کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بګيرش که نګيرت

بګيرش که نګيرت

 د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې کاندید عبدالله عبدالله د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ، له طالبانو سره خبرې به سبب شي هغه بریاوې له لاسه ووځي چې تراوسه پوري په افغانستان کې حاصل شوې.ده ټینګار کړی چې د افغانستان اصلي ستونزه د ولسمشرکرزي له درکه ده.عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د افغانستان په راتلونکي د خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته په داسي حال کې په لس ورځني سفر ورسېد چې امریکايي چارواکي له افغانستانه وتلو او له طالبانو سره خبرو ته تیاري نیسي.عبدالله چې د هيلې او اميد په نامه د يوه ايتلاف مشري کوي، وايي دی له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي خو فکر کوي چې دا ضمني مسله ده چې کېدای شي کرزی او وسله وال مخالفان په افغانستان کې پر اصلي لوبغاړو بدل کړي.په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو پخواني ملکي استازي مارک سیډویل د خپل ماموریت په پای کې افغانانو ته خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپل منځ کې ګډ دریځ غوره کړي.
عبدالله او د ده په څير ډير داسې کسان يواځې د قيمتي جامو په اغوستلو سره غواړې لويديځوالو ته ځانونه متمدنه کسان ور وپيژني.په واک مين عبدالله خو د ارګ خوبونه هم ليدل چې د کابل په ښار کې يي ان په پوځي سيمه کې د هوا له لارې خپل عکسونه او ټاکنيز شعارونه خپاره کړل.دا لويديځ دى چې هغه ته يي په ولسمشريزو ټاکنو کې د جدي نوماند خطاب وکړ په داسې حال کې چې د پوهې او لياقت کس خو ډاکتر اشرف غني احمدزى و.لويديځوال او په ځانګړې توګه امريکا اوس دې پايلې ته رسيدلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل لار نه لري.لس کاله کيږي چې پښتانه د طالب او القاعده په نامه ځپل کيږي د دې پر ځاى چې وسله وال بغاوت محدود شي ورځ تر بلې پراخيږي دا د څه ښودنه کوي.د غلط او ناکام سياست ښودنه.هغه سياست چې ستر او واکمن قوم يعنې پښتون له واک لرې پاته شي.خو دغه اصل نور مات شوي ځکه د لويديځ پوځي ځواک او پيسو هم کار ونه کړ او اوس ټول په دې فکر کې دي چې جګړه بايد پر جګړې نه بلکې په خبرو حل شي.ولسمشر کرزي په دغې لار کې ځينې هڅې کړي چې بريا او اغيز يي وخت ته اړتيا لري.د اعتماد د فضا د رامنځته کولو لپاره په کار ده ډير کار وشي.ځکه لس کاله پښتون په يوه او بل نوم ځپل شوى او لا هم دغه بهير روان دى.په دې کې شک نشته چې پښتانه د هيواد اکثريت جوړوي خو دا هم حقيقت دى چې دلته نور قومونه هم شته او په کار ده چې هر قوم او کس ته په واک کې د ګډون زمينه برابره شي خو دغه ټول قومونه او پرګنې بايد خپلې پښې له بړستنې ونه غځوي.دا د نړۍ په هيواددو کې د ثبات تر ټولو غوره لار ده.که نن عبدالله را اوچتيږي او د سولې له بهير سره د مخالفت غږ اوچتوي دا پر دې مانا نه ده چې دا د تاجکانو غږ دى بلکې دا د هغه لنډغر دريځ دى چې د جګړې په مورچو کې لوى شوي او د بې ګناه خلکو په وژلو او کړولو کې يي د ډاکټرۍ مقام ګټلى.دى چې کله د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو آيا له ځان سره يي فکر کړى چې کوم کار په څه ډول پرمخ يوسي.ده خو د کورنيو جګړو خپل ملګري له رياست نيولي تر سفارت او کونسل ګريو پورې پوستونو کې مقرر کړل.
اوس چې له واک لرې کيږي د هيلي او بدلون په نامه د يوه نامتجانس ايتلاف مشري کوي.آيا دغه ايتلاف ته د اپوزيسون نوم ورکولاي شو د اپوزيسون د رامنځته کيدو موخه څه ده او آيا دغې ډلې دغه موخې څارلې دي؟!
