نن د کندهار ولايت په دوهم امنيتي حوزه کي د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي درې تنه ژوبل سول . د کندهار ولايت امنيه قوماندان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په پېښه کي يو تن ولسي وګړى او دوه تنه مېرمني چي د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وې ژوبلي سوي . عيني شاهدان وايي چي ځانوژونکى بريدګر سپوږمۍ صالون ته څېرمه ناست و او کله چي بهرني ځواکونه د سيمي څخه تېرېدل ځان ته يې چاودنه ورکړه .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر ا وسه وسله وال طالبانو څه نه دي ويلي .