:كله چې موږ له حتيځ او په تېره بيا له اسلامي حتيځ څخه لويديځې نړۍ ته ګورو، د دوى د علمي او تخنيكي پرمختګونو په سمندر كې لاهو كېږو او ټول (لويديځ) ته په ډېره درنه سترګه ګورو. (لويديځ) په جغرافيايي مانا، د خلكو د سترو پرګنو د استوګنې او پرمختګ د سيمې په توګه په رښتيا هم چې د ډېر ارزښت او درناوي وړ دى؛ خو دلته خبره په هغه (لويديځ) باندې ده چې سياسي _ جغرافيايي مانا لري. شمالي امريكا، لويديځه يا ټوله اروپا، جاپان، د جنوبي اسيا څو هېوادونه او استراليا په دې لويديځ كې وتلي ځايونه لري. دا لويديځ هغه پرمختللو صنعتي هېوادونو ته ويل كېږي چې د پرمختګ او اقتصادي ځواك په جگو پوړيو كې دي، غټ غير خالص كورنى توليد لري، د سړي سر منځنى كلنى عايد يې له 15 _ 20 زره ډالرو څخه جگ دى، د ولسواكۍ په لرلو وياړي او هڅه كوي چې نور خلك د بشري حقونو په ساتنه وپوهوي او كه ولسواكي د ميډيا له لارې نه مني؛ نو په توپونو او ټانگونو هم صرفه نه كوي، ډېرې وينې بهوي او په ليرو_ ليرو سيمو كې (ولسواك نظامونه) جوړوي او په دې توګه خپلې تاريخى _ اقتصادي گټې خوندي ساتي!
په افغانستان او عراق او اوس _ اوس پر ليبيا پوځي يرغلونه د (لويديځ) د همدې دريځ ښكارندوى دى )خو (لويديځ) له ليرې ښه ښكاري. په پښتو كې متل دى چې وايي (د ډول غږ له ليرې خوند كوي)! په لويديځ كې د ډېرو برياليو علمي او تخنيكي پرمختګونو او اقتصادي ودې په څنگ كې ډېرو آّذايلو او خبايثو هم وده كړې او ځنې انسانان يې د (اشرف المخلوقات) او (خليفه) له دريځ څخه ډېر ليرې كړي دي. ډېرې ښځې او نارينه د گلاليو بچيانو په ځاى سپي، پشيانې، سويې او موږكان ساتي او له هغوى سره (مينه) كوي.
په ډېرو هېوادونو كې لكه نوى زيلند كې (فحشا) قانوني جواز لري، څو كاله مخكې د لويې بريتانيا لومړۍ وزيرې مارگريت تاچر هڅه كوله چې اتباع يې دا (حق) ولري چې له سپيو سره واده وكړي، نارينه له نارينه او ښځه له ښځې سره واده كولاى شي او كه همداسې مخكې لاړ شو؛ نو وبه وينو چې د (لويديځ) څېره په رښتيا هم له ليرې ښه ښكاري او دننه د اضدادو يوه جمع ده چې په ځينو كسانو كې يې ځنې وختونه د (لېونتوب) نښې نښانې له ورايه ښكاري!
دغسې يو (لېونتوب) څو روځې مخكې د امريكا د متحده ايالاتو په فلوريدا كې وشو او يوه ليوني پادري قرآن عظيم الشان، د يو نيم بليون مسلمانانو سپېڅلي اسماني كتاب ته اور واچاوه. دې كار د مسلمانانو احساساتو ته ډېر زيان ورساوه او دوى يې وپارول.امريكايان چې ځانونه د بشري حقونو د ساتنې او ولسواكۍ علمبرداران بولي، په دې ښه پوهېږي چې د نړۍ د خلكو اديان، مذهبونه، ژبې، رنگ، دودونه او خپلواكي د درناوي او ساتنې وړ دي. اسلام د يو نيم بليون خلكو منلى دين دى. همغسې چې د مسيحيت، بوداېيزم، كنفوسيوس، يهوديت، هندويزم او نورو اديانو او مذاهبو پالونكي د خپلو عقايدو د پاللو حق لري، د اسلام د ستر دين او اسماني كتاب درناوى د ټولو انسانانو فريضه گنگل كېږي. كه يو نيم بليون مسلمانان نورو مذاهبو او سپېڅلو كتابونو ته درناوى كوي، د نورو مذاهبو پالونكو ته هم په كار ده چې ورته عمل وكړي او نېكۍ ته په نيكۍ ځواب ووايي.
