولى نو يو ډول کش يا اوږد اواز ورکوي د ژبپوهني په لابراتوار کي چي کله اوز ثبتيږي نو د دغو دوو جمعو ګراف په بشپړه توګه يوه ده بله په توپير کي ښي.
د دغه مشکل د حل لپاره دوهم اصل يو ګرامري اصل دى هغه داسي که چيري د هري مونثي کلمې په اخيري کي راغلې دا تانيث نښه په ښکاره توګه يا په نسبتي لوړه توګه و ويل سوه هغه کلمه بايد په اوږده (ې) جمعه سي لکه:
خپره خپرې
کږه کږې
شېله شېلې
توله تولې
شپه شپې
او که چيري د تانيث علامه د ويلو په وخت کي سپکه او کرار لوستل کېده او ډېر زور نه پر راتلى په هغه وخت کي بايد په نرمه (ي) باندي جمعه سي لکه:
کونډه کونډي
پنډه پنډي
منډه منډي
ټنډه ټنډي
غونډه غوڼدي
دريمه او تر ټولو ښه لاره دا ده چي موږ د خج،فشار يا زور په وسيله د دغه مشکل لپاره د حل لاره را و باسو هغه داسي که چيري په يوې کلمه کي خج يا فشار د کلمې پر اخيري واول وو نو بيا بايد هغه کلمه په اوږده(ې) باندي جمعه سي لکه:
کوټه k w ṭ á کوټې
غوټه ṭ á wǧ غوټې
پلمه p a l m á پلمې
چينه č i n á چينې
ترانه t a r a n á ترانې
اوس په پورته کلمو کي موږ وينو چي خج د کلمې پر وروستي واول باندي دى نو دا ټولي جمعي بايد په اږده (ې) باندي جمعه سي.
او که چيري خج پر ماقبلول اخير واول باندي وي نو په هغه صورت کي بيا بايد چي په لنډه (ي) باندي جمعه سي لکه په لاندي مثالونو کي:
کوټه k ẃ ṭ a کوټي
غوټه a ṭ ẃ ǧ غوټي
هيله h í l a هيلي
بته b á t a بتي
ونه w á n a وني
اوس تاسو له درو لارو د دغه مشکل د حل لاره و ليدل چي هم يې ګرامري بنست او اساس درلودى او هم نوى ژبپوهنيز دا مشکل د پښتو کلاسيکو متنو پر اسناد هم د حل لاره لري خو دا چي په نوى ژبپوهنه کي تاريخي ژبپوهنه چندان ارزښت نه لري زه يې تر څېړني تېرېږم او هيله من يم چي پښتانه تر بېځايه سر زورى تېر او د علمي او اکاډميکو نورمونو په نظر کي نيولو سره د دغي مسئلې ژورو ته ور و لويږي او خپل سره په خلاص او وروسته نور هم په پوه کي د اوس لپاره هم دومره او د نورو مشکلاتو د حل د لارو د پيداکولو په نيامت نور بيا.
د پښتو يې ګانو په اړه دا ليکنه هم وګورﺉ http://larawbar.org/details.php?id=1000