کور / شعر / ښځه څوک ده ؟ ( متن او ږغ )

ښځه څوک ده ؟ ( متن او ږغ )

 


په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي
ښځه ښادي او خوشحالي ده دژوند
ښځه ډيوه ده رڼايي ده دژوند
ښځه د اخلاص او درڼا نښه ده
ښځه په ژوند کې دوفانښه ده
ښځه هوا وه چې جنت کی ګرځي
هوا د ادم په محبت کې ګرځي
ښځه مريمه ده عیسی زيږوي
عيسی مړ جسم لره ساه ورکوي
ښځه اسيه وه دفرعون په کور کې
دخپل پاک خداې په نوم خپل ژوند هيروي
ښځه ملاله وه سنګر ګټلې
ښځه نازو وه مير ويس خان روزلې
ښځه اخلاص او د وفا نښه ده
ښځه په عشق کې دليلا نښه ده
که د حفيظ د شعر ديوان وګورې
ښځه ښکاره د ژوند ښکلا نښه ده

ښځه حيا ده
ښځه حيا ده لوپټه دعزت
ښځه ښکلاده دژوندون مرحمت
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان ځنګوي
ګرده نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې
په بسم الله باندي هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
ښځه ښادې او خوشحالې د ژوندون
ښځه ډيوه او ړنايي د ژوندون
ښځه غوټۍ ده دګلونوڅانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه
هر يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هرچانه معظمې ښځې
په پاکه غيږ کې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
ای په نړۍ کې قهرمانې ښځې
ستا د حيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان


د زرلښت حفيظ  ( د سولي جرګه ) شعر په ږغ کي