کور / راپور / کندهار : د تيري ورځي د غونډي لنډ راپور

کندهار : د تيري ورځي د غونډي لنډ راپور

په کندهار کي د ولسي علماء کرامو يوه پرتمينه غونډه چي د سهار پر اته بجې پيل او تر دوولسو بجو پوري يې دوام وکړ پکښي د دې ولايت علماء کرامو ، د مسجدو ملا امامانو ، سپينږيرو ، ځوانانو ، د پوهنتون محصلينو ، تجارانو ، قومي مشرانو او په لسونو زرو عامو وګړو ګډون کړى و.
لکه چي لراوبر د غونډه د ترسره کېدو په خبر کي د سېشنبې په ورځ يادونه کړې وه چي په غونډه کي به ، په تېر سوي لاريون کي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو سره خواخوږي ښوول کيږي ، د بهرنيانو دخوا پر کورو ، مسجدو او مدرسو د چاپو وهلو غندنه کيږي ، د امريکا په فلوريډا ايالت کي د قران کريم سوځول او هغه ته سپکاوى غندل کيږي . په ښار دننه او دباندي کي به پر ځينو ستونزو خبري ، حکومت ته به دا يادونه چي د لاريونکوونکو پر خلاف هغه څه وکاروي چي په نوره نړۍ کي کاريږي لکه اوښکي بهيوونکى غاز او ربوړي ګولۍ ، د عامو وګړو او علماء کراموترمنځ او همدا ډول د خلکو پخپلو منځو کي پر اتحاد خبري او يو لړ نور اړين بحثونه د بېلابېلو علماء کرامو دخوا وسول .
په غونډه کي د يو تن ديني عالم دخوا د شپې د بهرنيانو دخوا پر کورو د غندني تر څنګ د هغوى ژباړن ته سختي خبري او د دې کار عواقب د اسلام د نظره بيان کړل او هغه پخپلو خبرو کي وويل چي ټول مسلمانان سره ورورنه دي د يوه مسلمان خور د بل خور ده ، د يوه مور د بل مور ده او همدا ډول د يوه پلار د بل مسلمان پلار دئ نو ترجمانه ! ته څنګه زغملاى سې ؟ چي بهرنيان ستا په خور ، مور ، پلار ، د مسجد د ملا امام ، د مدرسې د ملا صاحب ، يا ستا د ګاونډي په کور کي لوېدلي وي . او ته ورته ګورې او خپل کار يو روا عمل ګړنې . نوموړي وويل چي ژباړن کس چي د بهرنيانو څخه د دې کار په بدله کي په ډالرو تنخوا اخلي دا ډالر به د محشر په ورځ د ژباړن ساتنه نه سي کولاى .
بل تن ديني عالم د مسلمانانو پر اتحاد او اتفاق باندي خبري وکړې ، او ټول خلک يې پخپلو منځو او د علماء کرامو سره چي د انبياء عليهم السلام وارثين دي د اتحاد او اتفاق بلنه ورکړه ، نوموړي وويل چي که علماء کرام خداى دي نه کړي د يوې ټولني خراپ سي ټولنه به هم خراپيږي او که دا ډله ښه وي نو ټولنه به هم ښه وي ، نوموړي همدا ډول د ( واعتصمو بحبل لله جميعاً ) د سپېڅلي ايات په رڼا کي د نورو علماء کرامو په څېر خورا ارزښتناکه ، په زړه پوري او پر ځاى خبري وکړې .
يو تن بل ديني عالم مولوي محمد عمر خطيبي د ( لن يرضى عنک اليهود ولن النصرى حتى تتبع ملتهم ) تر سيوري لاندي خبري وکړې .