دا هغه پوښتنې دې چې ځواب ته يي ان کروندګر هم ښکاره او منطقي ځواب لري.که نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکاغواړې چې د افغانستان لانجه په آبرو او عزت سره حل شي بايد د خپلو خلکو انديښنو ته ريښتنى ځواب ورکړي.که نړيواله ټولنه د القاعدې د ځپلو لپاره راغلي وي دغه هدف خو تر لاسه شوي او القاعده ځپل شوي که دوي د ستر او واکمن قوم يعنې پښتون د ځپلو او ټکولو بهير جاري ساتي دا غلط سياست دى.دغه تجربه انګريز او شوروي هم تر سره کړې او پايلې يي ښې ور جوتې شوي دي.
کرزي ته په کار ده چې د سولې د پلان د بريا لپاره په خپلو کړنو له سره کتنه وکړي.هغه بايد په خپله کارې ډله کې هغه ناوړه کسان له خپلو پوستونو لري کړي چې د جګړو او وسله وال بغاوت د دوام لاملونه دي.کرزى او ټول هيواد وال پوهيږي چې موخه څوک دي.دغه کسان په بيلابيلو پوستونو کې ټاکل شوي او د چاڼ لپاره يي جدي او نه ستړې کيدونکو هڅو ته اړتيا ده.د مزار پيښه څه بيانوي.دغه پيښه چې د معلم عطا په مستقيمې لارښونه شوي موخه يي د سولې د پلان بدنامه وال دي.عطا د محمد اکبري په ذريعه وويل دا د هغو طالبانو کار دى چې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي آيا مزاريان يا په ټولو کې هيواد وال به دغه تور ومني،نه هيڅکله نه. ځکه د معلم عطا په څيرد واک تږې غواړې همداسې واکمن پاته شي او د هغوي دغه خوب هغه مهال په حقيقت بدليږې چې ناراضي وروڼه د سولې له بهير سره نه وي يو ځاى شوي.که داسې وشول هره خواري يي په اوبو لاهو کيږي.اوس نو هغه وخت را رسيدلى چې د اعتماد د فضا د را منځته کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته شي او دا ګامونه بايد ولسمشر واخلي.
همدارنگه د هیواد وتلی جهادی ځیری د پکتيا والي جمعه خان همدرد څو ورځې وړاندې وويل په شمال کې چې کوم افراد د طالبانو په نامه د سولې له بهير سره يو ځاى شوي جعلي کسان دي. دا خبره ځکه منظقي او پر ځاى بريښې چې ښاغلى همدرد هم د بلخ د ولايت د بلخ د ولسوالۍ اوسيدونکى دى.هغه ته تر بل هر چا د خپل ولايت په اړه ښه مالومات شته.د دغو جعلي مخالفانو د رامنځته کولو هدف هم دا دي چې د امتيازونو تر څنګ ورڅخه د سولې د بهير د بدنامه ولو لپاره استفاده وشي.عطا خو خپل مکرجن سياست يو ځل بيا نندارې ته کيښود او اوس د کرزي وار دى چې د ده دغه اقدام ته څه ډول ځواب ورکوي.که کرزى د چارواکو په ګمارنه کې په خپل دغه ناکام سياست له سره کتنه ونه کړي نو د ټولو لورو هڅې به چې با ثبات افغانستان ته د رسيدو په لار کې کيږي له ماتې سره مخامخ شي.
نه نړيواله ټولنه کولاى شي نور دغه راز سياست پر مخ يوسي او نه هم دولت.د چارو د سمون لپاره په کار ده چې د هيواد په سياسي نظام کې ټولو قومونو او پرګنو ته د هغوي د اندازي په شان ونډه ورکړل شي.په دوه زره څوارلسم زيږديز کال کې نړيوال ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري.د دغو ځواکونو په جوړښتونو بايد ډير کار وشي هر قوم او کس بايد په دغو ځواکونو کې ځان شامل احساس کړي.امنيتي ځواک بايد د يوه قوم اوډلې له انحصار را ووځي.او د بګيرش که نګيرت سياست بايد نور پاى ته ورسيږي.