د امريكا د فلوريدا د ايالت د دغه ليوني پادري عمل د افغانستان د خلكو احساسات هم په كلكه وپارول. په مزار شريف، كندهار، هرات، پروان، ننگرهار، تخار، لغمان او ځينو نورو سيمو كې سترې مظاهرې وشوې، خلكو قرآن عظيم الشان ته د سپكاوي د غندلو چيغې ووهلې، د امريكايي مشرانو عكسونه او بيرغ يې وسيزه او د افغانستان د دولت په ضد يې شعارونه وركړل.
دا مظاهرې د جمعې په روځ په مزار شريف كې پيل شوې. له بده مرغه چې د مزار مظاهره ژر خونړۍ شوه، په بلخ ولايت كې د (يوناما) د دفتر اته بهرني كار كوونكي او احتمالاً يو شمېر پوليس او مظاهرو كوونكي ووژل شول او گڼ شمېر نور ټپيان شول. د شنبې په ورځ د مظاهرو لړۍ كندهار، هرات او ننگرهار ته ورسېده. په كندهار كې د پارېدلو مظاهره كوونكو او احساساتي پوليسو په اخ او ډب كې شپاړلس كسان مړه او څه د پاسه اتيا ژوبل شول. په دې روځ كې ځنې احساساتي يا گومارل شو كسانو د امريكايي پادري د ليونتوب او حماقت په ځواب كې ورته گام پورته كړ، د كندهار د نجونو تاريخي ليسې (زرغونه انا) ته يې اور واچاوه، دكانونه لوټ شول او د خلكو موتړان وسوځېدل! كه سړى دې خبرې ته ښه ځير شي، نو وينې چې د قرآن د سيزلو بد عمل ته د ښوونځي په سيزلو، د كتابونو په سيځلو او احتمالاً د (قرآن) په سيزلو ځواب وركړ شو!
سره له دې چې امريكايي ولسمشر بارك اوباما له ټولو خواوو څخه غوښتې چې په تاو تريخوالي لاس پورې نه كړي؛ خو اصلي خبره دا ده چې د ده دولت ولې يوه (ليوني) پادري ته دا اجازه وركوله چې د يو نيم بليون مسلمانانو له احساساتو سره لوبې وكړي او د هغوى سپېڅلي كتاب ته په سپكه سترګه وگوري؟
داسې ښكاري چې په افغانستان كې لا د ولسواكۍ كلتور نه دى راغلى. سره له دې چې د قانون او بشري حقونو له مخې مظاهرې د افغانستان د خلكو حق دى؛ خو د نورو انسانانو د ژوند او شتمنيو ساتنه يا د عامه ملكيتونو خونديتوب هم داسې يو (حق) دى چې بايد وپالل شي. په افغانستان كې هم مظاهره كوونكي ژر احساساتي كېږي، ډبرو، چړو او وسلو ته لاس اچوي او هم د نظم او قانون ساتونكي يا پوليس ژر احساساتي كيږي او په خلكو باندې باړونه چلوي. خبرونه وايي چې تر اوسه پورې په درې ورځنيو مظاهرو كې اته بهرنيان او دوه دېرش افغانان وژل شوي، په لسگونو ټپيان دي، دولتي او د خلكو شتمنيو ته هم درانده زيانونه رسېدلي دي.
په كار ده چې د افغانستان ټول خلك خپلې ملي گټې په پام كې ونيسي او د هغه (ليوني) امريكايي پادري د كرغيړن عمل په وړاندې داسې معقول غبرگون وښيي چې (پادري) او امريكايي چارواكي د خپل كړي كار بدوالي ته متوجه كاندي، نه دا چې په خپل ژوند او شتمنۍ باندې اور بل كړي او (لېونتوب) ته په (لېونتوب) ځواب ووايي! هسې نه چې د مظاهره كوونكو له پاكو احساساتو څخه ناوړه گټه واخستل شي او د افغانستان تــاريخي دښمنان اوبـــه نورې هم خړې كړي.