نوموړي درو خبرو ( دهشت ګرديۍ ، د افغانستان سره د بهرنيانو د خوا پر مرسته او دايمي اډو )ته اشاره وکړه او پر هغو يې مفصلي او ارزښتناکه خبري وکړې . نوموړي وويل چي په ٢٠٠٠ مېلادي کال کي غربي نړۍ خپلو امکاناتو ته په کتو سره دا پرېکړه وکړه چي ټوله اسلامي نړۍ تر خپلي تتۍ لاندي راولي ، د نوموړي په وينا چي د غربي هيوادو پادريانو دا بانه لټوله چي څنګه وکړاى سي دا کار ترسره کړي څو داچي د سپټمبر د ١١ مي نېټې پېښه رامنځ ته سوه او بهرنيانو د دهشت ګردۍ او ديموکراسۍ تر نومو لاندي ياد کار ( د اسلامي نړۍ تر خپلي تتۍ لاندي راوستل ) پيل کړ . نوموړي وويل چي تر پېښي وروسته امريکايانو خپل ولس ته وويل چي افغانستان ته ځي او هلته دهشت ګردۍ پاى ته رسوي او افغانانو ته يې دا وويل چي ستاسو سره مرسته کوي او هېواد ته مو ديموکراسي راولي. تر دې دوو نومو لاندي يې دوه ستراتېژيک هيوادنه افغانستان او عراق تر خپلي تتۍ لاندي کړل . نوموړي وويل چي جرم په سيمه او علاقه پوري نه دئ تړلى جرم جرم دئ چي په هر ځاى کي چي ترسره سي يوه مانا لري . نوموړي وويل چي که په امريکا کي د تجارتي مرکزو په بريد کي د خلکو وژنه جرم دئ او هغه دهشت ګردي ده نو په افغانستان کي چي په زانګو کي ماشومان وژل کيږي هغه بيا جرم او دهشت ګردي نه ده؟
نوموړي وويل چي پر مسجدو ، مدرسو او کورو باندي چاپې وهل دهشت ګردي نه ده؟ نوموړي وويل چي دوى دي دا کار په خپلو هېوادو کي وکړي چي د کوم غبرګون سره مخ کيږي . د نوموړي په وينا چي که دوى د مسلمانانو پر مسجدو ، مدرسو او کورو چاپې وهي پخپلو هېوادو کي پر کليساوو ، او کورو چاپې ووهي چي د ولس د کوم ډول غبرګون سره به مخ سي . نوموړي وويل چي د مدرسو او مسجدو د ملا امامانو سترګي تړل دهشت ګردي نه ده؟!!!.
نوموړي د افغانانو سره د مرستي په اړه وويل : چي په نوره نړۍ کي جوړښت په انجنېرانو سره کيږي خو افغانستان ته تر هر څه زيات ټانکونه ، طيارې او اسلحې راوړل سوي دي . ايا دا د ملک سره مرسته ده او د ملک جوړه ونه ده ؟
نوموړي همدا ډول وويل چي په تېرو لسو کلو کي په کندهار کي يوازي او يوازي برېښنا نه سوه سمه نو نور کارونه هم همدا ډول وبولئ . د نوموړي په وينا چي په هيواد کي د بهرنيانو د خوا يو کلينک هم نه دئ جوړ سوى او خلک اوس خپل ناروغان پاکستان او نورو هېوادو ته د درملني په موخه بيايي ايا دغه مرسته ده ؟
د نوموړي په وينا چي حساب وکړئ چي افغانستان ته درمل ډېر راوړل سوي دي او که مرمۍ ، طيارې ، ټانګونه او په کانټېنرو نوري وسلې . د نوموړي په وينا چي وسلو او نور اړوندو توکو ته په کتو سره درمل او نور هغه څه چي د دوى دخوا ترسره سوي دي د هيڅ سره برابر دي .
نوموړي وويل چي ايا دا ديموکراسي او د افغانانو مرسته ده ؟!!! چي افغانان بايد د بهرنيانو د تېرېدو په وخت کي ودريږي او دوى ته لار ورکړي او که نه نو هغوى به يې ولي او وژني به يې . نوموړي په دې اړه وويل : چي خپله او د نورو باوري کسانو څخه يې اورېدلي چي بهرنيانو د تېرېدو په وخت کي يو ځاى لار تنګه وه پر ځاى د دې چي دوى ودريږي لار ايله سي او بيا حرکت وکړي خو خپل ټانکونه په تنګه لاره کي د يو کس موټر چي نوموړى هم پکښي ناست و وخېژول او هغه يې ووژى .
نوموړي درېيمي خبري ته په اشاره کولو سره وويل چي اوس د بهرنيانو دخوا يوه بله توطيه جوړه سوې چي هغه د دايمي اډو غوښتنه ده . نوموړي په دې اړه وويل چي تر دې به لوى خائنان نه وي چي په دې کار کي ونډه اخلي او دا کار کوي . نوموړي وويل چي په تېرو لسو کلو کي چي بهرنيانو په افغانستان کي څه ونه کړل نور ورڅخه څه تمه کېداى سي بېله وژنو ،ترورنو او نورو ناروا کړنو .
په غونډو کي د کندهار د ولسي علماء کرامو پر يادو ستونزو هر يوه پخپل وار سره خبري وکړې او غونډه پر دوولس بجې پاى ته ورسېده .
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم علماء کرامو د حکومت سره پر اړونده موضوعاتو خبري کړي وې .
ګرانو لوستونکو موږ هڅه کوو چي د غونډي ټول جريان په اواز کي هم ومومو او د لراوبر په ږغيږه څانګه کي به يې درته پر ليکه کړو .
‏‏‏‏‏‏‏‏‏